ښایي د نړۍ بل هیڅ قوم او ملت دومره اوږده جګړه نه وي تجربه کړې. ډېر زوړ اصل دی چې وایي که ملتونه جګړه پای ته ونه رسوي جګړه به ملتونه ختم کړي.
که وکتل شي د شملې پیړۍ له وروستیو ۲۲ کلونو بیا د یوویشتمې پېړۍ تر نږدې شلو کالو پورې په افغانستان کې د جګړې اور بل دی. د ځمکې پر سر بل هیڅ قوم او ملت دومره اوږده موده د جګړې په اور کې نه دی سوځېدلی، د تېرې پېړۍ اوږده جګړه د ویتنام جګړه وه چې ټول ټال ۲۵ کاله وغځېده، پاتې نورې جګړې لکه د بنګلادیش جګړه چې د هند پوځ پر مټ له یو کال په لږ موده کې یې برخلیک وټاکل شو، د کبودیا جګړه هم له ۱۵ کالو اوږده نه شوه، یواځې د عربو او اسرایلو جګړه اوږده ده خو هلته بیا ښکیل لوري د جلاجلا دینونو، تارخ، کلتور او د خاورې پر سر لانجه کې راګیر دي چې یو لوری هم پر خپله برخه نه قانع کېږي.
خو د افغان پر کور د جګړې نازل شوی افت سره له دې چې په بېلابېلو پړاوونو کې یې بهرني لوبغاړي بدل رابدل شوي خو اصلي اور یې خپله د افغانانو تر منځ بل دی. که وکتل شي په ۱۳۵۷ کال کې یو شمېر پوځي افسرانو د محمد داوود خان په مشري مشروع حکومت د کودتا له لارې راوپرځاوه خو له لږ ځنډ وروسته یې د لنډ فکري په سبب په خپل کور کې اور بل کړ چې د زبرځواکونو پښه یې هېواد ته راکش کړه. د افغانستان له کورني اړودوړه د هغه وخت بدنیته ګاونډیانو یانې پخواني شوروي او پاکستان ناوړنه ګټنه وکړه، داسې چې شوروي پر افغانستان یرغل وکړ او پاکستان ته د افغانستان وراني له پاره د خپلو پخوانيو پلانونو موقع په لاس ورغله او دادی تر ننه افغانستان د اور په لمبو کې سوځي.
اوس چې ولسمشر غني د سولې په پار د شاوخوا درې زره دیني عالمانو غوښتنې ته مثبت ځواب ویلي او د ښه نیت ښودلو په پار په متبرکو شپو ورځو یانې د مبارکې روژې له ۲۷ نیټې د کوچني اختر تر ۵ پورې اور بند اعلانوي دا خپله یو بې ساری فرصت دی چې که خدای وکړي دا د افغان غمیزې پای ته رسولو نیکمرغه پیلامه او الاهي رحم او کرم وي.
ولسمشر غني افغان ځواکونو ته امر کړی چې په یاده نیټه کې له افغان طالبانو سره اوربند وکړي او ټول یرغلیز عملیات ودروي خو د داعش، القاعدې او نورو بهرنیو اورپکو خلاف خپلو یرغلیزو ګوزارونو ته دوام ورکړي.
امریکایي ځواکونو هم ویلي چې د اوربند په اړه د ولسمشر غني د اعلان هرکلی او هغه په جدي توګه په پام کې نیسي.
دغه راز، ناټولو او ملګروملتو هم د ولسمشر غني دغه نوښت ستایلی او ملاتړ یې کړی دی.
سره له دې چې ولسمشر غني د اوربند ټول جزیات نه دي وړاندې کړي خو ژمنه یې کړې چې راروانه اوونۍ به په یوه پراخه غونډه کې د اوربند جزیات ټولیز کړي.
داسې ښکاري چې ولسمشر غني په دې اړه له پوځي او سیاسي کارپوهانو سره پر سلا مشوره بوخت دی او ښایي داسې تدبیرونه په پام کې لري چې له دغه اوربنده مخالفین ناوړه ګټنه او ددولت اعلان شوي اوربند په ورځو کې ځانونه بیا ځلي بریدونه ته چمتو نه کړي. ښایي داسې تدبیرونه ونیول شي چې په دغه وخت کې د مخالفینو ټول خوځښتونه تر کلکې څارنې لاندې وي. داسې نه چې په دغه وخت( د روژې له ۲۷ مې د ۵ نیټې) مخالفین خپل ځواکونه او وسلې په حساسو ځایونو کې ځای پر ځای چې بیا وروسته په اسانۍ سره پر دولتي ځواکونو بریدونه وکړي.
ښایي دا هم وویل شي چې د اوربند پر وخت به د مخالفینو ټول خوځښتونه تر کلکې څارنې لاندې وي او که هغوی له دغه فرصته ناوړه ګټنه وکړي تر کلکو ګوزارونو لاندې به ونیول شي.
خو طالبانو لا هم د ولسمشر غني اوربند ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی داسې ښکاري چې هغوی به هم په خپلو او هم تر ډېره له خپلو ملاتړو سره پر سلا مشوره بوخت وي. ښایي طالب مشران او ملاتړي یې د ولسمشر غني د اوربند اعلان تمه نه درلوده او اوس به داسې لاره چاره لټوي چې ددغه اعلان له رواني اغیزو خپلې لیکې خوندي وساتي، دا ځکه چې دوی پر دې ښه پوهېږي چې ملت له جګړې ستړی او پوزې ته رسېدلی او ددوی د لومړیو لیکو جګړه مار هم د ملت برخه دي نو ځکه خو مشران د خپلو لیکو ساتلو ته اندېښمن دي او غواړي خپل ځواک یو موټی وساتي.
بله دا چې له جګړې ستړی ملت سولې ته تږی او دغه اعلان ورته جوتوي چې څوک سوله او څوک جګړه غواړي نو که نن د طالب د ټوپک شپېلۍ له ویرې چې پر سر یې اېښودل شوې خپل غږ نه شي پورته کولی ښایي نور له ټوپکه هم ونه وېرېږي ځکه چې پر دې پوهېږي چې که نن نه وي نو سبا یې وار رسېږي پر همدغه دلیل به نور د مرګ ویره هم د خلکو غږ پورته کولو او جګړې ته نه ویلو مخه ونه شي نیولی دا هغه څه دي چې طالب مشران سخت ترې وېرېږي.
د طالب مشرانو چپتیا بل لامل دا هم کېدی شي چې هغوی په خپلو کې یو پربل بې باوره دي او دا شونې هم ده ځکه چې څه موده مخکې امریکایي لوړ پوړو پوځي چارواکو ویلي چې د طالبانو ځینې مشرانو د سولې له پاره چمتووالی ښودلی نو اوس ښایي ځینې طالب مشران او ملاتړي یې وېرېږي چې د طالبانو ځینې لوري د ولسمشر غني د اوربند هرکلی وکړي، که داسې وي نو طالب مشرانو ته بویه چې که رښتیا د خپل واک خاوندان وي نو نور دې د پردیو د ګټو او ستراتېژي پلي کولو په خاطر خپل کور د جګړې په لمبو کې نه سوځوي او ټول دې پر یو غږ د سولې دغه نوښت ته هرکلی ووایي.
طالبان دې له خپلو اسلافو( مجاهدینو) لوست واخلي هغوی له ډاکتر نجیب الله سره سوله ونه کړه او ویل یې چې له اسلامي حکومت( خپلې واکمنې)په لږ څه نه قانع کېږي خو څه ګټه یې وکړه؟ اسلامي دولت یې جوړ کړ؟ له جنګ جګړو، ورانۍ، تباهي، کرکې او په ملت کې له نفاق او دوښمني پرته بل کوم میراث ترې پاتې شو؟ نو طالبان دې هم په ګریوانونو کې سرونه کښته کړي چې تر کله به له دغه قوم قرباني اخلي؟ هغه ډول چې مجاهدین خپلو موخو ته ونه رسېدل دوی دې هم ډاډه اوس چې نه شي رسېدلی! جګړه د بدمرغۍ له دوام پرته بل هیڅ لاسته راوړنه، نه لري نو ځکه خو باید له دغه فرصته ګټنه وکړي او د جګړې پر ځای د سولې لار خپله کړي.