ددرانه استاد پوهنوال دوکتور لعل پاچا ازمون دا نظم مې له سهارراهیسې  څو ځلې ولوستو .

ماته نن دسولې یو تت انځور مخې مخې ته کیږي.داسې فکر کوم چې کېدای شي دسږني کال روژې په لومړۍ لسیزه کې لوی خدای په موږ رحمتونه رانازل کړي وي،په دویمه لسیزه کې دکایناتو څښتن زموږ دالوی ګناهونه چې لسیزې یې له امله په اورکې سوزو معاف شوي وي،او دریمه لسیزه مو ددنیا او آخرت له اور څخه دنجات سبب ګرځېدلي وي  .

هو ولې به داسې نه وي ،موږ لوی خدای ته تر هر لمانځه ورسته دښمن له هدایت او وطن او خلکو ته دسولې په پار لاسونه لپه کړي.

مسعود حقمل

ځان ته ډاډ ورکوم او هیلې مې راټوکېدلي ښکاري ! دخپل عمر دېرش کاله مې دروژې دېرش ورځو سره پرتله کړه  چې دسولې په تنده او دمینې په لوږه مو تېر کړي .

هوکی ! زه اوس ډاډمن ښکارم چې دسولې دېرش کلنه تنده او دمینې دېرش کلنه ولږه مې نور پای ته رسېدلې .

اوس دټوپک شپلۍ دومره کارول شوې چې ډز نشي کولای ،دلاس دماشې ګوته دومره ستړې شوې چې ښکاري ګوته په ماشي ایښي خو دډز کولوشیمه  نلري.

له سترګو مو دومره اوښکې بهیدلي چې ژاړو  خو اوښکي مو نشته .

زه باوري یم چې محاسب به په دې  اوږده جګړه کې دهغه ځوانانو په شمار ستړی شوی وي چې دجګړې په اورکې سوځېدلي ،دهغه کونډې چې دبچو لپاره دیوې مړۍ ډوډۍ سوال غواړي هغه به هم په سوال کولو ستړې شوې وي.

هوکی :دبشر حقونو ټولنوبه دا شمېره له یاده وتلې وي چې روانه جګړه کې څومره ماشومان یتیان او دپلار دمینې بې برخې شوي وي.

دنړۍ مرسته کونکي سازمانونه هم دافغانستا سره له مرستوستړي شويٍ دوی به دافکر کوي چې ددې هېواد جګړه داسې جګړه ده چې پای یې نه مالومیږي.

زما دذهن محصول همدا دی چې اوس به نو له شکه پرته  روانه جګړه پای ته رسیږي ،زما دوجدان څېړونکي دې پایلې ته رسدلي چې ددې هېواد روانه جګړه یواځې دبشر دختمولو اوددې وطن دبچیو دوژلو بهانه ده .

اوس هغه ځوان پدې پوهیږي چې دپنځه وخته اذانونو په وخت کې یودبل خبرې نه اورو له هرمسجد نه داالله اکبر غږونه راپوته کیږي ،نو پدې به پوه شوی وي چې دالله اکبر ویونکي او اورېدونکي وژل ناروا کار دی .

بس جګړه ختمه ده ،دا اور بند به که خدای کول سل کلن شي اوموږ به دمهدي اخر زمان ،په لښکرو کې هغه وخت ملګري کیږو چې هم مهدي اخر زمان پېژنو او هم ددجال څهره.

موږ به دافغان مسلمان وژنې پرځای دجال وژنو ،او هغه څوک به وژنو چې دجال دلارې لارویان دي

اوس ددې هېواد هر بچی له جنګه نفرت لري او وايي چې جنګ دې ورک رنګ دې ورک سوله مې ژوند دی سوله غواړو او په سوله سر ورکوو .

که زړونه سر یوه کړو او لاسونه سره ورکړو

دا کاڼي به لعلونه شي دا بوټي به لونګ

زما په څېر د۳۰ ملیونه افغانان یواځېنې هیلې خدای دې راوله خپل باڼه درته فرش کوواو تاته هرکلی وایو .

کابل وزیر محمد اکبرخان مېنه

۱۳۹۷/۳/۲۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *