ملا رسول اخوند

تاند- د افغان طالبانو یوې انشعابي ډلې اعلان وکړ چې د افغانستان د حکومت د اوربند له اعلان وروسته یې پرېکړه کړې چې تر نامعلومې مودې پورې اوربند وکړي.

د افغانستان حکومت د روژې له ۲۷ د کوچني اختر تر پنځمې پورې د طالبانو ټولو ډلو ته اوربند اعلان کړی دی.

د هیبة الله اخوندزاده په مشرۍ طالبانو د افغانستان د حکومت د اوربند د اعلان په ځواب کې د اختر په درو ورځو کې اوربند ومانه خو د ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ ډلې پرون /شنبه/ ناوخته وویل چې له اوسه تر نامعلومې مودې پورې اوربند اعلانوي.

دې ډلې ویلي چې حکومتي مامورینو او کارکوونکو ته به هیڅ نه وايي او ازاد به یې پرېږدي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته تګ راتګ وکړي.

د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو د مشرتابه پر سر د کوټې په شورا کې ژور اختلافات راغلل چې په نتیجه کې یې څو ډلې جلا شوې. د هغوی په منځ کې یوه هم د ملا رسول اخوند ډله ده چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې نفوذ لري او په ځلونو د ملا هیبة الله له ډلې سره په جګړه کې ښکېله شوې ده.

د ملا رسول ډله

د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر له لوري د اوربند له اعلانه وروسته په افغانستان کې د بېلابېلو افغان خواوو ترمنځ د اوربند غځېدو او د سولې د خبرو پیلېدو ته هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.

ویل کېږي چې داسې هلې ځلې روانې دي چې دا اوربند ۳ میاشتو ته اوږد شي او په لړ کې یې د سولې مخامخ خبرو ته لار هواره شي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت د سولې په خبرو کې به ګډون وکړي. د امریکا دا اعلان د طالبانو دا غوښتنه هم په ځای کوي چې وايي له امریکایانو سره خبرې کوي.

تېره اوونۍ د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د امریکا استازې لیزا کرټس د پنجشنبې په ورځ وویل، د افغانستان د حکومت له لوري له طالبانو سره د اوربند له اعلانه وروسته د امریکا متحد ایالتونه حاضر دي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په خبرو کې برخه ولري. (تفصیل)

One thought on “د طالبانو یوې بلې ډلې تر نامعلومې مودې پورې اوربند اعلان کړ”
  1. ماته د ملا رسول ډله ګرانه ده!ا ځکه چی تر دیره اندازه ملی دریز لری!ا
    کوردی اباد وی او خدای توفیق ورکړی چی د صولسی دپاره ډیر خدمت وکړی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *