تاند- د افغانستان او هند د کرکټ ټیمونو ترمنځ لومړنۍ تاریخي ټيسټلوبه د هند په  بنګلور ښار کې د هندي لوبډلې په بیټنګ پیل شوې ده.

پچه هن وګټله او لومړی یې غوره وبلله چې په خپله بیټنګ وکړي.

ګومان کېږي د میدان پیچ داسې جوړ شوی چې بیټنګ ته ډېر مناسب دی او سپین یا ورو باولران پکې ښه باولینګ نه شي کولی.

د هند ملي لوبډله اوس بټینګ کوي او تر دې مهال یې (۲۱۹) منډې کړي دي. تراوسه د هند ۱ لوبغاړی سوځیدلی دی.

یامین احمدزی وتوانېد چې د هند ایس دهوان وسوځوي. دهوان په ۹۶ توپونو ۱۰۷ منډې وکړای شوې.

دا سیالي له هند سره، چې د ټیستلوبو اتل دی، د افغانستان د کرکټ ټیم لومړنۍ ټیست مسابقه ده.

افغانستان تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ. اوس افغانستان د نړۍ د نورو کرکټ لوبډلو لکه هند، استراليا، جنوبي افريقا، نیوزیلينډ، انګلستان، پاکستان، بنګله دېش او سریلانکا ترڅنګ ولاړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *