دل می خدا کا هونا لازم هی اقبال
سجدو می پړی رهنی سی جنت نهی ملتی
علامه اقبال
د نړیوال لیکوال علامه اقبال په ویناوو کې یوه لویه فکري پانګه د خودي په اړه ده، د ده دغه فلسفه په ژوندیو توکو او کایناتو کې مرکزي حیثت لري.که د خودي په معنا پوه شو، نو د علامه اقبال هغه شعرونه چې په دې تړاو خبرې لري، پوهیدل به ورته اسانه وي.
ډاکټر سیدعبدالله په دې اړه وايي:« خودي د اصلي ژوند دویم نوم دی، خودي د عشق حقیقي او هم معنا کلمه ده، د خودي څخه هدف ځان پېژندنه ده، خودي د ایمان سره هم معنا کلمه ده، خودي د الله تعالی په اسرارو پوهيدل دي، خودي د الله تعالی په ذات یقین درلودل دي.»
د علامه اقبال له نظره خودي د ژوند پیل، منځ او پای دی، د فرد او ټولنې پرمختګ او وروسته پاتې والی د خودي د عروج او نزول سره رابطه لري، کله چې د ټولنې په انسانانو کې په فردي لحاظ خودي پیدا شي او په همدې ډول ټولنه کې په ټولیز ډول دا خلک ډېر شي، نو ټولنه د پرمختګ په طرف برابریږي.
د ژوند د پیله تر پایه خودي د ژوند لارې چارې ښيي، د ده کامیابي زښتې ډېرې دي او د خودي ارزښت او مقام ډېر لوړ دی، وايي:
«خودي کیا هی راز دورن حیات ـ خودي کیا هی بیدار یی کاینات* ازل اس کی پیچھی ابد سامنی ـ نه حد اس کی پیچھی نه حد سامنی»
علامه اقبال وايي: د خودي اصل په لا اله الا الله ولاړ دی، کله چې د انسان په زړه کې د دې کلمې عظمت او لویوالی پیدا شي، نو ځان ته متوجې کېږي او د خودي په مفهوم پوهېږي، وايي:
«خودي كی روح روان لا اله الا الله ـ خودي هی تيركمان لا اله الا الله*خودي كا حسن بيان لا اله الا الله ـ خودي كا سرّ نهان لا اله الا الله» د شعر مفهوم دی: د ځان پېژندنې اړیکې له روح سره ده، کله چې روح جوړ شو، انسان جوړ شو، نو ځکه وايي، چې د خودي اصل روح دی، سپيڅلې کلمه ده، خودي د سپیڅلې کلمې هغه کمان دی چې خپل اصلي هدف پرې ویشتلی شو، خودي د الله تعالی د حسن یادونه ده، خودي د الله تعالی په اسرارو پوهیدل دي.
علامه اقبال وايي: د انسان د ټولو پرمختګونو او کامیابیو تربیت د خودي سره اړیکه لري، پیاوړې او با تربیته خودي پواسطه انسان کولای شي چې د حق او باطل تر منځ توپير وکړي، حق وپالي او له باطله ځان وژغوري.
ځان پېژندونکی انسان که غریب او فقیر هم وي، خو دی به غني او له استغنا ډګ ژوند تیروي او هېڅکله د غریبۍ فکر نه کوي، د رحمان بابا خبره «دی په ظاهر ګدا او په باطل کې پاچا دی.» او د کایناتو ذره ذره د ده په تصرف کې وي، وايي:
«خودی هی زندہ تو هی فقر می شهنشاهی ـ هی سنجرل و طغرل سی کم شکوہ فقیر* خودی هو زندہ تو دریایی بیکراں پایاب ـ خودی هو زندہ تو کهسار پر نیاں و حریر»
د علامه اقبال په شعرونو کې خودي(د ځان پېژندنې) یا د دې حدیث شریف په مصداق« من عرفه نفسه فقد عرفه ربه) چا چې ځان وپېژندنه په حقیقت کې هغه الله تعالی وپېژنده، له بعده تر بحث لاندې نیولی دی.
خودي او توحید
د ځان اصلاح او پېژندنه د الله تعالی پېژندل دي، علامه اقبال دغه ځان پېژندنې ته خودي وايي، انسان د الله تعالی بنده دی او د ډېرې لویي هستۍ بنده دی، کله چې انسان په دې پوه شي، چې دی ولې پیدا شوی دی؟ د ده د ژوند هدف څه دی؟ د ده اصلي کور کوم دی؟ او داسې نور د خودي تر سرلیک لاندې راتلای شي او کله چې یو انسان د دې خبرو په اړه فکر وکړي، نو د دې سوالونو ځواب پيدا کونه یې دنده ده.
خود شناس انسان خپل ځان د ټولنې هغه برخه ګڼي، چې د الله تعالی تر حکم لاندې وي او د ده تر حکم لاندې باید ژوند تیر کړي، دی په دې پوهیږي چې ټوله نړۍ ده لپاره پیدا شوې ده، خودی د نړۍ لپاره پیدا شوې نه ده، یعنې دی له دې نړۍ ځي، کله چې دی د الله تعالی تابع شي، نو ټول کاینات به د ده تابع شي، دې ته توحید وايي.
«اس نی نه توحيد كی رمز كو سمجھا اور نه خودي كو ـ خودي سی اس طلسم رنگ و بو كو توڑ سكتی هی»
د انسان جوهر د انسان هغه اصلي ماهیت دی چې انسان پرې د انسانیت مقام ته رسېږي، د خودي اصلي جوهر توحید دی، د ټولې نړۍ نه زړه شکونه او الله تعالی ته زړه ورکولو ته توحید وايي، په عقیده کې محکم والی، توکل د الله تعالی په ذات توحید دی، د خودي حقیقت په الله تعالی پوره ایمان او یقین ته وايي.
خودي او نړۍ پریښودنه
کله چې انسان کامل مسلمان شي، نو حقیقي ژوند ته په مجازي ژوند برتري ورکوي، له دې نړۍ عقبا ته خوشحالېږي، ځان پېژندونکي انسان ته د کایناتو ټول شیان تابع وي، هغه دنیا د خپل ژوند مقصد نه ګڼي، هغه څوک چې د دنیا غلام وي، الله تعالی ورنه خفه وي او خود پېژندونکی انسان چې د الله تعالی فرمانبردار وي، هغه څه چې الله تعالی پیدا کړي دي، د ده متابعت به کوي، وايي:
« جس بنده حق كی خودي هوگی بيدار ـ شمشير كی مانند هی برنده و براق * اس مرد خدا سی كویی نسبت نهی تجھ كو ـ توبنده آفاق هی وه صاحب آفاق.»
خودي او د نړۍ له ټولو څېزونو نه ویریدنه
انسان اشرف المخلوقات دی، کله چې دی خپل اصلي مقام ونه پېژني، که هغه پاچا هم وي، نو داسې فکر به وکړې چې فقیر دی او څوک چې خپل مقام وپېژني او ژوند یې د الله تعالی پر اوامرو برابر وي، دی به خلکو ته فقیر ښکاري، خو په حقیقت کې به لوی انسان وي.
که څوک د خودي لوړو مرتبو ته رسيدلی وي، د نړۍ ټول ناممکن کارونه ده ته ممکن کېږي، ټولې ستونزې ورته اسانېږي، سیندونه ده ته لارې ورکوي، د ماهي ګېډه ورته د ژوند بستر جوړیږي، اور ورته جنت جوړیږي. د نړۍ نه زړه شکونه په اصل کې د هغه دنیا لاس ته راوړل دي، وايي:
« خودي هو زنده تو هی فقر بھی شهنشاهی ـ نهيں هی سنجر و طغرل سی كم شكوه فقير* خودي هو زنده تو دريایی بيكران پاياب ـ خودي هو زنده توكهسار پرنيان و حرير.»
خودي او ځواني
ځوانان د ټولنې د ملا تیر دي، د ځواني عبادت الله تعالی ته د زړښت له عبادته بهتره وي او د کوم قوم ځوانانو کې چې د خودي جوهر پیدا شي، هغه ټولنه پرمختګ کوي، د علامه اقبال په فارسي او اردو شعرونو کې ځوانان هڅول شوي دي چې د خودي نه خبر شي، دا هغه ځوانان دي چې د وسایلو په فکر کې نه دي، دوی هر وخت حرکت کې دي، خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
د کوم قوم ځوانانو کې چې د خودي صفات پيدا شي، هغوی بیا د مادي وسایلو پرته هم کامیاب ژوند کولای شي، وايي:
« اس قوم كو شمشير كی حاجت نهی رهتی ـ هو جس كی جوانو كی خودي صورت فولاد * شاھين كبھی پرواز سی تھك كر نهی گرتا ـ پردم هی اگر تو تو نهی خطره افتاد.»
د خودي غوښتنه
د خودي غوښتنه دا ده چې مسلمانان د نړۍ له مادیاتو زړه وشکوي او کاینات خپل تابع کړي. دی په نړۍ کې د الله تعالی استازی دی، دې لپاره پیدا شوی دی، چې د الله تعالی احکام پر ځای کړي.
د علامه اقبال په شعرونو کې د خودي په تړاو زښت ډېر مسایل راغلي دي، د ده په شعرونو کې د خودي اصلي محور او غوښتنه بیا هم انسان ته دا پيغام ورکوي چې خپل دواړو رغښتي نظام ته پاملرنه وکړي، وايي:
« خودي كی زور سی دنيا په چھاجا ـ برنگ بحر ساحل آشنا جا* مقام رنگ و بو كا راز پاجاـ كف ساحل سی دامن كھينچتا جا.»
خودي او د ژوند رازونه
د اقبال له نظره د ژوند راز په خودي کې دی، د خودي ساتنه د ژوند ساتنه ده، خودي ته کار کول ځان او ټولنې ته کار کول دي، د کومو شیانو په واسطه چې خودي ته زوال پیدا کېږي، مسلمان باید له هغو شیانو ځان وساتي او کوم شیان چې خودي ته ګټه رسوي، هغه کارونه کوي، که غواړئ چې ژوند مو کامیاب او له اسرارو خبر شئ، نو ځان پېژندنې ته پاملرنه وکړئ،
« خودي كی نگهبان كو هی زهر ناب ـ وه نان جس سی جاتی رهی اس كي آب* وهی نان سی اس كيلی ارجمند ـ رهی جس سی دنيا می گردن بلند»
د خودي او عشق اړیکې
د خودي د پیاوړتیا لپاره یو ښه شی او کړنه چې د پرمختګ لامل یې ګرځیدای شي ارزو او عشق دی، د خودي د عروج لپاره عشق یوه ښه وسیله ده، وايي:
عشق سی پیدا نویی زندگی می زیر و بم ـ عشق سی منلی کی تصویرو می سوزِ دم بدم * اقبال نی عشق کی مدارج بیان کی هی ـ عشق فقیهه حرم، عشق امیر جنود.»
ډاکټر عابد حسین د خودي او عشق په اړه وايي:« په دې لاره کې یو رهنما ته ضرورت وي او دا رهنما عشق دی، عشق د هغه عارف او پوره کامل انسان مینې ته وايي، کوم چې د نفس پېژندنې له پړاوونو تیرشوی وي او خودي یې د معراج مرحلې ته رسولې وي.»
« مردِ خدا کاعمل، عشق سی صاحب فروغ ـ عشق هی اصلِ حیات، موت هی اس پرحرام»
په پای کې د نړۍ له انسانانو او په ټولیز ډول د نړۍ له مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغانستان د مسلمانانو دا هیله لرم، چې خودشناس اوسي، چې د نړۍ انسانان ورنه خوشحاله اوسي، د ژان پل سارتر خبره: انسان د بل انسان دوزخ دی، هر کال په لکونو انسانان د انسانانو په واسطه له منځه ځي، نو ځان وپېژنه چې الله تعالی وپېژنې او په اوامرو یې برابر ژوند وکړې.