په بهرنیو چارو وزارت کې د اداري. اخلاقی او سیاسی فساد ریښی دومره پراخې دي چې د عدلی او قضایی ارګانونو او له فساد سره د مبارزې د کمیټو او بنسټونو ځانګړې او دوامداره څیړنې ته اړتیا لري.
د دی وزارت یو فساد هغه وخت را برسیره شو کله چې هغې میرمنې د افغانستان مسولو ارګانونو ته پرله پسې شکایتونه او عریضې وړاندې کړې چې د بهرنیو چارو وزارت د اداري معین او سرپرست نصیراحمد اندیشه او په استرالیا کې ددی وزارت یو دیپلومات شفیع الله کارورز د ۲۵ زرو ډالرو په بدل کې د همدې دیپلومات د میرمنې په نوم استرالیا ته بیول شوې وه.
دغه میرمن له خپلې لور سره د پیسو په بدل کې د دیپلومات د میرمنې په نوم بیول شوې وه او وعده ورسره شوې وه چې په استرالیا کې به د دې او د دې د کورنۍ د قبلیدو په برخه کې ورسره مرسته کیږي.
له دې میرمنې پیسې واخیستل شوې او د دیپلومات د کورنۍ په نوم سیاسي پاسپورت ورته د نصیر احمد اندیشه په امر جوړ شو او له شفیع الله دیپلومات سره يو ځای استرالیا ته ولاړل.
خو هغه وخت یې د قبلیدو امکانات ځکه نه و چي د برحال دیپلومات میرمن بلل کیدله. کله چی د همدی دیپلومات د کار موده پای ته ورسیده دغه غولول شوي میرمن یی بی سرنوشته پریښودله.
هغې چی هر څومره کوښښ وکړ په استرالیا کې یی د قبولی کار ونه شو. د بهرنیو چارو وزارت معین نصیر احمد اندیشه او نوموړي دیپلومات هم غوږونه کاڼه واچول. ویی انګیرله چی دا میرمن او لور یی تر ډیرو غرونو او سمندرونو پناه کړې نور تري بی غمه دي.
خو دا میرمن بیرته راغله او په دیپلومات یی څو عریضی وکړې. د میرمنې غږ وانه وریدل شو خو دا میرمن هم پریښودونکې نه وه نورو ارګانونو ته یې خپل شکایتونه وکړل وزارت د څارنوالی د پرله پسي غوښتنو له مخی مجبور شو چی شفیع الله کارورز چی اوس په اروپا کی افغان دیپلومات و بیا احضار کړي.
اوس د دې میرمنې د شکایت په اساس دوسیه تر څیړنی لاندی ده د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر غواړي موضوع سرسری تیره کړي معین نصیر احمد اندیشه په ایران کی سفیر کړی او یاد دیپلومات له دندی ګوښه کړي.
وګورو چې د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونه په دې موضوع کې زورواکو ته تسلیمیږي او که عدالت تامینوي؟
د بهرنیو چارو وزارت د کرزي په ۱۴ کلنه دوره کې د داسې مرداریو ډک شوی چې د پاکولو لپاره یې له ۳۰ زیات کلونه پکار دي . کرزي خو هر څه د هغه سست او بی کفایته طبیعت له مخې چې لاره یې د ملي یووالي د نامه لاندې همدي ټولګي ته پریښي وو اوس خو څه چې تر اوږدي مودې پورې به دا د شرم لوښي په دې او نورو دولتي ارګانونو کې څه خر مستي چې زړه یې غواړي کوي .