تاند- د سعودي عربستان یوه ډاکتر د دغه هیواد د یوه محافظه کار ملا هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې و موټرچلول د ښځو رحم ته زیان لري.

د ښځینه ناروغیو متخصص ډاکتر محمد بکنه د محافظه کار ملا شیخ صالح څرګندونې غیرعلمي وبللې، ویې ویل: علمي(ساینسي) څېړنو ثابته کړې نه ده چې موټرچلول دې د ښځو پر تولید مثل اغېز ولري.

شیخ صالح
شیخ صالح

شیخ صالح ویلي، هغه ښځه چې موټر چلوي، پر رحم یې ناوړه اغېز کېږي چې په نتیجه کې یې د ښځو د امیندوارۍ امکان کمېږي.

شیخ صالح او د سعودي عربستان نور محافظه کاره ملایان د ښځو د موټرچلولو مخالف دي. خو د ښځو پر موټرچلولو د بندیز لپاره شرعي دلیل نه شي وړاندې کولی. ویل کېږي چې ښايي شیخ صالح د همدې لپاره طبي دلایلو ته پناه وړې وي.

په همدې حال کې په سعودي کې د ښځو د موټرچلونې لپاره یوې مخکښې کمپاین کوونکې ډلې له ښځو غوښتي چې د راتلونکې اکتوبرمیاشتې په شپږ ویشتمه د ښځو د موټرچلونې د بندیز پرخلاف په موټرونو کې سړکونو او واټونو ته راووځي او دا بندیز په خپل سر پای ته ورسوي.

د سعودي عربستان په قوانینو کې داسي کومه ماده نشته چې ښځې موټر نه شي چلولی خو د ترافیکو ادارې ښځو او نجونو ته لایسنس نه ورکوي.

ډېرو سعودي ښځو موټر زده دی خو واټونو ته په موټرو کې راوتلی نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *