تاند – د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې یو شمېر زورواکي د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو په را روانو انتخاباتو کې د نورو خلکو د نوماندۍ او هغوی ته د رایه ورکوونې مخه نیسي.
په یوه شکایت کې چې تاند ته را رسېدلی، د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ادعا کړې چې د ولسي جرګې غړی او ننګرهار مېشتی زورواکی، حاجي ظاهر قدیر، په را روانو انتخاباتو کې د نورو خلکو د نوماندۍ مخه نیسي.
ویل شوي چې ښاغلي قدیر د سره رود او د هډې د فارم سیمې اوسېدونکیو ته ویلي چې که هغه ته رایه ورنه کړي کډې به یې ور په شا کړي.
دې ته ورته څرګندونې په یوه محاوره کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې او جرمن مېشتي مذهبي فعال قاري عیسی محمدي په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې هم راغلي دي.
ویل کیږي، چې دغه زورواکي چې ځانونه د جهاد دویم نسل بولي، د نورو ولایتونو د زورواکو په څېر، په ننګرهار کې خپلې شخصي ملېشې لري چې په ډېرو حالتونو کې امنیتي ادارې هم ننګوي او په کارونو کې ورته ستونزې راپورته کوي.
په جلال اباد ښار کې د شنبې په ورځ /د جوزا ۱۱مه/ هم دوه تنه پولیس افسران د کار کولو پر وخت د نامعلومو وسله والو له خوا شهیدان شول او ویل کیږي چې ویشتونکو د پولیسو وسلې هم وتښتولې. ښاریان په داسې پېښو کې د ځایي ملېشو لاس لرل نه ردوي.
اصلي پوښتنه دا نده چې حاجي زایر ولې خلک ګواښي، پوښتنه دا ده چې څنګه دا اجرتي قاتل او د ۳۰۰ میلیونو رسمي غلاو قتلونو فساد قاچاق سره سره جګ شورا کې ناست دی؟ ولې پلچرخي کې ولچک و زولانې پروت نه دی؟ داسې مانا لري چا چې کوټه کې ماران و لړمان ساتلي وي او شکایت کوي چې دا خو چیچل کوي.که څوک انتخاباتي تیاتر ته حقه دموکراسي وایي نو بیا دا دموکراسي د ستونزې حل نه خپله ستونزه ده. انتخابات اړتیا ده خو لومړۍ نه ده، څلورمه اړتیا ده. له دې مخکې درۍ لومړۍ اړتیاوې دا دي: ۱ـ د قانون واکمني ۲ـ د قانون واکمني ۳ـ د قانون واکمني.