سرچینه: آر  ټي (نن روسیه)

«زه د سوریې د خلکو په خوښه پسې ځم، نه د کومې ځانګړې ډلې»

بشر الاسد وايې که له څوکۍ څخه دهغه ګوښه کېدل په سوریه  کې د لانجې حل وي، هغه پکې کومه خبره نه کوي، خو د یوې ځانګړې ډلې په خوښه او د هیواد ستونزمن حالت ته په کتو هغه د خپل څوکۍ خوشي کول د سوریې په زیان بولي،  ټینګار کوي که  د سوریې غونډ اکثریت خلک وغواړي هغه چمتو دی له خپلې څوکۍ لري سي.

د یکشنبې په روځ د سوریې ولسمشر اسد یوه ایټالوي رای نیوز تلوېزیون ته په خپلو خبرو کې وویل: هیواد په دې کړکېچن حالت کې د پرېښودو نه دی، هیواد طوفان اخیستی، کېښتۍ باید خپل سرې پرې نه ښودل سي، د هیواد خوشي کول داسي دي لکه په کښتۍ کې ټول د سوریې خلک چې په طوفان کې پرېښودل سي.

–       د همکارۍ څرګند حقیقت:

اسد ټینګار کاوه چې سوریه چمتو ده چې په هیواد کې کیمیاوي وسلې له مینځه یوسي، سوریه د کیمیاوي وسلو د له منځه وړو ننګه نه کوي. دا په داسي حال کې ده چې د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو په پوره همږغۍ د رایو له لارې څرګنده کړه چې د سوریې د کیمیاوي وسلې به تر نړیوال کنترول لاندې راولي، او د ۲۰۱۴ تر نیمایې به په دې هیواد کې د کیمیاوي وسلو زیرمتونونه له منځه وړي.

ولسمشر وویل: حکومت مو د ملګرو ملتونو ټیم ته  د امینت ډاډ ورکوي، ددې پروسې د لا ښه والي لپاره هر ډول اقدام ته چمتو یو، د مخالفو شومې موخې او هڅې به هم اغیز ونه کړي. د مرکې په اوږدو کې اسد زیاته کړه چې حکومت یې له مخالفو سیاسي خوځښتونو سره مزاکرې او خبرو ته چمتو دی، ټینګار یې کاوه چې کله کومه ډله وسلواله وي، دې ته سیاسي ډله نه بلکي ترهګریزه ډله  ویل کېږي،  نو موږ هر ډول خبرو ته له هرې سیاسي مخالفې ډلې سره چمتو یو، له وسلوالو کسانو سره یواځې په دې شرط خبرو ته چمتو یو چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي او دولت ته یې تسلیم کړي، هغوی ته به د نورو عامو وګړو په څېر حق ورکړو. موږ القاعده او له القاعده سره تړلو ډلو او سازمانونو سره خبرو کولو ته چمتو نه یو، په ځانګړې توګه له هغو وګړو سره چې په هیواد کې بهرنیو مداخلو ته لمن وهي او یا دا چې  پر هیواد له نظامې حملو ملاتړ کوي.

د جینوا د کنفرانس موخه لا په ټولیزه توګه ناڅرګنده ده:

داسي ویل کېږي چې د نومبر په میاشت کې به په جینوا کې یو کنفرانس جوړ سي، چې موخه به یې دوه اړخیزې د سولې خبرې وي، له بل لوري به تر ډېره  د سوریې پر کورنۍ جګړه غور وسي.  اسد وویل چې لا تر اوسه ورته د کنفرانس ټول جزیات څرګند نه دي، نه پوهېږي چې خپله او که به کوم بل استازی په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د له منځه  وړلو موافقه له هغه وروسته کېږي چې د اګسټ د میاشتې په ۲۱مه په ګوتا سیمه کې په یوه حمله کې کیمیاوي وسلې وکارول سوې. د امریکا متحده ایلاتونو او ورسره متحدو هیوادونو د اسد پر رژیم تور پورې کړ، او ګوت څنډنه یې ورته وکړه چې له وسلوال ځواکه به یې پروړاندې کار واخلي.

په یوه مرکه کې اسد یادونه وکړه چې پر هیواد یې وسلواله حمله د منلو نه ده ، که بیا هم دوی وسلوالې حملې سره موفق دي، د کومې نقشې له مخي دا کار کوي؟ د یوې سمې نقشې  کتو ته اړیتا لري چې لا تر اوسه چا نه ده وړاندي کړې، له مختلفو سیمو د دولت  ضد عناصر راروان دي، دا هغه ترهګر دي چې باید ورسره جګړه وسي.

اسد پر اروپايې هیوادونو تور پورې کړ چې  د امریکا په څېر کړنې ترسره کوي. ټینګار یې کاوه چې د بشري مرستو ته په کتو باید توپیر ونه سي، له بله اړخه د سوریې د خپلواکۍ له وخته پرې دا ډول بندیزونه نه وو لګېدلي.

–       دا خبره ناسه ده چې په دمشق کې کیمیاوي وسلې کارول سوي:

د هغې پوښتنې ځواب چې ګواکې په اګست کې په دمشق کې کیمیاوي وسلې کارول سوي، حکومت په ځغرده  ردوي چې هیڅ وخت یې فوځ  ته اجازه نسته چې په دې ډول شخړو کې دې  کیمیاوي وسلې وکاروي.

استد وویل: د منطق او حقیقت له مخي دا باید وویل سي چې کله څوک پر یوه شخړه برلاسی او بریالی وي، نو بیا د کیمیاوي  وسلو کارولو ته اړتیا نه لري، پوځ بریالی دی، د یادو وسلو کارولو ته اړیتا نسته، په هیواد کې تر دې بدو حالاتو کې موږ کیمیاوي وسلې نه دي کارولې، نو په دې ډول حالت خو یې بیخي نه کاروو. همدا ډول  ولسمشر اسد زیاته کړه: د سوریې حکومت خپله د ملګرو ملتونو هیئت  د پلټنو په موخه  راوغوښت، دا به د حکومت لویه  بې مانا خبره وای چې له یو لوري یې د ملرګو ملتونو هیئت راوغوښت، او له بل لوري یې کیمیاوي وسلې کارولې، پر انټرینټ باندې ناسمې ویډیوګانې او انځورنه خپاره سوې، خو هغه ددې ثبوت نسي کېدای چې ګوتا سیمه کې دې همداسي څه ترسره سوي وي.

د یو ډول ماشومانو انځورونه دي په مختلفو ډولونو او انځورونو کې وړاندي سوي دي، یاد انځورونه پر انټرنیت موندل کېږي. خو له موږ سره په بشپړه توګه ثبوتونه شتون لري، چې ترهګرو له کوم ډول موادو، کانتېنرنو او نورو استفاده کړې، داسي ثبوتونه هم لرو چې ځینو ترهګرو له ګاونډیو هیوادونو کیمیاوي مواد راوړي، اوس خبره دا ده چې تاسو باید په دې پوه سئ چې د کیمیاوي وسلو د کارولو جرم د سوریې  پوځ نه بلکي ترهګرو تر سره کړی. اسد د کیمیاوي او هستوي وسلو او موادو پر توپیر هم و ږغېدی، چې په خپل منځ کې پوره توپیر لري.  

د سوریې د پوځ یوه دلګۍ هم له ځان سره کیمیاوي  وسلې نه لري، او نه  یې هم د کارولو جواز لري، که چیري د یادو وسلو د کارولو اړتیا وي، نو دا وسلې د بلې ځانګړې دلګۍ له لوري کارول کېږي چې هغه په ټولیزه توګه ځانته ځانګړې ده.

–       له حقوقي اړخه له ترهګرو سره جګړه:

ولسمشر اسد دیوې پوښتنې په ځواب کې چې ولي یې په لومړیو کې د مخالفینو پر وړاندې له زوره کار واخیست وویل: له ننګونو سره مو له اساسي قانون سره سم غبرګون ښوولی. په دې اړه یې یوه بېلګه هم وړاندي کړه چې د متحده ایالاتو حکومت په ۱۹۹۲ ز کال کې په لاس انجلس کې همداسي څه ترسره کړي وو.

اسد زیاته کړه: موږ باید د زور کلمه سمه تعریف کړو، موږ له زوره کار نه دی اخیستی، بلکي د اساسي قانون له قواعدو او اصولو سره سم مو کړنې د حالاتو د کابو کولو په موخه ترسره کړي، ایا تاسو د امریکایانو هغه ځواک چې په ۱۹۹۲ ز کال کې لاس انجلس ته ولېږه  قانوني ګڼئ، او که له زوره کار اخیستل؟ قانون موږ ته راښيې چې د یاغیانو پر وړاندې باید و جنګېږو، د شخړې په لومړیو اوونیو کې موږ د پوځ او پولیسو د قربانۍ شاهدان یو.

/ SANA)

–       که د سوريې خلک وغواړي زه د دوهم ځل لپاره ټاکنو کې ونډه اخلم.

اسد د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ایا غواړي له واکه لري سي وویل: که راته په هیواد کې د امن او سولې ډاډ راکړل سي، زه چمتو یم له خپلې دندي لري سم. خو دلته پوښتنه داده چې ایا حالات به سم سي؟ زه د هیواد د ولسمشر په توګه اړ یم چې پر خپله څوکۍ و اوسم، ځکه په بدو حالاتو کې زما له څوکۍ څخه لاس اخیستل د هیواد په زیان دی. هغه تېروتنې چې په دې هیواد کې سوي یا کېږي د نړۍ په بل هر ځای کې شونې دي او کېږي. پرېکړه زما په لاس کې نه ده، پرېکړه د سوریې د ټول اولس ده چې د خپلو رایو له مخي به یې ترسره کوي. زه باید هر هغه څه ته غاړه کښېږدم چې د سوریې اولس  یې غواړي، یو ځل بیا پر دې  ټینګار کوم چې پرېکړه ملي ده، په کومې ځانګړې ډلې او وګړو پورې تړاو نه لري، د ۲۰۱۴ ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو به جوته سي، که د سوریې اولس زه غوښتم،  زه به  پر خپله څوکۍ  پاته  سم، او که یې نه غوښتم هرومرو به ترې لري کېږي.

په ورستیو کې اسد ټینګار کاوه:  د سوريې ټول خلک باید د حالاتو په سمون کې ونډه واخلي، پر دې شخړې تر برلاسۍ وروسته، ډېر نور څه هم سته چې باید په اړه یې فکر وکړو، او ورته لازم تدابیر ونیسو، په ځانګړې توګه پر ایډیالوژیکي، ټولنیزو او ذهني اثراتو چې یادو شخړو له ځان سره راوړي ، باید پوره کار وسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *