تاند- دوه امریکايي جنرالان په هلمند کې د ايتلافي ځواکونو پر ګډې اډې د طالبانو د تېر کال د حملې په خاطر منفکه شول.

د امریکا د سمندري پلیو ځواکونو د قول اردو قومندان دوه دوه ستوریز جنرالان په دې خاطر ګوښه او تقاعد کړل چې په هلمند ولایت کې د بریتانیايي پوځیانو له لوري د کنټرولېدونکې اډې بسټین کمپ په ساتلو کې پاتې راغلي ول.

تېر کال پنځلس وسله والو طالبانو په هلمند کې په داسي حال کې پر بستین کمپ برید وکړ او شپږ امریکايي الوتکې یې ویجاړې کړې چې د بریتانیا شهزاده ویلیم په دغه کمپ یا اډه کې موجود و.

دې برید امریکا ته دوه سوه ملیون ډالره زیان واړاوه. له همدې کبله د بسټین حمله د افغانستان په دوولس کلنه جګړه کې امریکا ته په یو وار تر ټولو لوی ګوزار ګڼل کېږي.

د امریکا د سمندري پلیو پوځیانو د قول اردو قومندان جنرال جېمز اموس وویل چې له تحقیقاتو څرګنده شوه چې تورنجنرال چارلیس ایم ګرګتنس او تورنجنرال ګریګ اې سټردیووانت تېر کال د بسټین کمپ د ساتنې لپاره کافي ځواکونه نه ول ګومارلي. دواړو ته ویل شوي چې د تقااعد اخیستلو رسمي غوښتنلیکونه وروسپاري.

د تېر میلادي کال د سپټمبر په ۱۴مه وسله وال طالبان بستین کمپ ته ننوتل او له امریکايي پوځیانو سره یې په ساعتونو جګړه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *