تاند- د افغانستان د ولسمشر له لوري طالبانو ته د اوربند د تمدید او د بهرنیو پوځیانو د وتلو په شمول پر ټولو مسلو خبرو ته د چمتووالي له اعلان وروسته امریکا وویل چې حاضره ده د افغانستان د حکومت او طالبانو په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي.
د جګړې د بس کولو لپاره ظاهراً د طالبانو دوه اساسي شرطونه دا دي چې امریکا دې ورسره خبرې وکړي او خپل پوځیان دې له افغانستانه وباسي.
پرون ولسمشر غني له طالبانو سره تر نامعلومې مودې پورې د اوربند د غځولو د اعلان په مهال وویل چې د افغانستان حکومت حاضر دی چې له طالبانو سره د بهرنیو پوځیانو د حضور، راتلونکې رول او برخلیک په اړه د دې ډلې د ټولو غوښتنو په باب خبرې وکړي.
د ښاغلي غني په څرګندونو پسې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون ته تیاره ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ولسمشر غني د خبرو په تایید وویل، د سولې په خبرو کې «د نړیوالو پوځیانو او لوبغاړو» پر رول دې هم بحث وشي.
ناټو، ملګرو ملتو او بریتانیا هم د افغانستان د حکومت له لوري له طالبانو سره د اوربند د اوږدېدو ملاتړ کړی دی.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر ویلي چې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو د درېدو هرکلی کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په نړیواله ټولنه کې هم د افغانستان د سولې په اړه اجماع شته.
پرون د افغانستان د ولسمشر په امر د ښه نیت په توګه ۲۶ طالب بندیان خوشي شول.
په همدې حال کې د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي چې که اوربند دوام وکړي او طالبان هم بندیان خوشي کړي، ډېر نور طالب بندیان به خوشي شي.
نن /یکشنبه/ د اختر درېمه د طالبانو د درې ورځني اوربند وروستۍ ورځ ده خو ځینې سرچینې وايي چې ممکن طالبان هم اوربند اوږد کړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې عالي شورا هم نن په یوه خبري غونډه کې د سولې او اوربند په اړه خپل دریځ اعلان کړي.