خان ولي خان بشرمل

د روسیې پخوانی ولسمشر بوریس یلڅین د خپلو شخصي مسایلو له امله روسیه په داخلي او بهرني مسایلو کې را ښکیل کړه. د پوتین نږدې لارښوونکی رچر شرما ادعا کوي چې نوموړي به ډېر څښل او له څښلو سره سم به یې د کابینې یو دوه وزیران را وغوښتل او دوی ته به یې جدي سپارښتنه وکړه چې له نن وروسته په کابینه کې هیڅ ډول نقش نلرئ او په کور کښینئ. دویم مشکل یې دا و چې کورنی اقتصاد به یې تر پورو لاندې راوست او هیڅ ډول حللاره یې ورته نه درلوده. همدا ډول نوموړي به د دولتي ادارو د خصوصي او دولتي کولو په مرحله کې تفکیک نشو کولای. خو کله چې پوتین واک ترلاسه کوي نو وضعیت بدلیږی. نوموړی پانګوالو ته ښه راغلاست وایي، داخلي کړکیچ کنټرولوي، مسلکي کادرونه ګماري او داخلي کړکیچ په فرصت بدلوي. نوموړي ته تر ټولو ستر مشکل دا و چې د ده په وخت کې د تیلو قیمتونه له ۲۰ امریکايي ډالرو  تر ۳۰ ډالرو یو بیرل ته پورته شي. دا هر څه پداسې صورت کې پیښیدل چې روسیه پدې برخه کې تر ۵۰ سلنه صادراتو مسؤوله وه او د روسیې ۳۰ سلنه اقتصاد یې جوړاوه. پوتین او سلاکاران یې ډاریدل چې ناڅاپه دا را ونه غورځي خو دوی سیسټماټیک مخته لاړل او بلاخره یې دا بدلون په ۲۰۰۷ کې پر ۲۵۰ میلیارده امریکايي ډالرو بدل کړ چې په پایله کې یې دا پانګه ناڅاپه خپلې دولتي ماشینري ته واچوله. له دې وروسته داسې ښکاریدل چې روسیه له غرب هم مخکې روانه ده. یانې کله کله ډار او کړکیچ د نجات باعث کیږي. دې کړکیچ روسیه تر آسمانه ورسوله او په نړۍ کې یې د یو معتبر دریځ غوره کیدو ته اړ کړله.

د کارډوسو په وخت کې برازیل په ګونډو کیدو و خو کله چې لولا  په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ټاکنې ګټې نو دی له بحران سره سره د ټولې لاتینې امریکې لپاره یو ماډل وګرځید، ټولې لاتینې امریکې د ده تقلید پیل کړ. هان تر دې چې د ۲۰۰۸ میلادي کال اقتصادي بحران په جریان کې یې د برازیل د تیلو مارکیټ تر ۳۰۰ میلیاردو امریکايي ډالرو ورسول. دا هغه څه وو چې د ترکیې او روسیې په پرتله ډېر زیات قیمت و.  

ترکیه هم د ورته جریان یوه کړۍ ده. اتا ترک چې د عصري ترکیې بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږي، په ۱۹۲۹ کال کې یې د ترکیې رسم الخط په یوه ورځ کې پر لاتینۍ ژبې واړوه یانې یوازې په یوه ورځ کې یې د ترکیې ۹۹ سلنه نفوس د دې اقدام په بدل کې بې سواده کړ. دا واقعآ هم ډېر جدي ګام و خو د اتا ترک له نظره ښه ګام و. نوموړي هر څه ته له خپل نظره کتل. د استانبول پخوانی ښاروال اردوغان همدا ځانګړتیاوې لري. ډېر ځان غوښتونکی دی خو په عین وخت کې دی پدې پوهیږي چې ټولنیز جوړښتونو ته باید مزاحمت ونشي بلکې په خپل حال پریښودل شي یانې دی په ورته حال کې سیکولر او هم مذهبپال دی. نوموړی اوس پر سترو زیربینايي پروژو لکه د برقي ټرینونه، کیمیاوي انرژۍ او د سترو کاروباري مغازو پر جوړولو بوخت دی. دا هغه څه دی چې ترکیي ته فرصت برابروي. البته د مذهبي او سیکولر قوتونو ترمنځ د بیلانس پر غوروالي باندې هم فکر کول پکار دي.

موږ باید د افغانستان په هکله یو څو ستراتیژیک ګامونه واخلو. لومړۍ دا چې د افغانستان سیاسي موقعیت پر اقتصادي موقعیت بدل کړو. د افغانستان شرانګیزه ټولنیز جوړښت پر یو با ثباته او نورماله ټولنیز فکر بدل کړو. همدا ډول د آسیا او نړۍ هېوادونو ته باور ورکول پکار دي چې افغانستان هم د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ له دوبۍ، هانګ کانګ یا بنکاک څخه ښه نقش لوبولی شي او د دې هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره هم کلیدي نقش لوبولي شي.

په نړۍ کې ډېر داسي هېوادونه شته چې له موږ یې نفوس، جغرافیه او زیرمې ډېرې دي خو  دوی نړۍ ته دومره اړین ندی لکه افغانستان! آیا موږ پر دې فکر کړی دی؟ ډېرې داسې پیښې شوې دي چې اساس یې له کنپایریسي خو د اساسو اهدافو لپاره طرحه کیږي. د بیلګې په توګه د سپټمبر ۲۰۰۱ پیښه یا دا چې افغانستان ته بهرني د معادن لپاره راغلي دي؟ یا دا چې سعودي او اسرایل، هند او پاکستان د یو بل جدي او سخت دوښمنان دي. یا دا چې د افغانستان د ناکامیو ترشا د امریکا لاس دی. شعوري ملتونه او قامونه داسې پیښې او اوازې په احساساتي ډول نه بلکې په شعوري ډول څیړې. څو د دې پیښو له څیړنو وروسته ځانو ته لسیز، شل کلیز او اوږدمهاله پلانونه رامنځته کړي چې پدې کې یې د خلکو سر او مال خوندي وي او د وخت په تیریدو سره د عصر مطابق ملي یا هر اړخیز تکامل وکړای شي. خو له بده مرغه موږ زیاترو پیښو ته احساساتي غبرګون ښودلی دی چې په پایله کې یې نه جبرانونکي تاوان سره مخ شوي یوو.

ډېر داسې هېوادونه شته دی چې زیاتره یې اسلامي دی، د بیلګې په توګه سعودی، قطر، امارات، پاکستان، جاپان، یا غیر اسلامي لکه جنوبي کوریا، ډنمارک او نور هېوادونه چې د امریکا، جرمني، فرانسې او بریتانیا ستراتیژیکه ملګرتیا له معادنو، تیلو او ډېرو قیمتي مادیاتو اړینه او قیمتې بولي. په خاصه توګه دا هېوادونه په ټوله کې د امریکا ستراتیژیکې ملګړتیا ته اړ دي. افغانستان چې د اداري، سیاسي، ټولنیز  او اقتصادي جوړښتونو له نظره د سیمې نسبتآ یو ځوان هېواد دی، تر ټولو زیات د دې ذکر شویو هېوادونو ملګرتیا ته اړتیا لري. سر بیره پر دې د منځني او عربي هېوادونو ملګرتیا هم د افغانستان د وختي پرمختګ لپاره اړینه ده. له نیکمرغه په تیرو درو کالو کې افغانستان سیمې او نړۍ ته وښوده چې افغانستان د ستراتیژیکو ملګرتیا په اصولو پوهیږي. د دې ملګرتیا په مسلکیتوب کې د افغانستان حکومت د اقتصادي پرمختیا تر څنګ د خپل وسلوال پوځ، ملي ادارو او پر کرښه د ګاونډ هېوادونو بې باکې او ترهګریزو تیریو ته ډېر په مسؤولانه او ډیپلوماټیکه توګه ځواب ویلی دی.

په سیمه کې افغانستان د هند-پاکستان او ایران-سعودي شخړو ته ډېر په دیپلوماټیکه توګه غبرګون ښودلی دی. همدا ډول هغه ټولې پیښې چې په اروپا او امریکا کې د ترهګرو لخوا رامنځته شوې دي، د افغانستان لخوا ډېر په تخنیکي او مسلکي توګه څیړل شوې دي او په اړه یې مسلکي او ډیپلوماټیکې اعلامیې خپرې شوې دي. دا هغه څه دي چې موږ ته اوږدمهاله ثبات او ستراتیژیک باور را بښي.

کله چې موږ د سیمې د څلور لارې یا د آسیا د زړه ادعا کوو نو اړینه ده چې فرهنګ، اخلاق، اصول او مسلکیتوب مو هم د سیمې له اخلاقو، کړنو، عادتونو، اصولو او دودونو څخه لوړ وي. که چېرته موږ واقعآ د سیمې څلور لاره کیږو نو په تعلیمي نصاب کې اړینه بولم چې د اقتصاد، ترانزیټ، معتبر اخلاق، غني فرهنګ (Multiculturalism)، عصري میلمپالنې، بیلابیلو ژبو منلو او د یو بل د زغملو اصول هم ور ګډ کړو.  موږ باید زورواکي، بې باکې، بې اصولي او بې عدالتي سره هم پریکړون اعلان او په عمل کې یې ثابت کړو. موږ که چېرته د سیمې په څلور لاره بدلیږو نو دلته باید اخلاق او فرهنګ فوق العاده تغیر وکړي. موږ باید دومره ضعیف و نه واسو چې د داعش او طالب یا شمالي ټلوالي په څیر د زورواکو او بې باکو وګړو طبقې پر موږ غلبه وکړي یا زموږ په هوډ او باور منفې اغیز وکړي یا موږ دوی خپلو اهدافو ته قایل کړي. البته دا هر څه ناڅاپه او له وخت مخکې نشې کیدای بلکې تدریجي بدلون ته اړتیا لري. هر څه به د یو معاصر تمدن په رامنځته کیدو سره منځ ته راځي.

موږ باید دې ته په ذهني توګه چمتو واوسیږو چې له کابله  تر تاشکند، سمرقند، کاشغر، دوشنبې، عشق آباد، تهران او چاه بهار پورې به ستر سړکونه، ریل پټرۍ او بولیټ ټرین ولرو. دا باید له ترکیې او جورجیا وروسته پر اروپا ور ننوځي. له دې تغیراتو سره سم باید موږ اروپا ته خپل غني او بشرپاله کلتور هم صادر کړو. له احمد شاه بابا مینې څخه تر کمپنۍ پورې یو ځانګړی میټرو چې په وسایلو برابر وي، ولرو. تر څو د دریو ساعتونو مزل په ۱۰ دقیقو کې وکړو. باید دا ذهنیت رامنځته شي چې له ګل باغ څخه تر شمالي او بیا همداسې د دې په مرسته ټول ښار د برقي ټرانسپورټ په مزي وتړو او د ساعتونو جنجالي سفر په څو دقیقو کې وکړو. موږ باید دا تکل هم وکړو چې له ننګرهار څخه تر مزار شریف بولیټ ټرین ولرو!

موږ باید دې ته هم ذهنیت آماده کړو چې دلته به د ساینس پوهنې، تکنالوژۍ، اقتصاد، لرغونپوهنې او انسانپوهنې په برخو کې به ستر څیړنیز او باوري مرکزونه ولرو چې پدې مرکزونو کې به د سیمې او نړۍ بیلابیلو سیمو د مسایلو، مشکلاتو او حللارو په اړه به څیړنې کیږي. دا څیړنې به د نړۍ د مسایلو په حل کولو کې کلیدې نقش لوبوي.

د دې ترڅنګ باید عصري ادارې، مالي سیسټم او عصري حکومتوالي ولرو چې د سیمې د هېوادونو لپاره د قانون، اصولو، اسانتیاوو او راکړې ورکړې په برخو کې په هغه کچه نقش ولوبوي چې د سیمې هېوادونه ترې تمه لري. زموږ بانکې نظام باید دومره قوي وي چې تر میلیاردونو امریکايي ډالرو د خوندیتوب او لیږد را لیږد ظرفیت ولري. جنايي اقتصاد باید ورک شي او په شفاف او معصر اقتصاد بدل شي. د یادونې ده چې د ولسمشر غني هغه دریځ چې د جنایي اقتصاد پر ضد دی، د ختمولو په برخه کې یې په ټوله سیمه کې یو ډول ذهنیت جوړ شوی دی چې لومړۍ تمرین یې په هندوستان کې د مودي په پېر کې را برسیره شو. د افغانستان حکومت باید په هر وزارت کې د نوښت ریاستونه، په مربوطه وزارتونو کې د پانګوني ریاستونو او تقریبا په هر وزارت کې د تنظیماتو او ترتیباتو، ستراتیژیک روابطو او ظرفیت جوړونې ریاستونه رامنځته کړي څو وکولای شوو له نړۍ سره په سمه او د دوی په ژبه روابط فعال کړو. د یادونې ده چې دا څه خیالي ندي بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې عملي کیږي او عامه وګړې او پانګوال ترې ډېره ښه ګټه پورته کوي.

باید وویل شي چې د افغانستان لپاره د دې ډول ژوند رامنځته کیدل به نوې تجربه نه وي. بلکې ویلی شوو چې افغانستان په تیر کې د وخت د غوښتنو مطابق د ژوند کولو تجربه کړې ده. خو له بده مرغه موږ هر ځل په کیفیتي مرحله کې د وخت د غوښتنو ونه منله. همدا علت دی چې په پایله کې یې د نورمونو او فرهنګ کنګلتیا او نه تغیر موږ یو داسې ارادي کنګلتیا سره مخ کړو چې تر ننه پکې را ګېر یوو!

تایلنډ ته یو تعلیمي برنامې ته د یونیسکو لخوا بلل شوی وم! لومړۍ ورځ مو زښته بوخته تیره کړه او د برنامې په اخیر کې د ۲۰ هېوادونو استازې د یو کوچنې تفریح او ناستې لپاره ماښامۍ اماده کړی و. زه هم دې ماښامي ته لاړم. د خبرو په جریان کې د نیپال یو وګړې شیلندرا چې د یونیسکو سره د آسیا لپاره د احصایي متخصص په توګه کار کاوه د منځنې او جنوبي آسیا نورو میلمانو په مخکې راته وویل چې ګورئ پوهیږئ؟ له کومې ورځې چې افغانستان نا ارام شوی دی، له هغې ورځ ټولې آسیا سمه ورځ نده لیدلې بلکې موږ ټول یې ناارامه کړي یوو! یو بل آسیایي لیکوال په خپل کتاب کې لیکي: هر هغه څوک چې له هندوستان څخه به یې افغانستان ته سفر کول نو د تفریح په خاطر به یې د موسیقۍ یوه پاته، یو څو کتابونه او تاریخي شیان فرمایش کول. د افغانستان یو څو نورو ښارونو یا هېوادونو په اړه پدې لیکنه کې یو څو پرتلیزه کتنې وړاندې کیږي:

امارات او افغانستان:

دوبۍ:

متحده اماراتو تر ۱۹۸۰ پورې د امارات ایرلین په نوم د مسافرینو د وړلو راوړلو یوه هوایي الوتکه رامنځته کړه. د دې خدماتو له لارې عربو د نړۍ بیلابیلو هېوادونو ته سفرونه وکړل او له هغه ځایه به یې بیلابیل متخصصین، تجاران، پانګوال، نوښتګران او لوړو ماغزو کسان دوبۍ ته د سیاحت، چکر او میلمپالنې په بهانه راوړل. له دې کاره اماراتیانو دوه ډوله ګټه پورته کړه یو دا چې دوی په خپله نړۍ ولیده او دویم دا چې د نړۍ بیلابیل متخصصینو یې د دوبۍ له وچو دشتو، فرصتونو او چاپیریال سره بلد کړل. عربو خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته په کتو په دوبۍ کې شل زره بریتانیايي وګړو ته وړیا ځایونه او اسانتیاوې برابرې کړې، دوی ته د دوبۍ لینډر ویل کیدل. دې وګړو خپله پانګونه او وړتیا او تجربه دوبۍ ته انتقال کړه. دوی له ځان سره نور متخصصین راوستل. دې متخصصینو په دوبۍ کې د تکنالوژۍ، نوښت، پانګونې او تجارت په برخو کې پانګونه وکړه او د ورځ په تیریدو سره ورو ورو دوبۍ په نړیوال مرکز بدلیدو ته اماده شوه.

همدا ډول د دوبۍ مشرانو د روسیې وضعیت ته په کتو له هغه ځایه روسي متخصصین را دعوت کړل. دا متخصصین هغه ځوانان وو چې د سټالینزم له وېرې یې خپل شخصي ابتکارونه پر لاره نشو اچولی او له نظام څخه تنګ وو او نه یې غوښتل چې په روسیه کې ژوند وکړي. له دې سره دوبۍ تازه او نوښتګر ځوانان خپلې خاورې ته رامات کړل. د دې ترڅنګ شیخ محمد د عراق، کویټ، ایران، یمن او نورو همسایه هېوادونو له خپلمنځې ډغرو څخه ګټه پورته کړه او دوبۍ یې د سولې زانګو وګرځوله او دې ځای ته یې بیلابیل پانګوال رامات کړل او دوبۍ یې په رښتینې توګه د منځنې ختیځ او نورې نړۍ زړه وګرځول.

شیخ محمد چې تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې یې ښار د سترو مافیاوو مرکز وو، دوی وکولای شول چې له دې پیښو زده کړه وکړي او په سیاسي ډګر کې د راکړې ورکړې په معاملو کې د اماراتو مناسب استازیتوب وکړي. دې کړنلارو نوموړي ته ډېر څه ور زده کړل همدا علت دی چې د منځنې ختیځ په نازکو شرایطو کې ده امارات له نیابتي جګړو یو خوا ته ساتلی دی او پر دې سربیره نوموړي په اماراتو کې د ځوانانو، زغم او خوشالۍ وزارتونو ته لاره اواره کړه، په دوبۍ کې یې د داسې تجارتي، سیاحتي او عصري مرکزونه ایجادولو ته لاره اواره کړه چې دوبۍ تر راتلونکې ۵۰ کالو پورې باثباته ساتي.

کابل:

ولسمشر غني په خپل اقتصادي لورلید کې ډېر ځله ویلي دي چې نوموړی په اوږدمهاله باثباته اقتصادي وده باور لري همدا علت دی چې له یو ناڅاپه اقتصادي ودې ځان لیري ساتي او وار په وار یې ویلي دي چې زما موجوده ډېر کارونه، هان تر دې چې اقتصادي سکوت، سیسټماټیکه بڼه لري. نوموړي وکولای شول چې د منځنې آسیا اقتصادي وضعیت او اقتصادي لوږې ته سیسټماټیک غبرګون وښيي، د جنوبي آسیا هغه پخواني او وراسته قوانین چې د دودي راکړې ورکړې بڼه لري، څخه هم د ګټې په لټه کې دي. بلکې د یو څو ګاونډیانو د وزارت خارجه ویاندویانو خو دا هم وویل چې ولسمشر غني د سیمې لپاره پرمختللي پروګرامونه لري باید ځان ورسره عیار کړو.

ولسمشر غني د افغانستان پر څلورلارې بدلولو خبره ډېر ځله تکرار کړې ده. نوموړی پدې آند دی چې افغانستان به د سیمې موجوده وضعیت څخه په استفادې واقعآ په یو اقتصادي او ستراتیژیکه څلور لاره بدلیږي. ولسمشر غني پوهیږي چې افغانستان له کالونو راهیسې په یو جنایي یا کریمنل اقتصاد کې راګېر هېواد دی. دلته ادارې فلج او معدنیات پر خپل ځای او کیندلو ته اړتیا لري. همدا علت دی چې ولسمشر غني د افغانستان د خلکو روحيې د تشویق په موخه خپل پیل د سترو پروژو له پلی کیدو څخه را وکړ. د دې کار لپاره نوموړي د افغانستان پر دودي اخلاق ګزار وکړ او خلک یې دې ته وهڅول چې افغانستان کار ته اړتیا لري او د دې لپاره باید دی خپله ۱۸ ساعته کار وکړي.

همدا ډول ملي ادارو ته یې د فساد او اصلاحاتو په برخو کې جدې ګزارونه ورکړل، د خلکو په اند ډېر معتبر شخصیتونه یې په فساد کې راګېر کړل او عامه خلکو او نړیوالې ټولنې ته یې وښودل چې دا سپیڅلي نه بلکې د فساد ریښې دي. نوموړي هغه وګړي چې اکثریت وو خو  واکمنې طبقې په اقلیت کې شمارل، په اکثریت بدلولو لپاره کار پیل کړ. د دې ښې بیلګې د ځوانانو رهبرۍ ته رامخکې کول، میرمنو ته په نظام کې ونډه او د فقر پر ضد بیانیې هغه څه دي چې د ولسمشر غني په دور کې سر را پورته کړل او غالب ګمان کیږي چې د کابینې ځوانان وزیران د افغانستان راتلونکې رهبرۍ یوه ښه پانګه واوسیږي.

د دې اصلاحاتو تر څنګ ولسمشر غني د افغانستان د اساساتو د بنسټیز بدلون لپاره پر انرژۍ، ترانزیټ، تجارت، ټرانسپورټي لارو چارو او اداري اصلاحاتو ژور کارونه ترسره کړل څو خلکو ته باور ورکړي چې واقعآ افغانستان د سیمې په څلورلاره بدلیدونکې دی او دا هغه څه دي چې زموږ په راتلونکي سیاسي، اقتصادي، کلتوري او اخلاقي کړنو  کې کلیدي نقش لوبوي.

نور په راتلونکې لیکنه کې –  – – – – –

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *