برېښنا موسازۍ

تاند- برېښنا موسازۍ (موسي زۍ)، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون د وسله والو طالبانو په حمله کې یې دوهمه پښه هم فلج شوې، له دغه پوهنتونه په لوړو نومرو فارغه شوه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن /یکشنبه/ د ۲۸ کلنې موسازۍ په اړه په یوه راپور کې لیکلي چې د مې په یوولسمه ۱۳۹ تنو محصلانو د افغانستان له امریکايي پوهنتون څخه د لیسانس سندونه ترلاسه کړل خو د هغوی په منځ کې بې جنجاله او ټولو ته د منلو ستوری اغلې موسازۍ وه چې ځینو د افغانستان د ملالې لقب ورکړی دی.

د دې یوه پښه ګوزڼ یا پولیو شل کړې او بله یې طالبانو په مرمیو غلبېل کړې ده.

دا د خپل ورور په مرسته په څرخچوکۍ کې د فراغت د سند د ترلاسه کولو لپاره سټېج ته راغله او د غونډې درست برخوال د درناوي په دود ورته ودرېدل.

موسازۍ په یوه مرکه کې وویل«کله چې مې له سټېجه لاندې وکتل چې ټول حاضر کسان زما لپاره درېدلي دي؛ زما لپاره دا ډېره ویاړمنه شېبه وه.»

اغلې موسازۍ غواړي چې نورو افغان نجونو ته وښيي چې بې پښو هم له خنډونو تېرېدای او لوړې زده کړې کولی شي.

دې دا څرګندونې په داسې وخت وکړې چې یوازې تېره اوونۍ داعش ډلې په ننګرهار ولایت کې د نجونو شاوخوا ۸۰ ښوونځي بند کړل او ۱۵۰ زره نجونې یې ښوونځیو ته له تلو راوګرځولې.

روانه میاشت (جون) د ملګروملتو د یونسیف په راپور کې څرګنده شوه چې نژدې نیمايي افغان ماشومان په وروستیو کلونو کې له زده کړو بې برخې شوي دي چې په سلو کې ۶۰ یې نجونې دي.

پر دې سربېره د ناوړو دودونو له کبله په ډېرو ښاري سیمو کې کورنۍ نجونو ته اجازه نه ورکوي چې د لېسې له دورې وروسته لوړې زده کړې وکړي.

په کابل کې د ښځو د حقونو مدافع او فعالې سحر فطرت د برېښنا موسازۍ په اړه پر ټویټر په یوه بل پوسټ کې لیکلي:«برېښنا ډېره زړه وره او الهام بخښونکې ده. دا یقیناً د افغانستان ملاله ده…»

ملالې یوسفزۍ، چې د نوبل د سولې جایزه یې ګټلې، له مرګونې حملې سره سره، چې طالبانو پرې وکړه، د نجونو د تعلیم لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي او په نړۍ کې یې ګڼو نجونو ته الهام بخښلی چې زده کړې وکړي او د سختیو پروا ونه کړي.

برېښنا موسازۍ هم د ملالې یوسفزۍ په شان مرګ په سترګو لیدلی دی.

د ۲۰۱۶ د اګست په ۲۴ مه په داسې حال کې چې برېښنا د ماښام د لمانځه لپاره د پوهنتون جومات ته روانه وه، طالبانو پر پوهنتون برید پیل کړ. محصلان او محصلانې په ټولګیو کې پټ شول او ځینې چې د برېښنا په شان له ټولګیو بهر ول، په منډه وتښتېدل، خو دا چې یوه پښه یې پولیو فلج کړې وه، نه شوای تښتېدای.

دا وايي چې یوه حمله کوونکي د پوهنتون په دهلېز کې ډزې پرې وکړې چې روغه پښه یې ولګېده او ځای پر ځای ولوېده.

دې ځان مړ واچاوه (ګواکي مړه ده) خو هغوی بیا هم پرې ډزې وکړې او بیا یې هم پښه ولګېده.

له ډېر درد سره سره دا څو ساعته له خپل ځایه ونه خوځېده.

دا وايي«ما نه غوښتل چې دوی راباندې پوی شي چې ژوندۍ یم. بالاخره نژدې ۱۲ بجې وې چې پولیس ودانۍ ته راننوتل او په تکه توره تیاره کې یې په دهلېز کې هرې خوا ته ډزې پیل کړې. مرمۍ زما له سره تېرېدې خو زه پرته وم.»

دا زیاتوي«زما پوره یقین و چې خامخا وژل کېږم.»

بالاخره یوه پولیس ورپام شول او امبولانس ته یې ورسوله چې روغتون ته یې یوسي.

د امریکا په ډالاس کې یوه جراج ډاکتر جان الکساندر، چې له خیریه ټولنې سره همکاري کوي، برېښنا موسازۍ امریکا ته یووړه او هلته یې په وړیا ډول تداوي کړه.

له برېښنا سره د تداوۍ په شپږ میاشتني سفر کې د دې کوژدنی (نامزد) هم ملګری و. برېښنا وايي چې له درملنې وروسته کوژدني ورته وویل چې دواړه به کاناډا ته لاړ شي او د پناه غوښتنه به وکړي خو دې ورسره ونه منله.

«ما ورته وویل، دا سم کار نه دی.»

One thought on “د طالبانو له لوري ویشتل شوې برېښنا له امریکايي پوهنتونه تر ټولو په لوړو نومرو فارغه شوه”
  1. هیله ده چه دا زموږ برېښنا لورکه هم ځان او هم ټولنی ته برېښنا غوندی د اُمیدونو او هیلو رڼا خپره او زموږ ټولنه خصوصاً ښځینه جنس ته د یو سرمشق پتوګه خپل برېښنائي رسالت په بریالیتوب تر سره کی
    برېښنا لورکه باید دا ومنی چه زموږ ټولنیز او سیاسی او فرهنګی اکثره مشران پښې لری خو سر نلری خو دبرېښنا موسی زۍ غوندی د سالم وجدان خاوندان که پښې نلری خو د سالم سر خاوندان دی بناً پښې مهمی ندی بلکه سر مهم دی خصوصاً هغه سر چه د استعمارګرانو د مقناطیسی جذب د تلکی څخه په هوښیاری ځان بچ کاندی، نن سبا د لویو قدرتونو لویه جفا د کمزورو هیوادونو د خلګو سره همدا د ښو او ډکو مغزونو فرار او جذب دی، داچه برېښنا ګُلی خپل ګران وطن د کاناډا تر هیواد غوره بللی دی خپله یو ارزښتنمند
    .او د زیاتی ستاینی وړ یو عمل دی
    :بل ټکی دادی چه
    هیله ده چه مظلوم بشریت کومه ورځ د هغه ځوروونکی فلم سناریو په رؤیائي یا واقعی توګه ووینی کوم چه استعمارګرانو هڅه کړېده چه 5فیصده ځوانانو ته مو د لوړو تحصیلاتو زمینه مساعده کړې او 95فیصده ماشومان مو د لومړنیو زده کړو څخه بې برخی او د خپلو مزدورانو لخوا ئې زموږ مکتبونه سوځول شویدی یا سوځل کیږی دا یو ډېر ستر او نه بخښونکی جرم دی چه
    .زموږ د ګران او مظلوم ؤلس په وړاندی تر سره کیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *