طالبان په خپلو بحثونو کې د سیاسي نظام د مشروعیت لپاره یو تصور لري چې دوی یې له دین سره تړي خو تصور یې په نهایت کې مبهم، غیرعملي او غیرعادلانه دی.

 ولې مبهم دی؟ مبهم ځکه دی چې دوی مشروع نظام، اسلامي نظام بولي خو دې پوښتنې ته بیا واضح ځواب نلري چې کوم نظام به اسلامي بولو او کوم به نه بولو؟

 د صدر اسلام څلور واړه خلفا په بیلو بیلو طریقو انتخاب شول او له هغوی وروسته چې موروثي نظامونه راغلل نو هم علماوو ونه ویل چې غیر اسلامي دي. له تاریخي بحثه دا نتیجه اخیستلای شو چې په اسلامي ټولنو کې نظامونه په اسلامي او غیراسلامي ویشل، دومره اسانه خبره نه ده . امیر معاویه( رض) چې لوی صحابي و، موروثي نظام غیر اسلامي نه باله او هغوی چې د دریم او څلورم خلیفه خلاف تورې اوچتې کړې، د حضرت رسول اکرم( ص) صحابیان وو او بلکې ځینې خو یې په عشره مبشره کې شامل کسان وو.

 د افغانستان طالبان معمولا د نظام د اسلامي والي حکم علماوو ته پریږدي خو حقیقت دا دی چې علما په ډیرو لږو مواردو کې واحد نظر لري.

 یو وخت طالبانو په سلګونو ملایان په کابل کې جرګه کړل چې له شرعي نظره دا وګوري چې امریکایانو ته اسامه وسپاري او کنه؟ په هغه وخت کې د طالبانو استدلال دا و چې دوی خپل کارونه د ملایانو په خوله کوي. خو تیره اونۍ چې په کابل کې په زرګونو ملایان راټول شول او د سولې غوښتنه یې وکړه، طالبانو د هغوی غونډه او فتوا امریکایي وبلله.

 منظور دا چې نوم  د دین او اسلام او علماوو اخیستل خو په نهایت کې خپله خوښه کول او د خپلو سیاسي مقصدونو او ګټو په اساس دین او اسلام تعبیرول، هغه اعتراض دی چې د طالبانو په سیاسي نظر باندې کیږي.

  په عالم اسلام کې تر ټولو لوی او معتبر اسلامي پوهنتتون د الازهر دی. دغه راز په روحاني لحاظ تر ټولو معتبر کس د کعبې شریفې امام ګڼل کیږي. دغو دواړو مراجعو نه د انتحار تایید کړی دی، نه یې د ښځو د کار او تعلیم مخالفت کړی دی او نه یې په نورو چارو کې طالباني تعبیرونه منلي دي خو طالبان په دغسې ګڼو مثالونو کې بیا علما نه یادوي او ملایان او ملایي له نظره غورځوي.

 طالبان په ظاهره د خدای د اوامرو اطاعت کوي خو په پټه بیا د خدای اوامر په هاغه بڼه مني چې یوازې د دوی له تعبیر او ذوق سره سم وي. په پاکستان کې له جمیعت علمای اسلام څخه رانیولې تر جماعت اسلامي پورې دا عقیده لري چې د خپلې خوښې نظام به د رایو او انتخاباتو په اساس جوړوو، خو طالبان همدا اوس هم په خپل وطن کې د انتخاباتو په تخریب بوخت دي او ګڼ مسلمانان یې په دې تور وژلي دي چې په انتخاباتو کې فعاله برخه اخلي.

 د دوی سیاسي مفکوره ځکه غیرعادلانه ده چې په میم زر ما ټوله زما باندې عقیده لري. دوی استدلال کوي چې افغانستان کې ځکه اسلامي نظام پکار دی چې افغانان مسلمان دي خو په عمل کې بیا دا خبره نه مني چې افغانانو ته اجازه ورکړي چې د خپلې خوښې مشر او نظام ولري. که چیرې دوی ته واقعا د افغانستان خلک مسلمان ښکاري نو ولې اجازه نه ورکوي چې د خپلې خوښې او خپلې نظریې سره سم ژوند وکړي؟ او په خپله خوښه خپل مشران وټاکي؟

  طالبان اسلام مني خو هغه اسلام مني چې د دوی له خوښې سره سم وي. ګویا اسلام یې د خپلو نفساني او سیاسي غوښتنو لپاره پلمه او وسیله ګرځولی دی.

 سیاسي عدالت دا دی هر افغان یوه رایه ولري او دا حق ولري چې د خپلې خوښې سیاسي، اجتماعي او اقتصادي نظام جوړ کړي. سیاسي عدالت دا دی چې هره ډله د قانون په چوکاټ کې د سیاسي فعالیت اجازه ولري او هیڅوک تر بل ځان زیات ونه بولي. عدالت دا دی چې افغانستان د ټولو افغانانو کور وي او داسې نه چې خاصه ډله دې پکې د خلکو له ږیرې رانیولې د اولاد تر تعلیمه پورې په هر شي کې مداخله وکړي او دا مداخله دې هم صرف په زور او جبر وي.

 په افغانستان کې چې په تیرو کلونو کې ډیرې وینې تویې شوې دي، یو لوی علت یې همدا د ظلم او بې عدالتي یو اړخیزه سیاسی نظریه ده چې نور محمد تره کی پیل کړه، ملا عمر ادامه ورکړه او تر اوسه پورې ادامه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *