د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز

د پیاوړو لیکوالانو او ژباړنانو رسا پته

خبرپاڼه

د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز او د هېواد د لیکوالانو شبکه د سپټمبر 30 نېټه چې په ټوله نړۍ کې د ژباړن له نړیوالې ورځې سره برابره ده د افغانستان ټولو ژباړنانو، لیکوالانو فرهنګ پالو او ټول ولس ته مبارک وايي. ژباړن او ژباړه هغه څه دي چې د یو هېواد د ژبې له پياوړتیا او بډاینې سره مخامخ مرسته کوي. په افغانستان کې د ژباړې اهمیت ته په کتلو سره، دغې برخې ته بایده پاملرنه نه ده شوې. د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز چې له کلونو راهیسې په هېواد کې د ژباړې په برخه کې مسلکي کار کوي، په ټولو دولتي او نا دولتي او مدني ټولنو غږ کوي چې په دغه مهمه برخه کې پوره پاملرنه وکړي او د عملي مراکزو ملاتړ وکړي. او د افغاني ژبو د بډاینې لپاره پوره هڅه وشي.  د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز د هېوادوالو لپاره د بډايو علمي زېرمو شتون، د معياري ژبې وده، د پرمخ يون لپاره د وړتياوو رامنځته کول او په خپلو پښو درېدو ته د هېواد چمتو کول، د مسووليت  منونکې واکوالۍ را منځته کېدو ته لاره هوارول، د خپل بډاى کلتور ساتل او د عمومي پوهاوي د کچې لوړوالى د خپلو موخه منځپانګه بولي.

په درنښت

د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز

کابل، افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *