ودان روښان
درنو لوستونکو دا ځل مې د باچاخان د « زما ژوند او جد جهد » کتاب د حج سفر یوه برخه برخه راخیستې چې هم د پرون او هم د نن په اړه موږ افغانانو ته نړۍ لوست لري. داسې ښکاري چې باچا خان د پاکستان او اسراییلو له جوړېدو وړاندې یانې له ۱۹۴۷ کال وړاندې د حج په سفر تللی و.(ل)
د یادونې بولم چې ما کټ مټ د خدای بښلي باچا خان لیکدود رااخیستی:
«… بیا بیت المقدس ته روان شو، د حجاز د یو واړه بندر (پورت)(رابع) نه مصر ته لاړو کله چې زموږ جهاز د سویز په بندرګاه ودریدو او مونږ ترې کوز شو نو زما اراده وه چې د قاهرې او اسکندریې ښارونه هم وګورو په دې اراده زه وروغوندې یو مصري افسر ته ورنږدې شوم او دا خبره مې ورته وکړه دا مې هم ورته ووې چې موږ ستا د اسلام وروڼه یو امید دی چې ته به موږ سره په دې کښې امداد وکړې. د مسلمان د ټکي د اورېدو سره هغه موسکی شو او ماته یې ووې چې نن ستا ضرورت دی، نو زما مسلمان ورور یې او چې سبا پیرنګیان په موږ حمله وکړي بیا نو مسلماني او ورورولي چیرته لاړه شي؟ تاسو د هندوستان خلک مسلماني چیرته پېژنئ ستاسو اسلام خو پیسه ده. تاسو داسې یو قوم یئ چې د پیرنګي د یو اته انیز د پاره مو ټوله دنیا د پیرنګي غلام کړه او دا مونږ هم چې د پیرنګي غلامان یو دا هم ستاسو د لاسه که زمونږ اختیار وی نو داسې ناپاک او منحوس قدم به په دې خاوره پرې نږدو، ددې په اورېدو زه چپ شوم. دلته موږ لس ورځې په کورانتین(قرنطین) کې تېرې کړې… . په فلسطین کښې یهودیانو ښکلي ښکي نوي، ښارونه او باغونه جوړ کړي دي او لګیا دي جوړوي یې لیکن مسلمانان یې لا هماغه شان په غفلت کې پراته دي او امام مهدي صاحب ته په انتظار ناست دي چې مونږ به پخپله څه نه کوو هغه به راشي او هغه به راله هرڅه راکړي. دوی دومره بې علمه او بې خبره دي چې امام خو پرېږده چې پیغمبر راغلی دی او خپل قوم ورسره ملا تړلې نه ده نو پیغمبر کامیابه شوی نه دی. په بیت المقدس کښې زما د مسلمانانو وروڼو عربو سره په دې باندې ډېرې خبرې شوې وې زه چې به د بیت المقدس نه بهر ووتم کومه ځمکه چې به مې ولیده شاړه او ریګ دی نو چې تحقیق به مې وکړو نو معلومه به شوه چې د عرب ده او کومه ځمکه چې به اباده وه په هغې که به یو وړوکې غوندې بنګله او باغ و نو چې تپوس به مې وکړو وې دا د یهود ده او دغه شان د کلو حال و. د یهودیانو ښکلي ښکلي اباد او پاک کلي او ښکلی ژوند او دعربو به درته څه ذکر کوم او بله داچې سحر به ووتم یهودیان به ښځې ، نر لګیا وو کارونه به یې کول او په بیت المقدس کښې چې به سحر هوټل ته لاړم څوک به پکښې نه و چې غرمه به لاړم څوک به پکښې نه و چې مازدیګر به لاړم نو هوټل به ډک و ښکلي ښکلي میزونه به لګېدلي وو، خلکو به ښکلې ښکلې پاکې، صافې جامې اغوستې وې چا به چای څکله،چا کافي، او چا د انګورو اوبه او چې د عربو هوټل له به لاړم نو که سحر و هم به خلک پکښې ناست وو که غرمه وه هم د خلکو نه ډک و او که مازیکر و هم به خلک پکښې وو غټ غټ چیلمونه به پراته وو، چیلم به هلته اوړېدلی او سر به یې یو ځای پروت و د دوی هوټل کښې هغه صفایي نه وه کومه چې د یهودانو په هوټل کښې وه او لګیا به وو لوبې به یې کولې زه پرې نه پوهېدم چې څه لوبې یې کولې یوه ورځ مې دې عربو ورونو ته و وې چې تاسو په کومه دنیا کې یئ لږ سترګې وغړوﺉ زه چې ستاسو په دې ملک ګرځم چې چیرته شاړه ځمکه وي او ریګ وي نو چې تپوس وکړم چې د چا ځمکه ده؟ نو وایي چې د عرب ده او چې ښکلې اباده ځمکه او باغ او بنګله ووینم نو چې تپوس وکړم چې دا د چا ده؟ نو وایي دا د یهودي ده. تاسو دې خپل ژوند ته وګورئ او د هغوی ژوند ته وګورئ که علم مو نشته نو سترګې خو مو شته، نو په هغوی کې یو کس جواب راکړو چې مونږ دا شاړې ځمکې په یهودانو باندې خرڅوو چې ابادې یې کړي او اوس اخري صدۍ ده امام صاحب به راشي او دا هرڅه به زمونږ شي. زما خیال و چې ملا صاحب ګیني یوازې مونږ پښتانه امام صاحب ته کښینولي یو لیکن عرب غریبانان یې هم ورته کښینولي دي. اوس مې کله ناکله خیال پیدا شي چې فلسطین ته لاړلی او د عربو نه مې تپوس وکړای چې هغه ځمکې ستاسو شوې او که د یهودانورشوې؟ څوارلسمه صدۍ خلاصه شوه.
یوه ورځ زه د بیت المقدس نه باهر سیل ته ووتم یو ځوان عرب راسره ملګری شو ما له لږه لږه عربي راتله هغه سره مې خبرې شروع کړې ورته مې ووې چې بیت المقدس خو ډېره ترقي کړې ده نوي نوي سرکونه پکښې پیرنګیانو جوړ کړل او نوې نوې ابادۍ یې پکْښې وکړې هغه ماته وکتل څه یې ویل لیکن چپ شو او ما له یې هیڅ جواب رانه کړو ما ورته ووې چې ولې چپ شوې نو هغه رانه پوښتنه وکړه چې ته هندی یې؟ خو ما ورته ووې چې اخر ستا مطلب څه دی؟ هغه راته ووې چې هندیان ډېر خراب خلک دي د هغوی کار بغیر د مخبري نه نور هیڅ نشته په دې ټول ملک کښې خلک هندوستاني ته په ډېر نفرت سره ګوري دوی ته ډېره ګناه وه ځکه ددنیا په لوی جنګ کښې دې خلکو سره هندوستانیانو او د هندوستان فوج چې څه کړي دي، د هغې سزا دې دوی له خدای ورکړي. ددې هندوستاني فوج اکثریت د مسلمانان وو(۱)« دا نو هغه مسلمانان وو چې وروسته یې پاکستان جوړ کړ»(ل)…»
خپله تاسې قضاوت وکړئ!
(۱) عبدالغفار، زما ژوند او جد او جهد ۳۲۶ -۳۲۷ – ۳۲۸ مخونه.