د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني

تاند- د افغانستان ولسمشر د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني برطرفه کړ.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د علي احمد عثماني پر ځای د دغه وزارت مرستیال انجنیر محمدګل خُلمي ته د وزارت د سرپرستۍ مسوولیت سپارل شوی دی.

خبرپاڼه وايي چې ښاغلی خُلمي به د نوي وزیر تر معرفي کېدو او ولسي جرګې ته د باوررایې د ترلاسه کولو لپاره تر پېژندل کېدو پورې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پاتې شي.

له څه مودې راهیسې داسې اوازې وې چې ولسمشر غني د ښاغلي عثماني له کارونو راضي نه دی.

دا هم ویل شوي چې ښاغلي عثماني د ځینو بندونو په اړه د ایران له غوښتنو سره سم عمل کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *