محمدالله محمدي

په انسان کې احساس، جراات، وجدان او د حق پاللو احساسات او جذبات پیاوړي له وېرې او ترور څخه دي، نو وېره، وحشت او انتحار نه شي کولای د خلکو خولې بندې کړي.

طالبانو په کابل کې د دیني عالمانو د یوې غونډې پر ګډونوالو انتحاري برید وکړ. دغه غونډه د سولې لپاره بلل شوې وه او دې غونډې وویل چې هر ډول جګړه د افغان حکومت او افغانانو په وړاندې حرامه ده او د دولت له مخالفانو یې وغوښتل څومره چې زر کېدای شي باید د سولې خبرو ته کېني.

دوی انتحار او انتحاري بریدونه ناروا وبلل او له طالبانو یې وغوښتل چې دغه بریدونه ودروي.

د غونډې ګډونوالو له افغان دولته هم د سولې غوښتنه وکړه او سربېره یې له دولته د یوطرفه اوربند د اعلان غوښتنه هم وکړه.

دغه غونډه بیا جوړېدونکې ده، کېدای شي چې دا وار یې لحن د طالبانو په وړاندې سخت او خشن وي، ځکه د غونډې ګډونوالو چې غوښتل بېطرفانه دریځ ولري د طالبانو له خوا طرف او دا چې انتحاري بریدونه یې حرام ګڼل د دغو بریدونو هدف وګرځېدل.

طالبانو خپل دغه عمل داسې توجیه کړ، چې ګوندې دغه عالمان غواړي پر دوی د سولې لپاره پر فشار راوستلو او له سولې سره امریکایانو ته ورتسلیم کړي، خو طالبانو خپلې د دې خبرې د پخلي لپاره هېڅ دلایل وړاندې نه کړل، چې په سولې سره دوی څنګه امریکایانو ته ورتسلیمول کېږي.

امریکایانو خو تر ننه طالبان له نورو تروریستي ډلو جلا ګڼلي او یوه مخالفه سیاسي ډله یې ګڼلې ده، د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د دوی د مشرانو په نوم اېستلو کې یې مرسته کړې، د سولې د بهیر ملاتړ یې کړی او ان تر دې چې د دوی په وړاندې یې جګړه نه ده اعلان کړې او خپل عملیات یې درولي او یوازې د هغو طالبانو په وړاندې عملیات کوي چې یا دوی په نښه کوي او یا کوم تروریستي عمل کوي.

خلک به د طالبانو داسې پلمې او بهانې بې بنسټه وګڼي او کېدای شي طالبان د ملي او دیني مصالحو په وړاندې په طرف ګرځېدلو سره یوازې د دیني عالمانو خواخوږی له لاسه ور نه کړي، بلکې د ټول ولس خواخوږی به له لاسه ورکړي او د دوی په وړاندې به طرف وګرځي.

طالبان د پوره سیاسي ډیالوګ امکانات لري، د بیان له ازادۍ باید وېره ونه لري، خو د بیان د ازادۍ په وړاندې د انتحاري بریدونو کارول او د خلکو وېرول، نه شي کولای د خلکو خولې بندې کړي، بلکې دا به په ټولنه کې د طالبانو حیثیت نور هم راټیټ کړي چې د سیاسي ډیالوګ جراات او بیان ازادۍ ته درناوی نه لري.

د طالبانو پر خلاف افغان دولت بیا د دیني عالمانو له پرېکړو ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې په خپله برخه کې به د دوی د پرېکړو درناوی وکړي او هغه به ومني او عمل به پرې وکړي.

ولسمشر غني سمدستي وویل چې د دیني عالمانو د پرېکړې پر بنسټ به حکومت ته دنده وسپاري چې د یوطرفه اوربند پر پلان کار وکړي او تر دویمې غونډې وروسته دغه پلان عملي کېدو ته چمتو کړي.

که چېرې افغان حکومت په رښتیا دغه کار وکړي، نو د دیني ارشاداتو پر بنا د طالبانو د جګړې حیثیت ته به سخت زیان ورسېږي. ځکه د دوو مسلمانو ډلو ترمنځ د جګړې په صورت کې د قرانکریم وینا دا ده چې الله ج فرمايي، تاسو مې د قبیلو او قومونو په ډول پیدا کړئ چې تر څو یو بل سره وپېژنئ.

 په تعریض سره دلته الله ج د رنګ، قوم او توکم پر بنسټ جنګ او جګړه حرامه کوي او دلته اصل د ورورګلوۍ دیني مشارکت بولي، ځکه په ورپسې آیت کې راځي، چې مومنان سره وروڼه دي او تاسو د وروڼو ترمنځ سوله وکړئ. دلته د جګړې دویم صورت چې سوله ده، پر سوله ټینګار کوي او جګړه د مسلمانانو ترمنځ ردوي. په دې پسې د جګړې درېیم صورت چې له سولې انکار دی راځي او الله ج جواز ورکوي، چې وجنګېږئ له هغه چا سره چې له سولې سرکشي کوي، تر هغه ورسره وجنګېږئ چې سولې ته غاړه کېږدي او کله یې چې غاړه کېښوده او له سرکشۍ یې لاس واخیست، نو ظلم او تېری ورسره مه کوئ.

د دغه آیتونو پر بنا، که طالبان له حکومت سره سولې ته غاړه نه ږدي، نو د معضلې درېیم اړخ چې ولس دی، نو ولس به هم جواز پیدا کړي چې له طالبانو سره تر هغې وجنګېږي چې تر څو له سرکشۍ لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي.

پخوا داسې فکر کېده چې ګوندې افغان حکومت او امریکایان او یا ځینې کړۍ یې له طالبانو سره سوله نه غواړي، خو اوس هم امریکايي چارواکو د افغان سولې ملاتړ کړی او هم د افغان حکومت له خوا د کابل په نړیواله غونډه کې د سولې لپاره یوه جامع طرح وړاندې شوه، له طرحې وروسته د مسکو او بېجنګ بهیرونه او ورپسې د پاکستان بهیر راپیل شول، اوس دا دی د دیني عالمانو غونډې، پرېکړې او فتواوې روانې دي او ورپسې دولت یواړخیزه اوربند ته چمتووالی ښودلی او په دې سره افغان دولت د قرانکریم له پورتنیو ارشاداتو سره سم د سولې او تقوا په باره کې خپله ژمنه او برلاسي په ډاګه کوي او د طالبانو د جګړې حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي.

تر دې وروسته به طالبان هېڅ وخت او چانس ونه لري چې له مذهبي موقفه د خپلې جګړې د تقدس ښودنې لپاره کار واخیستلای شي. ځکه هره هغه ډله چې د خپلې مخالفې ډلې د سولې له وړاندیز څخه سرکشي او انکار کوي، نو پر نورو مسلمانانو واجب ګرځي چې له دې ډلې سره تر هغې وجنګېږي چې له سرکشۍ لاس واخلي او  سولې ته غاړه کېږدي.

د طالبانو په وړاندې د افغان دولت یو اړخیزه اوربند به دا معنا ولري، چې افغان دولت تېری کوونکی نه دی او د یوه مسلمان په توګه له طالبانو سره جګړه نه غواړي او که طالبان د دوی اوربند ته هم شا کړي، نو دوی به تېري کوونکي او واجب القتل ثابت کړي او ابتکار به یې له لاسه ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *