تاند- د ننګرهار د پوهنې پر ریاست د وسله والو ترهګرو د نن /دوشنبه/ سهار په برید کې لږترلږه ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې ۴ ترهګر یې وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل، حمله د سهار په ۹ بجې د پوهنې د ریاست په دروازه کې په انتحاري حملې پیل شوه.

ده همداراز وویل، امنیتي ځواکونو په ۱۰ دقیقو کې ۳ تروریستان له منځه یووړل.

خوږیاڼی وايي چې تراوسه پورې په دې برید کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې هیڅ راپور نه لري.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو د پوهنې د ریاست د ودانۍ مخته یو موټر، چې چاودېدونکي مواد پکې بار ول، نیولی او چاودېدونکي مواد یې شنډ کړي دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست تاییدوي چې ۱۰ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د ننګرهار د پوهنې پر ریاست ډله ییز برید روان دی

تاند- د دولت وسله والو مخالفانو نن /دوشنبه/ د ننګرهار د پوهنې پر ریاست ډله ییزه برید کړی چې لا هم روان دی.

لومړني راپورونه وايي چې دوو انتحاریانو د پوهنې د ریاست د ودانۍ په دروازه کې ځانونه والوزول او څو تنه نور ودانۍ ته ننوتل.

د ننګرهار د پوهنې رييس اصف شینواري تایید کړه چې یو شمېر وسله وال حمله کوونکي د پوهنې د ریاست ودانۍ ته ننوتي دي.

تراوسه د حمله کوونکو ترهګرو شمېر څرګند نه دی.

امنیتي ځواکونه د پوهنې ریاست ته استول شوي او له ترهګرو سره په نښته بوخت دي.

تراوسه طالبانو یا داعش د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو داسې ښکاري چې دا برید د داعش ترهګرې ډلې کړی وي.

دې ډلې تېره اوونۍ د نجونو ښوونځیو ته خبرداری ورکړی وو چې له کبله یې د نجونو ۸۰ ښوونځي بند شول.

له دې چلا د ننګرهار په چپرهار ولسوالي کې د یوې چاودذنې په نتیجه کې ۱۲ ملکیان ژوبل شوي دي. چاودنه په یوه میله کې وشوه.

One thought on “د ننګرهار د پوهنې پر ریاست په برید کې لږترلږه ۱۰ تنه ټپیان شوي”
  1. دا خلک که طالب نوم لری او که داعش
    اوس لکه لیونی سپی شوی دی
    ددوی باداران هم نور دسپو نه بدتر شوی
    که هغه ایران دی که پاکستان

    چه لیونی سپی شی نو بیا نور دلیکلو څه نشته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *