تاند – د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه را روان شوی د سولې د ننګیالیو کاروان نن دوشنبه /د غبرګولي ۲۸مه/ سهار وختي د پلازمېنې کابل د کمپنۍ سیمې ته راورسېد.

هغوی د عبدالعلي خان کلا سیمې په یوه جومات کې اړولي چې له پلي مزل څخه وروسته او پلازمېنې ته له داخلېدلو څخه مخکې یو څه د ارام ساه واخلي.

د هلمند د سولې د حرکت ۸ تنه غړی د غوایی په ۲۳مه د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه را روان شول او کندهار ته په را رسېدلو سره ۷ تنه د سولې نورفعالان هم ورسره یوځای شول. وروسته په زابل، غزني او میدان وردک ولایتونو کې نور کسان هم ورسره یوځای شول.

د کاروان یوه برخه وال، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، تاند ته وویل، چې د سولې د ننګیالیو د کاروان هغه برخه وال چې تر کابله را رسېدلي ۱۱۰ کسان دي.

هغوی به چې ویل کیږي د کابل ښار یو شمېر مدني فعالان یې بدرګې ته ور روان دي،‌ د سهار د لمانځه له ادا کولو څخه وروسته په پلازمېنه کابل کې یوه مشخص ځای ته، چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له امله یې رسنیو ته ووایي ځانونه رسوي او هلته به خپل پروګرام ترسره کوي.

د هلمند د سولې د حرکت غړو خپل مدنی حرکت د وری په ۴مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې له یوه لوبغالی څخه بهر د یوې چاودنې په سبا شروع کړ او د پرلت په ۵۰مه ورځ یې یو شمېر غړو د کابل په لوری پلی تګ پیل کړ او له ۳۵ ورځو پلي مزل څخه وروسته نن پلازمېنې کابل ته را ورسېدل.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *