تاند- د اجرايي رييس مرستیال ویاند جاوید فیصل له دندې استعفا کړې څو د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.

د اجرايي ریاست سرچینو د ښاغلي فیصل استعفا تایید کړه، ویې ویل چې نوموړي پرېکړه کړې چې ولسي جرګې ته ځان کاندید کړي.

تر دې مخکې د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال هم د ورته هدف لپاره له دندې استعفا اعلان کړې وه.

مینه پال د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي و چې د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې به د کوچیانو د استازي په توګه ځان کاندید کړي.

ټاکل شوې ده چې د میزان په ۲۶ مه/ د اکتوبر۲۰/ د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولان ادعا کوي چې تراوسه پورې شاوخوا ۴ ملیونو رای ورکوونکو نومونه ثبت کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *