په هیواد کي د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر پرزېدا وروسته چي مجاهدین واک ته ورسېدل؛ نو هغه انډوخر جوړ سو چي ښايي په تاریخ کي يې بیلګي کمي وي. له دې حالته ولس طالب ته پنا یووړه.

طالبانو چي په ډېر کمزوري حالت کي د نړۍ له زبرځواکونو سره پنجې واچولې او تر ماتې وروسته يې هیواد هغوی ته ایله کړ، زبرځواکونو بیرته هغه خلګ واک ته ورسول چي ولس له هغوی طالب ته پنا وړې وه.

دا ډراماتیک کار په شعوري توګه تر سره سو. راغلي نړۍ وال دومره هم بې خبره نه وو چي زموږ مفسد له مصلح څخه نه سي تفکیک کولای. دوی د خپلو ګټو په خاطر شعورا دا کار وکړ او په دې کي يې د خپلو هیوادونو د ګټو تامین بالی.

دا خبره نه یو عاقل انسان مني او نه د منلو وړ ده چي د طالبانو خلاف زموږ د هیواد مرور مخور کسان له نړۍ والو سره په تصادفي توګه د ملګرۍ تړون وکړ او د تصادفاتو په لړۍ کي طالبان مات او پر ځای يې د خارجیانو په ملتیا هغوی واکمن سول. داسي نه ده؛ بلکي ډېر په خوا د دې لپاره په اروپا و امریکا کي د هغوی او زموږ د ګڼشمېر افغانانو ترمنځ غونډې سوې دي.

په دې غونډو کي د هر چا لپاره سهم په نظر کي نیول سوی، مګر له واکه لیرې سوی طالب همداسي بې برخې ایله کړل سوی. دا چي طالبان له واکه لیرې سول او پر ځای يې هغه کسان واکمن سول چي ولس لا پخوا ترې متنفر وو، د ګڼو تاوانونو ترڅنګ مو دوه ستر زیانونه په سترګو ولېدل. هیواد له لنډې ارامتیا وروسته بیا د جنګ لمبو ته ورټيل وهل او په هیواد کي د یوه دوامداره فساد کلتور ایجادول. طالب د همدې په خاطر له حکومته بې برخي سو چي د بیا جنګ لپاره په لاس کي تیاره بانه ولري. مفسد کسان له دې امله واک ته ورسول سول چي فساد وکړي. فساد د جنګ او جنګ د فساد لامل کېږي. دلته ډېره جالبه اړیکه ده، هر یوه ته چي ښه فکر وکړې انسان ګومان کوي چي دا د دابل لامل دی او کله چي هغه بل ته فکر وکړې نو برعکس فکر انسان کوي.

د فساد د ژوندي کولو او بیا ساتلو لپاره ارادي کار وسو. لومړی هغه مفسد کسان واک ته ورسول سول چي ملت پخوا هم د مفسدو په کتار کي درولي وو. دوهم ګام دا وو چي دا کسان د ملت استازي وګڼل سول او په ټولو ادارو کي د ملت د استازو په صفت سهم ور کول سو. بل کار دا وسو چي د هیواد او ملت تر شعار لاندي راتلونکې نړۍ والې مرستې یا خارجي بنسټونو ولګولې چي د ملت پر ټپ يې د ملهمو کار ور نه کړ او یا همدې دولتي ادارو ته وسپارل سوې چي درې برخې يې لنډغرو په خپلو منځو کي وخوړې او یوه برخه يې په داسي ډول ولګول سوه چي د ولس په ګټه نیمايي هم تمامې نه سوې.

دا واکمن کسان چي زیاتره يې په غلاو، فسادونو، زور زیاتي او قتلونو کي مشهور وو، بیا يې خپله پیشه په مخه کړه. د دولت له خزانې را نیولې بیا د ملت تر جیبه يې ټولي شتمنۍ ولوټلې. د طالب په نوم يې د ملت زورولو ته ملاوتړله. د نړۍ مرستې يې په ګنډه ووهلې او نور هم پسي پړسېدل. خارجیانو په بیلابیلو نومونو د همدغو کسانو په وسیله پروژيي کارونه وکړل چي موږ ته يې دوه زیانه ورسول. یو يې د همدې پروژو په نوم ملت کي دوامداره بې باوري خپره کړه او بل يې د ملت یوه برخه د همدې په وسیله د دې فاسدو چارواکو ړانده ملاتړي کړل.

اوس په لسګونو جرمي دوسیو کي ښکیل چارواکی هم نارې وهي چي دی د ملت نماینده دی او د خلګو د حقونو لپاره ولاړ دی. یوه کتله خلګ هم د دوی په وسیله روزي پيدا کوي، پروژې يې اخیستې وې، پر دولتي دندو وګومارل سول او تر ننه هم د دوی په وسیله یوه ګوله تر لاسه کوي.

همدې ټکو په دولت کي دوامداره فساد ته لار جوړه کړه او فساد په دولتي دندو کي اوس لاینفک جز دی. ځکه تقریبا هره چوکۍ خرڅېږي او هر چارواکی مکلف دی چي په خپله وظیفه کي هم د ځان کار وکړي او هم د هغه چا پور ور کړي چي چوکۍ يې پر خرڅه کړې وه. دا کسان بیا مجبور دي له مراجیعنو په یو نه يو ډول پیسې وشکوي او په لوی لاس اداري کارونه ورځ تر بلې سختوي چي په دې ډول د شکونو چانسونه زیات کړي.

نظامي چوکۍ پلورلې کېږي. دا کار بیا په خپل وار په ناامني، فساد او د لویو لارو پر سر د موټروانانو او مسافرو په شکولو کي غوښن رول لري. عسکر ولي له قانونه په مخالفت د لویو لارو پر سر شکول کوي؟ په داسي حال کي چي دا کار هم د شریعت له مخې حرام دی، د قانون له مخې جرم دی، د کلتور له مخې غیر افغاني فرهنګ دی، د اخلاقو له پلوه بې اخلاقي ده او د بشریت په هر ډول قانون کي ناانساني اعمال دي.

خو له دې هر څه سره ولي عسکر قانون، شریعت، کلتور او اخلاقي ضوابطو ته په خیږ ورځي او دا کار تر سره کوي؟ لامل يې دا دی چي مشر يې دا  امر ورته کوي او که يې ونه کړي له سزا سره مخېږي. وهل کېږي، تنخوا ترې ګزرول کېږي، په دنده کي سختي ور سره کېږي او د مرګ په اخطارونو ګواښل کېږي. پولیس مجبور دی د خپل مشر لپاره دا ټول کارونه وکړي.

مشر يې ولي دا کار کوي؟ ځکه چوکۍ يې د وړتیا له مخې نه؛ بلکي اخیستې ده. هغه مجبور دی چي هم خپل کور وساتي او هم سرمایه پيدا کړي او هم تر ده د مشر هغه د چوکۍ روپۍ ور ادا کړي. همدا لامل دی چي نظامي برخه کي ځيني کسان پر مخالفینو وسلې پلوري. پوستې پر خرڅوي. د قاچاقو په مخنیوي کي سستي کوي. د فساد له امله نااهل کسان ګومارل کېږي او ډېری چارواکو خپل نژدې کسان ګومارلي چي دا کار هم فساد دی او هم په یادو جرمونو کي ټول سره شریکان دي او د اخلاقي فساد په زیاتو کي هم دا ګومارنې رول لري. ځکه پولیس خپله بداخلاقۍ کوي. نشې کوي، وظیفوي غفلت کوي، له ولس سره بده رویه کوي. شل وسل نوري ناخوالې پيدا کوي.

قضايي برخه کي هم ستر مشکلات لرو. دا پيښي نه یوه دي او نه لس، تر سل او او زر ډېري دي چي له هر ډول شواهدو سره نیول سوي مخالفین د قاضیانو او څارنوالانو له لوري د بډو په بدل کي خوشي کړل سوي دي. د فساد د مخنیوي لپاره تللی هیئت د ملي امنیت له لوري د فساد په قضیه کي را ښکیل سوي. د بي بي سي د راپور له مخې هرات ته تللی هیئت د ۱۵ زره ډالرو رشوت سره لاس په لاس نیول سوی.

د حکومت په ملکي او نظامي برخه کي مفسدو، خاینو، زورواکو او په یو لړ جرمي قضيو کي ښکیلو چارواکو داسي ریښې کړې دي چي اوس يې مصلح کسان د مخنیوي لپاره بې وسه سوي دي. په خلاص لاس په ټولو برخو کي فساد کوي، خپل خلګ ګوماري، ملت شکوي، د اصلاحاتو مخه نیسي، په ناامني کي لاس لري، په قاچاقو کي برخه لري، د سترو ملي پروژو او ملي پروسو مخنیوی کوي، په عامه خدماتو کي لټوي کوي، د ولس هيڅ ډول شکایت ته پام نه کوي، ستونزې يې نه حلوي او په وړاندي يې نوري لا هم را ولاړوي.

په دې صورت کي د ملت لپاره بله هيڅ لار نه سته مګر دا چي خپله د اصلاحاتو لپاره را پورته سي. د ملت زور د خدای زور دی او هر خاین و مفسد يې په وړاندي په ګونډو کېږي. د حکومت ځينو مصلحو چارواکو هم منلې چي اوس د فساد د مخنیوي یوازي یوه لار پاته ده چي ملت د همدې کار لپاره لاس په کار سي. د ټولو لنډغرو، مفسدو، خاینو او زورواکو شا ایله کړي. ملاتړ يې ونه کړي او د ملت د هرې افغانۍ حساب ور سره وکړي. د ملت ټول قشرونه او قومونه باید په دې پوه سي چي د یوې ورځې ګټه؛ ګټه نه ده، له یوه چارواکي سره په ناقانوني ګټه کي شراکت له دین، هیواد، ملت او ځان سره خیانت دی. ځکه نو باید د ملت ټول قومونه او قشرونه له دوی ځانونه ګوښه کړي، تر خپل منځ لاسونه سره ور کړي او د د دې بدې ورځې د رسولو لپاره لاس په کار سي. موږ ته نوره یوازي همدا یوه لار پاته ده چي د دوامداره فساد مخه ډب کړو او د بهرنیانو د راوړي یا را وارد سوي کلتور څخه ځانونه خلاص کړو.

۲۰۱۸/ ۴/ ۳۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *