تاند- د افغانستان په مختلفو سیمو، په تېره بیا لویو ښارونو کې خلک وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د اختر د خوشالۍ احساس کړی ځکه چې اوربند دی.

که څه هم د شنبې په ورځ په ننګرهار کې د داعش د تروریستي ډلې له لوري خونړۍ انتحاري موټر بمي حمله وشوه، د ګڼو سیمو اوسېدونکي وايي چې له ډېرو کلونو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د اختر خوشالي احساس کړې ده.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړنی اختر دی چې په ترڅ کې یې خلک د انفجار، انتحار او بمبارۍ له درکه زیات تشویش نه لري.

دې لنډمهاله اوربند ګڼو خلکو ته هیلې زېږولي چې اوږد به شي او په نهایت کې به د دایمي سولې لپاره لار هواره کړي.

په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د مخالفت تور یوازې ښکېلو خواوو ته نشي نیول کېدای. ځینې کسان او ډلې، چې په قومي سیاستونو باورمن دي، فکر کوي چې سوله او اوربند د دوی د اوږدمهالو ګټو خلاف ده.

طالب او عسکر د روغبړ په حال کې

د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال محمد رادمنش له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، «په افغانستان کې ځینې ګروپونه له بهر څخه توظیف شوي چې د اوربند پروسې سره مخالفت وکړي.»

د روند سبز ډلې مشر امرالله صالح یو له هغو کسانو څخه دی چې د طالبانو درې ورځني اوربند سخت پریشانه کړی دی.

صالح د دغه اوربند او په نتیجه کې یې ښارونو ته د طالبانو تګ راتګ پارولی دی. ده که څه هم هڅه کړې چې خپل غرض او مرض پټ وساتي خو په دې کار کې بریالی شوی نه دی.

صالح لیکلي، «باید په یاد ولرو چې اوسنی اوربند د سولې معنا نه لري…. دا اوربند د افغانستان د ولسمشر له نوښت سره تړاو نه لري. ولسمشر نه د دې طرحې طراح دی او نه نوښتګر بلکې یوازې ویاند دی. که دی یې نوښتګر وای باید طالبان ښارونو ته نه وای داخل شوي….»

په ۲۰۰۱ کې په افغانستان د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له برید څخه وروسته، چې د طالبانو او ګلبدین حکمتیار ډلې له صحنې څخه حذف شوې یوازې شمال ټلواله وه چې په عملي ډګر کې یې واک او ځواک ترلاسه کړ، او د رسنیو د راپورونو او شواهدو په اساس یې د ځمکو د غصب، د هیرویینو د قاچاق او د اداري فساد لویې مافیاوې وزېږولې، او ویل کیږي چې دغه ډلې اوس د سولې په نتیجه کې د خپل راتلونکي په هکله اندېښنه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *