تورې کوڅۍ يې پر دې هيله سپينې کړې، چې زامن به مې رالوی شي، د ګټې وټې به شي، خو نیابتي جګړې بیا کله زموږ پر شونډو خندا او خوښۍ لورېدلې ده، هر وخت يې زموږ خندا په سلګيو اوخوښۍ يې په غم بدله کړې ده.
د يوې داسې کورنۍ ځلميان په ابدي خوب ويده شول، چې تر دې په خوا يې هم څو ځله د غم اوښ د کور مخې پلتۍ وهلې وه.
غم زموږ مېنه ليدلې ده، کال دوه مخکې د همدې کورنۍ زړور سرتېري د اندړو په محکم کلي کې ځانمرګي بريد ګر ته غېږ ورکړه اود کليوالو د ساتنې لپاره يې خپل ځان قرباني کړ.
يوه داسې ويرمنه کورنۍ، چې مشر ورور يې ترهګرو له ځان سره يووړ او څو ورځې تر سختو شکنجو لاندې و، خو کله چې يې له خوارجو څخه نجات وموند، نو د دولت په ننګه يې ټوپک واخيست او په شهادت ورسېد.
د يوه داسې پلار د وير کيسه ده، چې له نن څخه دوه کاله وړاندې يې ترهګرو یوه پاک لمنه لور صحرايي محاکمه کړه، تر څو د شهيد حیات خان غچ د کورنۍ له غړو څخه واخلي، د يوه داسې پلار د ژوند ويرمنه کيسه ده، چې تېر کال همدا ورځې يې لور په هوايي بريد کې په شهادت ورسېده.
زموږ د کلي ويرجنه کيسه لکه د ټول افغانستان د وير او درد کيسه داسې ده.
شهيد عبدالله خان چې اپنډکس شوی و، زموږ ولسوالي هسې هم له نورو ولسواليو سره ډېر توپير لري، په ټوله ولسوالي کې هيڅ روغتيايي مرکز شتون نه لري، چې له ناروغ سره لومړنۍ روغتيايي مرستې وکړي، نو دوی مجبور شوي و، چې ناروغ د ښرنې ولايتي روغتون ته ورسوي، د ښرنې ولايتي روغتون کې هم ډاکترانو ځواب ورکړی، دوی د غزني په لور حرکت کړی او د اندړو سلطان باغ په سیمه کې د ترهګرو په ښخ شوي ماين برابر شوي او ټول په شهادت رسېدلي دي.
دلته به د يوې بورې موراحساس څنګه وي، چې تر دې پخوا يې هم د اولادونو بې سېکه وجود ته د بې وسۍ اوښکې تويي کړې دي، دلته به د يوې مېرمنې درد څړيکې څنګه ارامې شي، چې تر دې وړاندې هم د ژوند ملګري يواځې پرې ايښې وه.
د يوه داسې پلار د زړه درد دی، چې د خپل زوی له مرګ څخه وروسته يې د سترګو ديد کم شو، کمزوری شو، په ملا راغبرګ شو، خو بیا يې هم هيلې او اميدونه شهيد بچي ته و، چې دغه اسره هم خدای ترې واخيستله.