تاند- د شمالي کوریا ولسمشر، چې له جاسوسانو او جاسوسۍ سخت بېرېږي، له ځان سره سیار یا ګرځنده تشناب سینګاپور ته وړی دی.
ده دا ګرځنده تشناب په الوتکه کې له ځان سره هغه پنځه ستوریز هوټل ته وړی چې پکې اوسي.
ټاکل شوې ده چې کیم جونګ اون نن /سې شنبه/ د امریکا له ولسمشر ډانلډ ترمپ سره د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړي.
سینګاپور ته د شمالي کوریا ولسمشر له ځان سره یوازې تشناب نه دی وړی؛ بلکې ځانګړي خواړه او مرمۍ ضد لیموزین موټر یې هم وړي دي.
کیم له ۲۰۱۱ څخه، چې پلار یې مړ شو او دی واک ته ورسېد، تراوسه پورې ۳ ځلې له خپل هیواده وتلی دی.