ملا معتصم اغا جان

بسم الله الرحمن الرحیم
إن الحمد لله والصلاة و السلام علی رسول الله!
یقول الله عزوجل : { وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ } (۱۹۵) سورة البقره
د افغانستان مؤمن او غیور ولسه !
خوښ یم چې یوځل بیا د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت تاسو ته .مبارکي وایم
نېکمرغه کوچنی اختر مو مبارک سه او د الله تعالی لپاره ټول ترسره کړي عبادتونه او طاعتونه مو خدای تعالی په خپل دربار کې قبول کړه.
درنو هیوادوالو، وروڼو او خویندو!
د خوښۍ ځای دی چې سږنی کوچنی اختر په داسي حال کې لمانځو چې په هیواد کې مو د جګړې د دوو افغاني ښکېلو لوریو ترمنځ د وسلو خولې بندې او د ورور وژونکې جګړې لمبې خاموشه دي.
داچې دغه لنډمهاله اختریز اوربند موږ افغانان له اوه لس کلنې شدېدې جګړې څخه وروسته وینو نو دا باید په عامه توګه ټول افغانان په او خاصه توګه د جګړې ښکېل لوري یوه ښه فرصت وګڼي او د دغه فرصت نه اعظمي استفاده وکړي.
او د جګړې ښکېلو لوريو ته په کار دی چې د همدې اوربند سره سره نور حسن اقدامات هم ترسره کړي او د جانب مقابل په وړاندي د انعطاف پذیري او تحمل نه کار واخلي ، ترڅو دغه شان ته اوربند د افغانانو ښکېلیو لوریو ترمنځ په را روانو نورو متعددو مناسباتو کښې هم تطبیق ومومي.
او بالاخره دا لړۍ د تواصل یا پیوستون برید ته ورسیږي او په هیواد کښې په دائمي او سرتاسري اوربند تمامه سي او نور د تل لپاره زموږ په هیواد کې د جګړې سوځونکې او تباه کونکې لمبې خاموشه شي.
البته دغه توقع او امید په هغه صورت کې کېدلای شي چې افغاني متقابل لوري د همدې فرصت پر مهال د ډېر درایت او بصیرت څخه کار واخلي او نور مزید انعطاف هم یو د بل په مقابل کې وکړي .
ځکه چې دا ډول فرصتونه هر وخت نه بلکي یو وخت وخت رامنځ ته کیږي نو ټول افغانانو وروڼو په تېره بیا سیاسي شخصیتونو ته په کار دی چې پر همدې مهال څومره چې یې له توانه او قدرته کېدلای شي په اړه یې مثبتې کړنې ، تایید او توافق ورسره وکړي.
محترمو هیواد والو!
د جګړې ترخو حوادثو او د هیواد د سیاستوالو داخلي اختلافاتو زموږ هیواد او ولس له داسې ناوړه شرائطو او ناخوالو سره مخ کړی دی چې نور یې زموږ د ولس د صبر حوصله انتهاء ته رسولې ده.
که څه هم د دغو ناخوالو د راپیداکیدو نسبت تر ډیره بهرني اشغال ته کیږي خو که په دقیق نظر وکتل شي نو بهرنی اشغال هم خپله د افغانانو د نه همږغۍ او د هغوئ د سیاست والو د فکري او سیاسي اختلافاتو زیږنده دی چې افغان ولس یې له دغې سترې تباهي سره مخ کړی دی.
له دغه ناوړه وضعیت څخه د نجات او ژغورنې یواځینۍ لاره خپل منځي یووالی او تفاهم دی چې الله تعالی دي زموږ د ځوریدلي او شیندل شوي ولس نصیب کړي.
دا یوښه زیری دی چې زمونږ د هیواد د جنجالي قضیې دوه مطرح لوري افغان دولت او اسلامي امارت کم ترکمه د څو محدودو ورځو لپاره په خپل منځ کې په اوربند رضا شوي دي.
موږ واقعا دا کار د بین الافغاني تفاهم لپاره یو تمهید ، اساس او پیلامه بللای شو که ښکېل لوري د دغه فرصت نه په تعقل سره په مخلصانه او صادقانه ډول کار واخلي نو به په یو مثبت او اغیزمن ګام سره واوړي .
خو د دې لپاره چې د یاد اوربند د تمدید یا د بیا ځلې تطبیق امکانات په هیواد کې نور هم زیات شي نو په کار دی چې ښکېل اړخونه دغه ستر آرمان ته د رسیدو لپاره ځیني عملي ګامونه هم واخلي.
عملي ګامونه په دې معنی لکه اسلامي امارت چې په اختر کې د اوربند ترڅنګ د مقابل لوري د بندیانو د خوشي کولو ژمنه کړې دولت هم باید په عین ډول داسي ښې کړنې ترسره کړي او د خپلو محبسونو څخه د سیاسي بندیانو د خوشي کولو په اړه اقدام وکړي .
او همدا رنګه د دغه اوربند پرمهال د جنګي دواړو افغاني لوریو ترمنځ د باور جوړولو داسي هڅي وشي چې دا پروسه هم د افغان ولس او هم د نړیوالې ټولنې لپاره د اعتماد وړ وګرځي.
د بهرنیانو لخوا د افغانستان اشغال د افغانانو د داخلي جګړو او اختلافاتو نتیجه ده ، نو ترڅو چې افغانان د خپل برخلیک په اړه د یوې افغاني اجماع په سلسله کښې د نړیوالې ټولنې په حمایت د خپل نظام لپاره پر یوه میکانیزم باندې توافق نظر ته نه وي رسیدلي مشکله ده چې بهرنیان له افغانستان څخه وتلو ته چمتوشي .
همدا اوس د طالبانو د اسلامي تحریک او حکومت ترمنځ لنډ مهالی اوربند پر امریکا برسیره د ناټو ، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې لخوا د تائید او استقبال وړګرځیدلی او له هغه څخه یې خپل حمایت اعلان کړی دی.
که چیري د اختر په شپو ورځو کې دا اوربند په عملي ډول نافذ شي خامخا به امریکا، ناټواو ملګري ملتونه نور هم د دغه اوربند حمایت کوي او بالاخره به په دې پروسه کې په داسې ډول سهم اخلي چې دلته د جګړې د پایته رسیدو لامل وګرځي.
هغه واقعیت چې موږ ټول ورباندې باید اعتراف وکړو هغه دا دي چې د جګړې له لارې هیڅ کله زمونږ د هیواد لانجه نشي هواریدای.
پردغه ټکي اوس امریکایان او ناټو هم قانع او د ناټو عمومي سرمنشي د ناټو په وروستۍ غونډه کې ورباندې په ښکاره اعتراف وکړ.
نو په کار دی چې د دغه اوربند له فرصت څخه ټول افغانان په ښه ډول ګټه واخلو او یو بل ته د میني ، ورورولي او یووالي لاسونه ورکړو د یو موټي ولس په توګه خپل هیواد د روانې ویجاړۍ او تباهۍ څخه وژغورو او د بیا رغونې او ترقۍ په کارونو کې یې سهم واخلو.
که مونږ په دې کار کې اخلاص او صداقت ولرو د الله (ج)معاونت به راسره مل وي.
په پای کې یوځل بیا د همدې برکتمنو شپو او ورځو له امله خپلې ښې هیلې او تبریکۍ د خپل ځوریدلي ولس هر وګړي ته وایم ، الله تعالی مو دي نور دا اختر د هیواد دائمي سولې ، سوکالۍ او نیکمرغۍ اختر وګرځوي … آمین یارب العالمین.
والسلام علیکم ورحمت الله ……..
ملا اغاجان معتصم د طالبانو داسلامي تحریک د سیاسي شورا پخوانی مشر.
۲۸ رمضان المبارک ۱۴۳۹ هـ ق
۱۳۹۷/۳/۲۳ هـ ش
۲۰۱۸/۶/۱۳ م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *