حروف او مقصد د دواړو ورته دي، د یو څیز د قیمت، شمېر او ارزښت د معلومولو لپاره استعمالیږي.
خو زه یي له یوې بلې زاویي درڅېړم.همدا دوه کلیمې (په څو؟ او په څو؟) زمونږ زیاتره سیمو کې داسې استعمالیږي، چې لویه د شرم او عار خبره ده. که لور ورکوي، نو سخرګنۍ ته یي وار له مخه د ولور خبره د (په څو؟) سره د ژبې په سر نیولي وي. او که د زوي لپاره ښځه کول هم غواړي، نو د نږور پلارګنۍ ته یي د (په څو؟)جمله د ژبې په سر نیولې وي.
په عادي شفاهي مکالمو کې هر همدغه کس وایي چې د انسان قیمت نشته خو په وخت او زمان کې خپله همدا د موازنې او تلې، تلونکی شي نرخ او قیمت یي وټاکي.
انسان پیري او انسان پلوري.
انسان ته د قیمت ټاکلو دا دعوه ګیر بیا کله، کله د خپلې خولې داسې الفاظ هم وباسي، چې ماته په انسانانو (نر او ښځه) کې یا یي چې لږه رابطه رالنډه کړم. ووایي: چې ماته په بچو کې د هلک او جینۍ فرق نه کیږي.
د زوي نه راته لور ګرانه ده.
دا واقعیت د انجونو په زهیر والي کې شک نشته، خو زه حیران هغه پلار ته یم، چې د دې صمیمي مخلوق په سر سودا ولې کوي؟
که بل ته لور ورکوي هم قیمت ورته ټاکي او که د بل نه لور کوي هم قیمت یي ټاکي.