د ملګرو ملتونو په نوښت د بن لومړی کنفرانس د۲۰۰۱کال د نوامبر په ۲۷ د بن په ښار کې وشو، په کنفرانس کې د افغانستان د یو شمیر جنګي ډلو، د روم او قبرس بهیر او له پیښور څخه د افغان مهاجرینو یو شمیر استازو ګډون درلود. په بن کنفرانس کې د یو شمیر نورو مهمو پریکړو ترڅنګ په افغانستان کې د حکومت والي لپاره هم په یو چوکاټ باندې هوکړه وشوه. په کنفرانس کې پریکړه وشوه چې په افغانستان کې لنډمهاله اداره د قدرت له رسمي انتقال سره سمه رامنځ ته شي، د قدرت د انتقال نيټه د ۲۰۰۱ ميلادي كال د ډسمبر ۲۲مه وټاكل شوه. موقته اداره د يوه رئيس، پنځو مرستيالانو او ۲۳ غړو څخه عبارت وه، په پریکړو کې د اِضطراري لويې جرګې د رابللو لپاره د يوه ځانګړي خپلواك كميسيون، د افغانستان د سترې محكمې او نورو هغو محكمو چې د موقتې ادارې له خوا منځ ته راځي جوړول شامل وو. د همدا راز د بن په هوکړه کې ویل شوي وو، د لنډمهالې ادارې له جوړولو وروسته به د شپږو مياشتو په موده كې بیړنۍ لويه جرګه رابلل كيږي، دا اضطراري لويه جرګه به د انتقالي واكمنۍ او د پراخ بنسټه ادارې په هكله پريكړه كوي. نوموړې اداره به تر هغه وخته پورې د افغانستان مشرتوب كوي تر څو يو بشپړ نماينده حكومت د ازادو او عادلانه انتخاباتو له مخې منځ ته راځي، دغه انتخابات ب له اضطراري لويې جرګې وروسته د دوه نیمو كالو په موده تر سره شو. کرزی ولسمشر شو او د نوی حکومت (۸۰) سلنه کابینه له شمال ټلوالې رامنځته شوه. د ولسمشر د دوېمې دورې ټاکنو ته په نیږدي کیدو شمال ټلواله څو ځایه شوه، ځینو د حکومت پلوي وکړه او ځینو د هغه مخالفت وښود ټاکنې تر سره شوې او حامد کرزي دوېم ځل ولسمشر شو. بیا هم شمال ټلواله تر (۸۰) سلنه دیره په حکومت کې شامله شوه. هغه کسان چې په حکومت کې ځای پر ځای شول هغوی له بیروني کسانو سره تفاهم وکړ او دوی د اپوزیشن په نوم میدان ته په څو بېلابېلو نومونو راووتل، او د افغان حکومت پر وړاندېې د سیاسي مخالف غږ پورته کړ خو سیاسي مبارزه ډیره نیمګړې وه. څو وارې سیاسي جریانونو خپل شتون اعلان کړ او بیرته له منځه ولاړل.
افغانانو له پخوا دا اندېښنه درلوده، چې په افغانستان کې سالم سياسي اپوزېشن نه شته، يوازې د امتياز په خاطر ځينو ډلو او ډلګيو ځانته د اپوزېشن بېلابېل عنوانونه ټاکلي دي. د شپې د حکومت په غېږ کې لوېږي او د ورځې د مخالفت چغې وهي. تر کلونو وروسته دا روښانه نه شو، چې ملي ائتلاف، ملي جبهه، ټاکنیز اتحاد او د احزابو شورا رښتيا هم اپوزېشن دی که پوزېشن. په دغو جبهو کې له شته څېرو څخه ښکاري چې د يوې (درې) څو جبهې، څو څېرې، څو خولې، څو موقفونه او څو رنګونه شتون لري. افغانستان کې لويه بدمرغي داده، چې سياسي ډلو سياسي اصطلاحات هم وشرمول: څوک چې د خلکو په نوم راغلي وو، هغوی خلک ووژل، څوک چې د اسلام په نوم راغلي وو، هغوی اسلام ته زيان واړوه او څوک چې د اپوزېشن په نامه مطرح وو، نو هغوی اپوزېشن او پوزېشن دواړه وشرمول.
د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د ناوړه سیاسي مصلحتونو له امله وخت پر وخت داسي مقرري کیږي چه په هغو کې د افغانستان د ملی ګټو خیال نه ساتل کیږي. ولسمشر حامد کرزي څه موده د مخه سیما سمر یو ځل بیا په داسی حال کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون د مشري په توګه وټاکله، چه قانون تر دې زیات اجازه نه ورکوله. دغه راز ولسمشر حامد کرزي په دې نږدې وختونو کې شریف شریفي، چي له تیرې یوې لسیزې راهیسې د کنترول او تفتیش د مرکزي ادارې د ریس په توګه دنده ترسره کوي، یو ځل د شپږو کلنو لپاره پر دې دنده وګوماره، دا ډول کارونه د مضر سیاسي مصلحت نتیجه ده او ددي ولس په شکست تمامیږي. مارشال محمد قسیم فهیم، بسمه الله محمدي د ملي دفاع وزیر، صلاح الدین رباني د افغانستان د سولې عالي شورا ریس معلم عطامحمد نور د بلخ والي، د وسلوالو ځواکونو د اعلى قوماندانۍ درستيزوال جنرال دوستم او دې ته ورته د شمال ټلوالې سلګونه کسان د پوزیشن ډوډۍ خورې کار اپورزیشن ته کوي.
اوس په افغانستان کې مصلحتي ټيم حاکم دى او ولسمشر کرزي هم چې د شمال ټلوالۍ په انحصار کې قرار لري په خپلو وروستيو فرمانو کې يوځل بيا د ملي ارزښتونو او ګټو پر ځاى د اپوزیشن ګټې په پام کې نيولې دي.