سپینه ماڼۍ

تاند- د افغانستان د حکومت له لوري طالبانو ته د اوربند له اعلانه وروسته امریکا وویل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون ته تیار دی.

د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د امریکا استازې لیزا کرټس د پنجشنبې په ورځ وویل، د افغانستان د حکومت له لوري له طالبانو سره د اوربند له اعلانه وروسته د امریکا متحد ایالتونه حاضر دي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په خبرو کې برخه ولري.

وسله وال طالبان له کلونو راهیسې د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیزونه ردوي او وايي چې د سولې خبرې یوازې له امریکا سره کوي.

د امریکا د دې جګپوړې چارواکې دا خبره چې امریکا حاضره ده د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، د طالبانو په وړاندې د امریکا په دریځ کې یو بل نرمښت دی.

مېرمن کرټس، چې د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د منځنۍ اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ جګپوړې استازې ده، په عین حال کې وايي چې امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب رول نه شي لوبولی؛ خو په خبرو کې برخه اخیستلی شي.

«امریکا حاضره ده چې په خبرو کې ګډون وکړي، خو موږ د افغانستان د حکومت او خلکو پر ځای خبرې نه شو کولی. سیاسي جوړجاوړی باید د خبرو له لارې وشي چې باید د افغانانو له لوري او د افغانانو په مشرۍ وي.»

دې همداراز وویل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان اندېښنو ته پاملرنه مهمه ده.

«دې حقیقت ته په کتو چې د حقاني شبکې په ګډون طالبان له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې پاکستان کې پناهځایونه لري موږ له پاکستان څخه د سولې په پروسې کې د تسهیل لپاره مرسته غوښتې او هڅه مو کړې چې د پاکستان امنیتي اندېښنې درک کړو او دا یقیني کړو چې دا ګواښونه د سولې په هره پروسه کې په پام کې نیسو.»

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د افغانستان د حکومت د سولې ټول وړاندیزونه رد کړي دي خو د موقت اوربند د وروستي اعلان په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

که څه هم له پرون راهیسې، چې د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ، طالبانو لږترلږه ۳ دیني عالمان وژلي دي.

ګومان کېږي طالبان هغه ملایان او دیني عالمان وژني چې د کابل په وروستي کنفرانس کې یې ګډون کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *