تاند- سعودي عربستان نن /پنجشنبه/ اعلان وکړ چې سبا /جمعه/ د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده.
په افغانستان کې د دې اختر خوشالي د ډېرو خلکو لپاره په دې لا ډېره ده چې دولت او طالبانو اوربند اعلان کړی دی.
که څه هم د افغانستان حکومت د روژې له ۲۷ څخه اوربند اعلان کړی خو طالبانو ونه مانه او دې ډلې ویلي چې د اختر په لومړیو درو ورځو کې اوربند کوي.
د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو نن وویل چې د اوربند له اعلان سره سره طالبانو په څو ولایتونو کې پر دولتي ځواکونو حملې کړي او دولتي ځواکونو، چې دفاعي حالت یې درلود، د طالبانو حملې په څټ کړي او سختې مرګ ژوبلې یې وراړولي دي.
دفاع وزارت نن /پنجشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت وسله والو مخالفانو په غزني، فراه، میدان وردک او زابل ولایتونو کې د ملي اردو د سرتېرو پر پوستو بریدونه کړي دي.
دفاع وزارت وايي چې د غزني په اندړ ولسوالي کې ۳۴، د فراه په پرچمن کې ۱۱، د میدان وردک په نرخ ولسوالي کې ۶ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو دفاع وزارت ټینګار کړی چې افغان امنیتي ځواکونه د اوربند د راعیتولو لپاره تهاجمي اقدام نه دی کړی او یوازې دفاعي حالت لري.