په کابل کې د دیني علماوو ستر کنفرانس کې د فتوا له خپریدو وروسته یو پلی ځانمرګی توانیدلی چې ځان د علماوو غونډې ته نږدې سیمې ته ورسوي او هلته د عامو خلکو په منځ کې چاودنه وکړي.
په دې برید کې د علماوو د غونډې یواځې دوه ګډونوال شهیدان شوي او نور عام خلک چې د لارو د بندیدو له کبله په نورو فرعي لارو تلل قرباني شوي دي.
ولې د علماوو په غونډې برید؟
دا برید د دې لپاره ډیزاین شوی و چې څنګه کیدای شي د علماوو د کنفرانس پوښښ په رسنیو کې کم رنګه کړي او د خلکو پام د ځانمرګي برید قربانیانو ته واوړي، د بریدګر هدف دا نه و چې حتما دې د علماوو تر غونډې ځان ورسوي، بلکې هدف دا و چې دې سیمه کې چاودنه وکړي او د دې کنفرانس پوښښ کم رنګه کړي.
طالب، حقاني شبکه، داعش او لشکر طیبه یو ځای د اسلام له ټکټ کار اخلي او په فریبانه تبلیغاتو نوي ځوانان د اسلام تر نامه لاندې جذبوي او بیا یې د ځانمرګو بریدونو لپاره روزي، ځانمرګي بریدګر په دې نه وي خبر چې څنګه او پر چا باندې د کومې موخې لپاره برید کیږي.
د علماوو له کنفرانس وروسته برید یو هدف دا کیدای شي چې دیني علماء وډار کړي چې حق خبره و نه کړي، ځکه د دیني علماوو هره حق وینا د ترهګرو په زیان ده، د دیني علماوو فتوا چې د جګړې د ناروا په اړه یې ورکوي، د ترهګرو کاروبار او د بهرنیو استخباراتو ګټي له ګواښ سره مخ کوي.
ترهګر چې د اسلام په نوم خلک جذبوي او تر همدې نامه لاندې کلونه وشول جګړه کوي، هیڅکله نه غواړي چې دیني علماء یې پرواندې فتوا ورکړي او د دوی د کلونو کاروبار او ګټې وننګوي.
دا برید په خپل ډول کې ډيرې نورې موخې له ځان سره لري، خو په ټوله کې یې د علماوو کنفرانس باندې کوم اغیز و نه کړ، ځکه د علماوو په فتوا کې دا شته چې په حق ویلو سره تیار دي چې قرباني ورکړي او که په دې فتوا باندې چې د قران او احادیثو په رڼا کې یې کړې، قرباني شي، هیڅ پروا نه کوي.
د دیني علماوو له فتوا د ترهګرو ویره
هغه بریدګر او سوداګر چې نن یې کابل کې برید وکړ، که یې د دیني علماوو دا فتوا لوستلی وای او یا یې ولولي، په هر څه به پوه شي چې په اسلام کې ځان وژنه او د بل وژنه څومره لویه ګناه ده، خو له بده مرغه چې ترهګر په فکري لحاظ بې عقله شوي او د وحشت داسې پیچکارۍ ورته شوي چې د هر انسان وژنه ورته ښه عمل ښکاري.
د دیني علماوو په فتوا کې د همدې کاروبار ( ځانمرګو بریدونو) په تړاو واضح دلایل شته چې حرام دي، خو بل اړخ ته همدا ایاتونه او نور احادیث ترهګرې ډلې خپلو جاهلو کسانو ته ناسم تفسیر کوي او له دې لارې خپلو موخو ته ځان رسوي.
ترهګرې ډلې د قرانکریم د ډیرو ایاتونو او د نبي کریم ص د احادیثو په ناسم تفسیر زیات خلک بې لارې کړي او د اسلام دین یې د ویرې او حشت دین معرفي کړی دی، په داسې حال کې اسلام لومړی ټینګار په سوله کړی او بیا له هغې وروسته یې د جګړې امر کړی.
طالبان او نورې ترهګرې ډلې ځکه د اسلام په اساساتو عمل نه کوي، د قرانکریم له ځینو ایاتونو او احادیثو ناسم تفسیر اخلي، چې په دې کار سره یې ټوله سوداګري جوړه ده او هغه هېوادونه چې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته امکانات برابروي په جګړه ټینګار لري او هیڅکله طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته د سولې د خبرو اجازه نه ورکوي.
که څه هم ترهګرې ډلې به له دې وروسته نور بریدونه وکړي او ممکن په انتحار او انفجار کې به کموالی را نه شي، خو د دیني علماوو په فتوا سره به نور عام خلک خبر شي چې دا جګړه پردۍ ده، د پردیو ګټو لپاره پيل شوې، پردۍ ګټې پالي او له اسلام سره هیڅ اړخ نه لګوي.
له بل اړخه دا فتوا کولای شي چې راتلونکي نسلونو ته یو درس شي او هغو لارو راوګرځي چې د اسلام تر نامه لاندې د بهرنیو استخباراتو د ګټو او افغان وژنې لپاره ډیزاین شوې ده.