تاند- وسله والو طالبانو د خپل اعلان کړي اوربند د پای په وروستیو ساعتونو کې په هلمند، کندهار او لغمان ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو حملې وکړې.
طالبانو د دوشنبې په ورځ وویل چې اوربند به اوږد نه کړي.
ګومان کېده چې طالبان به د دوشنبې تر ورځې پورې حملې ونه کړي خو دې ډلې د اختر د درېمې تر پایه، چې د شپې ۱۲ بجې دي، صبر ونه کړ.
په تېرو درو ورځو کې افغانان سخت خوشاله ول او ډېرو رسنیو ته ویلي چې له څه باندې یوې نیمې لسیزې وروسته د لومړي ځل لپاره د اختر په خوشالۍ پوی شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې داعش ترهګرې ډلې حملو ته دوام ورکړ او په جلال اباد کې یې د شنبې او یکشنبې په تروریستي حملو کې لږترلږه ۵۰ تنه شهیدان او تر ۱۱۵ زیات نور ژوبل کړل.
د طالبانو اوربند د ډېرو خلکو توقع لوړه کړه او اوس چې طالبانو د جګړې د دوام خبره کړې، خلک زیات مایوسه شوي دي.
په کندهار، هلمند او د لغمان په الیشنګ کې امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو تېره شپه د دوی پر پوستو بریدونه پیل کړي دي.
طالبانو دا بریدونه له دې سره سره کړي چې ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو په شمول پر ټولو مسلو له طالبانو سره خبرو ته تیار دي.
تراوسه پورې د طالبانو د تېرې شپې د حملو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون اوربند ۱۰ ورځې نور اوږد کړ.
څرګنده نه ده چې هغه طالبان به، چې د اختر په درو ورځو کې د ولس او امنیتي ځواکونو له لوري د اوربند په خاطر ونازول شول، د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد په جګړه کې د پخوا په شان برخه واخلي او که دریځ به یې بدل شوی وي.
نو چه داسی ده باید طالبانو ته سخت ګذار ورکړل شی لکه څنګه چه د پاکستانی طالبانو مشر ډرون مړ کړ داسی د ملا هیبت الله هم ووژل شی