د اختر په ورځو کې د طالبانو د اوربند اعلان د افغانستان خلک خوشحاله کړي دي. هره هغه سیاسي ډله چې د افغانستان خیر وغواړي او د افغانستان د خلکو له ارزو سره سم اقدام وکړي، اقدام یې معقول دی او ستاینه یې پکار ده.

 له بلې خوا د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د امریکا استازې لیزا کرټس ویلي دي چې دغه هیواد دې ته چمتو دی چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په خبرو کې برخه واخلي او له طالبانو سره مذاکرې ته کښېني.

 طالبانو له مودو راهیسې په دې خبره ټینګار کاوه چې د سولې خبرې باید له امریکا سره وکړي، ځکه د دوی په نظر اصلي جنجال د امریکا حضور دی او دا امریکا ده چې اصلي صلاحیت لري.

 امریکا تر اوسه پورې د طالبانو د دې غوښتنې له منلو ډډه کوله خو اوس چې یې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د شرکت فیصله کړې ده، په حقیقت کې د سولې د مذاکراتو د پیل په لور یو مهم ګام اخیستل شوی دی.

 طالبان، د افغانستان حکومت، امریکا، ګاونډیان او د افغانستان په قضیه کې ښکیل نور لوري د مسایلو په اړه خپل خپل دلایل لري خو هغه څه چې د افغانستان اصلي او برحقه مالکان یعنې د افغانستان خلک پسې ګرځي، هغه د دوی تر منځ د حق او ناحق معلومول نه دي، بلکې د دوی په خپل کور یانې افغانستان کې سوله ده.

 یو وخت چې په افغانستان کې تنظیمي جګړې وې او په خلکو باندې بده ورځ وه، نو له محدود شمیر کسانو پرته چې شخصي ګټې یې وې، نورو ټولو د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړ. د ملاتړ اصلي علت دا و چې افغانانو غوښتل چې په خپل وطن کې د انسانانو په څیر ارام ژوند ولري او ارام ژوند ته د رسېدو لپاره د طالبانو تحریک تر تنظیمونو ښه ورښکارېده.

 د بن له کنفرانسه وروسته هم چې اکثرو خلکو د نوي نظام ملاتړ پیل کړ، علت دا نه و چې په امریکا یا کرزي یا بل چا میین وو، علت دا و چې خلکو خپل خیر غوښت او خیر یې په امن او ترقي او ابادي کې وو.

 خلک نه د طالب دښمنان دي، نه د بلې کومې ډلې. د افغانستان خلک غواړي چې د عزت ژوند ولري. د عزت ژوند په دې مانا چې اولاد یې د کسب او کمال خاوندان شي، د سولې په برکت د حلالې ډودۍ د ګټلو فرصت پیدا کړي، په ارام ذهن عبادت وکړي، د قانون په چوکاټ کې د یو بل د منلو او زغملو امکان ومومي او له نړۍ سره د ښو اړیکو په مټ افغانستان ته مرستې راجلب کړي.

 خو برعکس، تر هغو چې جګړه روانه وي، د خلکو لپاره هیڅ خیر نشته. همدا اوس د بدمرغې جګړې له برکته زموږ کلي او ښارونه له لکونو معیوبانو ډک دي، د جنګ او کوکنارو د لعنت په وجه په لکونو ځوانان پوډریان دي، د جنګ د مصیبت له لاسه په لکونو میندې د لیونتوب تر حده رواني تکلیفونه لري، د جګړې او ناامنۍ په وجه د دې وطن سرمایې دوبۍ او کراچۍ او اروپا ته انتقالیږي او د وطن په کانونو او نورو شتمنیو باندې تالان ګډ دی.

 څو موده له مخه طالبانو په رسمي ډول وویل چې جنګ د حل لاره نه ده نو چې د طالبانو نظر هم دا دی، ولې د افغانستان خلک ومري؟ ولې د افغانستان د خلکو دربدري ادامه ومومي؟

 له بلې خوا، که طالبانو د سولې خبرو ته تیار شي، امریکا به هم د نظامي حضور تر ټولو لوی دلیل له لاسه ورکړي. طالبان باید په وهم کې ونه اوسي او حقایقو ته سترګې پرانیزي. امریکا خو صرف هغه وخت په افغانستان باندې لشکر کشي وکړه چې نیویارک کې په زرګونو کسان ووژل شول او دا کسان هغه تنظیم ووژل چې مشر یې یعنې اسامه بن لادن د طالبانو میلمه و. اسامه که له افغانانو سره نامردي نه کولای نو له امریکا سره به یې خپله دښمني د مظلوم افغانستان له خاورې څخه نه کوله او طالبانو که سیاسي پوهه او تجربه لرلای نو د اسامه د سر د ساتلو لپاره به یې د لکونو افغانانو ژوند ته خطره نه جوړوله او پردۍ دښمنۍ به یې افغانستان ته ته راوړلې.

 تیرو پیښو ته له اشارې څخه منظور دا دی چې امریکا په خپله افغانستان ته نه ده راغلې، بلکې د غلطو سیاستونو په وجه په لوی لاس راوستل شوې ده.

  دا خبره په یقین سره کولای شو چې که طالبان د مذاکراتو په میز باندې د ستونزو د حل لاره خپله کړي، د امریکایي عسکرو د وتلو چانس حتمي کیږي خو برعکس که د پټو سترګو جنګ ته ادامه ورکړي نو یوازې افغان وژل او مسلمان وژل به ادامه مومي. امریکايي عسکر که د ځان لپاره خطره احساس کړي نو د طالبانو په خلاف جګړه یوازې د هوا له لارې هم جاري ساتلای شي. دا خو یوازې د افغانستان خلک دي چې د  دې بدمرغې جګړې اصلي قربانیان دي. د سولې په لور د طالبانو هر ګام به په امریکا او افغان حکومت باندې فشار څو چنده زیات کړي چې د خبرو له لارې د ستونزو حل ته چمتو شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *