صديق دقيق

له یوه بله نسله هم هیلې په پرې کېدو دي چې اورې وايي پلاني خو پر قوماندان پلاني کتاب لیکلی دي. پلانی د وکیل پلاني جعلي پاڼې چلوي. پلاني د پيسو په بدل کې د پلاني صاحب پر نوم کتاب وژباړه…

یو بل نسل، د خبرې نسل، د قلم نسل او د فکر نسل، د قوماندان، د وکیل، د غل او غاصب، د خان، د میا او د ملک په پښو کې پروت دی. د هغه خان او د هغه قوماندان جېب ته یې سترګې نیولې دي چې د ده د حق پر خوړلو خان او قوماندان دی. اوس هم د ده په قلم د ده او زرګونو نورو حق تروړي. غلا توپکی کوي، دفاع ته يې لیکوال ناست دی. معامله وکیل کوي سپیناوي يې فول برایټر وړاندې کوي. دا د توپکیانو، غلو او غاصبانو له پاڼو چې داسې غوړې لیکنې خپرېږي، دې ټولو ته لوستي ځوانان ناست دي، خپل فکر او قلم یې پلورلي، ټوله ورځ يې په اتل تراشلو تېرېږي.

دا سرونه د خم کېدو نه وو، دا وړتیاوې او دا مهارتونه باید د ارزښتونو د نیلام مارکېټ ته نه وای وړاندې شوي. د هغه توپک چې خلک وژني او هغه قلم چې شخصیت‌کشۍ کوي څه توپیر؟ څه هغه ګوتې چې ماشې کېکاږي او څه هغه چې پر کېبورډ یې ټکا جوړه وي، خو د وطن په زیان.

حکومت خو مو فیسبوکي خوشامندیو او خوش‌باوریو دې حال ته را ورساوه چې هره ورځ ترې یوه/دوې ولسوالۍ سقوط وي.

لیکواله!

د وطن ګټه زموږ ټولو ګټه ده، که خدای مه کړه وطن وبایلله موږ ورک در واخله! موږ بې‌پته وګڼه، موږ ذلیلېږو، موږ خوارېږو. موږ یوازې زه نه، ته هم نه، هر قام، هر افغان.

ستا د قلم له څوکې د غل او درغل زره چوي، مافیا له تا وېرېږي او د غاصب په اندامونو لړزه راځي. دا چې تا اخلي، ستا ژبه، پېري، ستا قلم اجاره کوي همدا یې د لیل دی چې دوی له تا سره ځان نه مواجه کوي. د قلم او کلام عفت یوازې دا نه دی چې سپکې سپورې پرې و نه لیکې، دا یې هم دی چې د غل او در غل په ملاتړ يې و نه خوځوې.

مه کوه داسې، دا خلک ستا او ستا د قلم په زور، ستا، ستا د وطنوال او ستا د وطن حق خوري.

ژورنالیسټه!

ته ټوله ورځ د جاني او د جنګي په حرامو خیراتونو پسې کمرې مه ګرځوه، ته د دې خاینانو هغه غلاوې رسوا کړه چې ولس يې د ده د مرستې وړ او اړ ګرځولی دی.

شنونکیه!

ته شپه ورځ په ټلوېزیون او راډیو، په ټربیون او په بحثونو کې د څو غیرانو په بدل کې د مداریانو ملا مه تړه. که ته رښتیا د تحلیل او تفسیر خاوند یې لومړی باید پوه یې چې وطن دې اور اخیستی او ډېر يې له همدې مافیا او مفسده اخیستی چې ته یې سپیناوي کوې. ستا په غاړه ډېر لوی مسوولیت دی، د وطن مسوولیت، د حق او حقیقت مسوولیت.

خدای په خپل لوی قدرت ډېر لوی پیدا کړي یاست، تاسې دا خپل لوی فکر ولې د پستو انسانانو یرغمل ته پرېږدئ؟ ته خپل حق له فاسد او باطله په مزدوري مه اخله، تر ستوني یې را ونیسه، ځان وطن او وطنوال دې په دې ډول ترې وژغوره.

ستا نسل په دې ګردابونو او عذابونو کې په معجزه‌اسا شکل خدای تر دې ځایه را ورساوه، که دا نسل هم ځان وپلوري، بیا به سلګونه کاله دا خلک او دا وطن د نجات لاره و نه مومي او بیا به تاریخ د دې نسل پر نوم توره کرښه را کاږي، د خیانت کرښه، د ځان، وطن او وجدان‌پلورنې کرښه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *