تاند- متحده عربي امارات پرېکړه کړې چې افغانستان ته یو شمېر پوځیان ولېږي څو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وروزي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هم تایید کړه چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره یې متحده عربي اماراتو وړاندیز تایید کړی دی.
د دې لپاره چې متحده عربي امارات د ناټو غړیتوب نه لري، افغانستان ته د ځواکونو تر لېږلو مخکې باید د افغانستان د حکومت موافقه ترلاسه کړي.
متحده عربي اماراتو پخوا هم په افغانستان کې یو شمېر پوځیان لرل چې د امریکايي او ناټو ځواکونو ترڅنګ یې په افغانستان کې فعالیت کاوه.
د افغانستان د ملي امنیت شورا او د متحده عربي اماراتو حکومت افغانستان ته د لېږل کېدونکو اماراتي پوځیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
حاضردمه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۱۵ زره بهرني پوځیان په افغانستان کې مېشت دي چې اکثره امریکایان دي.
روزل موزل دې نه کوي، دا چلتاریان دې سیده جنګي ولایتونو ولسوالیو کلیو ته ولیږي چې له خپلو روزل شویو سپیو سره مخامخ شي یا به چلتاریان ښه وداړي زموږ د نیمې پیړۍ زهر به پرې وڅکي، یا به چلتاریان خپل سپي چغه کړي جهاد ومهاد به یې ورته په انټي جهاد ګاز ټس و پس کړي هههه چې په دواړه حالتونو کې مو خیر دی
Another vital mistake by world number two thinker, letting UAE military personnel to independently engage in Afghanistan, speeding long Arabs and Iranians rivalry – as if Pakistan and India rivalry wasn’t enough – there. The adverse consequence of such move far outweigh the little benefit of training if any.