تاند- وسله والو طالبانو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن دا ادعا رد کړه چې ګنې طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې او اوربند په اړه خبرې پیل کړي دي.
جنرال نیکلسن د چهارشنبې په ورځ د ټیلیفوني کنفرانس له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل «حاضردمه ډېر دیپلوماتیک فعالیتونه او خبرې اترې روانې دي، دا خبرې او فعالیتونه په بېلابېلو کچو دي.»
ده په دې اړه څه ونه ویل چې په دې خبرو کې د طالبانو کوم کسان برخه لري، خو ویې ویل چې د طالبانو د منځوۍ کچې او لوړې کچې مشران په خبرو کې شامل دي.
جنرال نېکلسن دا هم وویل چې د سولې په خبرو کې یو شمېر نړیوال سازمانونه، بهرني حکومتونه او هغه ډلې هم داخلې دي چې له دې سره دلچسپي لري «زما ډیپلومات همکاران هم پهکې شامل دي.»
د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې لیکلي «موږ د جنرال نیکولسن دغه له حقیقت څخه لرې ادعا په کلکه ردوو، د خبرو او مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت دريځ په کراتو اعلان شوی او هيڅ پټ او پوښلی اړخ نه لري.
امریکايي جنرال نیکولسن د خپلو ناکامیو څخه د توجه اړولو په خاطر داسې کاذبانه ادعاوې کړې دي، ترڅو په واشنګټن کې خبریالان او رسنۍ د ناسمو معلوماتو په خپرولو بوختي کړي او په افغانستان کې د ټرمپ د ناکامه ستراتيژۍ له رسوايي څخه عامه امریکايي ذهنیت په بله واړوي.»
خو له بلې خوا ازادي راډیو ادعا کوي چې د طالبانو یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ورته ویلي چې د افغانستان د حکومت او یو شمېر طالبانو ترمنځ پټ تماسونه نیول شوي دي.
سرچینې همداراز ویلي، زیاتوي چې اوسنۍ خبرې د هغه وړانديز پر اساس شوې دي چې څه موده وړاندې د ګلبدین حکمتیار لهخوا مطرح شوی و.