د برنډې پر ستن یې اوږه تکیه کړې وه. په یوه لاس کې یې عکس و، بل لاس یې د لاس پر لرګي نیولی و. یو ځل به یې عکس ته کتل بیا به یې باران ته سترګې غړولې. د باران څاڅکي پر پخې مځکې لګیدل، لټیدل. د اوبو داسې ټکاری و لکه څوک چې جوار نینه کوي.
برنډې ته له کوټې راوتلې دروازه پرانیستې وه. د ده ملګري هلته په کوټه کې پنډ وو، د فوټبال لوبه یې پر تلویزیون لیده.
ده عکس واړاوه راواړاوه، په عکس کې یې پښه لانه وه غوڅه شوې، د ګول مخې ته په منډه ښکاریده. عکس یې باران ته په لپه کې ونیو. د باران اوبو ته تصویر کاسه شو، تصویر له اوبو سره دروند شو.
ده یې اوبه توی کړې. عکس یې پر ټټر وموښه. له جیبه یې لایټر راوایست، عکس ته یې بل کړ. لوند عکس نه لمبه کیده.
ملګرو یې چیغه کړه:
« ګووووول…»
له دې نارې سره یې لایټر او عکس له لاسه ولویدل. وروڅکیده عکس یې راکش کړ، د عکس رنګ الوتی و.
پای