تاند- اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د اوبو او انرژۍ د وزیر علي احمد عثماني له برطرفۍ سره مخالفت وکړ او نوموړی یې د کابینې یو بریالی وزیر وباله.
د اجراییه ریاست له لوري په یوه خبرپاڼه کې، چې د ارګ له لوري د عثماني له برطرفۍ شاوخوا ۱۰ ساعته وروسته خپره شوې، راغلي چې د ښاغلي عثماني د کار په دوره کې تر ټولو ډېرې پروژې پرانیستل شوي چې دا د نوموړي او د هغه د کاري ډلې د زیار نتیجه ده.
د اجرايي ریاست په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د ښاغلي عثماني په اړه پرېکړه به له چین څخه د ولسمشر تر راستنېدو وروسته د ملي یووالي د حکومت له روحیې سره سم وشي.
اجرايي ریاست همداراز ویلي چې د ولسمشر تر راتګ پورې به علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ارګ نن /شنبه/ اعلان وکړ چې ولسمشر غني د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني برطرفه کړی او د هغه پر ځای یې د دغه وزارت مرستیال انجنیر محمدګل خُلمي ته د وزارت د سرپرستۍ مسوولیت سپارلی دی.
د ولسمشر غني د پرېکړې په وړاندې د اجرايي رییس عبدالله عبدالله مخالفت د ملي یووالي په حکومت کې د اختلاف د ژوروالي یوه بله نښه ده.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي عبدالله د بریتانیا د سفر په لړ کې تېره ورځ بي بي سي ته په مرکه کې ادعا وکړه چې د ملي یووالي په حکومت کې د پام وړ او جدي اختلافات نشته.
ښاغلي عبدالله تر دې وړاندې د الیکترونیکي تذکرو په وېش کې له افغانیت سره د مخالفت په برخه کې د خپل جمعیت ګوند په ګټه دریځ غوره کړی و او د الیکترونیکي تذکرو د وېش د درېدو غوښتنه یې کړې وه.
ادعا کېږي چې ښاغلي عثماني د پکتیا د مچلغو بند په ګډون د ایران په پوله کې د فراه د بخش اباد او د نیمروز د کمال خان بندونو د جوړولو په چارو کې خنډونه جوړول.
د عثماني مخالفان تور پورې کوي چې نوموړي په افغانستان کې د ایران ګټو ته ترجیح ورکوله.
ismaeel khan was minister/but he was close with Iran.
NOW HONOR PRESIDENT WANT BUILD DAM IN FARAH&NEEMROOZ
OSMAANI ALSO COME FRIEND WITH IRAN.IF NOT?
PRESIDENT WORKING HARD FOR BUILDING OF DAM AND PROJECTS
.WE HAVE MANY SOLDOUT AFGHANS FOR IRAN&PAKISTAN.
EVERY ONE KNOWS IRAN IS AGAINST WATER DAM IN AFGHANISTAN.
WE WANT LONG LIFE FOR THIS PRESIDENT.
DEATH ON PAKISTANI&IRANI SOLDOUT AGENTS,
If some one doesn’t work the way his Boss wants, that person must be fired. Mr Usmani must have worked according to the guide lines set by Mr. Ghani not set by Iran. One of the US President Harry Truman during WW2 fired a six stars army general Mr MacArthur because the general did not follow the president’s guide lines.