حمدالله مومند
د طالبانو د حکومت له ړنګېدو څخه وروسته د امریکا په مشرۍ شاوخوا څلوېښت هېوادونه افغانستان ته راغلل او ډېره زیاته پانګونه یې وکړه، یعنې د نړۍ په تاریخ کې د دې مرستو او کمکونو ساری نسته.
په بهرني اړخ باندې یې ډېر انتقاد نه کوم. هغه په دې معنی چې افغانانو په خپله په دې وطن زړه ونه سوځاوه. له ولسمشر حامد کرزي څخه چې د ملت ګیله وه، هغه یوازې په هېواد کې پراخ فساد و. د دې ترڅنګ هغه ډېره سرمایه ګذاري په ټوپک سالارانو وکړه. یعنې د ښاغلي حامد کرزي په دوره کې افغانستان د نړۍ په کچه فاسدترین هېواد اعلان شو. دا چې کرزی هرڅومره پلمې ولټوي، چې بهرنیانو فساد ته زمینه برابره کړې وه، څوک یې ورسره نه مني.
خبره دا ده، چې والیانو او ښاروالانو به په ولایتونو کې دولتي ځمکې پلورلې، دا هم د بهرنیانو غوښتنه وه؟ حتی د ځمکو غصب په افغانستان کې یوه لویه مافیايي پدیده شوه، چې له ولایتونو څخه تر مرکزه پورې چارواکي په کې شریکان وو. یوه لوېشت دولتي ځمکه پاتې نه شوه. ټوله د وخت چارواکو غصب کړه او بیا یې په پیسو وپلورله.
بله دا چې له اداري فساد سره مبارزه د ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم یوازې نمایشي وه. د ښکتې سويې یو مامور به د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شو او هېڅ کوم یو لوړپوړی چارواکی د فساد په تور څارنوالۍ ته نه دی معرفي شوی.
یعنې په دې هېواد کې داسې یو حالت راغلی و، چې حکومت نه، بلکې سمه دوکانداري وه. له محاکمو څخه بیا تر څارنوالۍ پورې په ټولو برخو کې علني فساد و. د ولایتونو او شاروالیو قېمتونه معلوم وو. والي به چې مقرر شو، په مرکز کې به یې محلي ارګانونو او نورو چارواکو ته په لکونو ډالر ورکړل، چې والي به بیا ولسوالان د لس او شل زره ډالره په مقابل کې مقررول او د میاشتې به یې ټاکلې پیسې هم ورڅخه غوښتې. په همدې ډول به والیانو بیا مرکز ته باج ورکاوه او که یې دا باج نه وی ورکړی، یوه میاشت هم په خپله څوکۍ نه شو پاتې کېدای.
کله چې د حامد کرزي دوره پای ته ورسېده، ډېرو کسانو ځانونه ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړل. په دې کې داسې کسان وو، چې هم یې سیاسي ګوندونه درلودل، هم یې پیسې درلودې او هم د ټوپک زور ورسره و. مګر ولسمشره! ټول ملت ستا برنامه خوښه کړه او ته یې تر ارګه ورسولې. ستا د برنامې ټکي همدا وو، چې قانون به په ټولو یو شان عملي کیږي، له فساد سره به مبارزه کوو، کار به اهل کار ته سپارو او حکومتي څوکۍ به نورې په پیسو نه پلورل کیږي.
په لومړي راتګ سره دې غله سخت وارخطا کړي وو. حتی له وېرې یې غلا نه شوه کولای. خو ستا هوډ هم کرار کرار کمزوره کېده. کېدای شي د فاسدینو پر ضد به ستا هوډ قوي وي، خو یو شمېر ناولو او محافظه کاره کړیو، چې په پر تا راټول شوي دي او په تېر حکومت کې اموخته وو، تا ته یې غلطې مشورې درکړې. تا ته یې په دې وطن کې د پاکو او رښتینو خلکو کار کردګي معرفي نه کړه، بلکې د غلو او غاصبینو توصیې یې درته وکړې، چې له تا یې هم لاره ورکه کړه.
ولسمشره! هم دې په کابینه او هم دې په ولایتونو کې ډېر والیان په فساد ککړ دي. په دې وروستیو کې هم په نظامي او هم په ملکي برخه کې ډېر مامورین د پیسو په مقابل کې مقرر شول. فساد ورځ تر بلې ډېریږي. که په دې برخه کې جدي توجه ونه کړې او یو ځل بیا د فساد په وړاندې رښتینې مبارزه اعلان نه کړې، په ولس کې به خپل جوړ کړی باور له لاسه ورکړې. که غواړې چې په خپل وروستي کال کې یو ځل بیا د ولس باور ترلاسه کړې، د فساد په وړاندې جدي مبارزه را پیل کړه.
اولس کلن رییسان چې په ټول افغانستان کې یې څوکۍ اشغال کړې دي، ټول له دندو لرې او پر ځای یې نوي او وړ کسان وګوماره. ټولنیز عدالت او ښې حکومتولۍ ته لاره خلاصه کړه. که دا کار ونه کړې، هم به د خدای تعالی په وړاندې مسوول شې او هم به ملت ته په ورکړو وعدو کې پاتې راشې.