د سمندر پر سر لمر پټپټونی کاوه. د وریځو یوه څپه به یې له مخې سمه نه وه لرې شوې چې نورې وریځې به پرې راغلې.
د (شګلن سمندرغاړې) ترڅنګ رهي وم. دلته هتله غوټه غوټه بوټي رابوټیدلي وو. وړاندې خړه غونډۍ هسکه ایسیده. د غونډې سر تیره تیک معلومیده، داسې ښکاریده لکه چې غر راته ولاړ وي. ورګړندی شوم. پر ډبرینه غونډۍ ساه نیولی ساه نیولی وختم. له پورته مې شاوخوا وڅارله. هغلته په مخکیني ځای کې شنه بوټې دا رنګ بریښیدل لکه د زمردو غاړګۍ چې پرې شوې وي.
پر غونډۍ راشیوه شوم. بیرته همهلته ورغلم، پر زرغونو بوټو مې لاس تیر کړ، شګې مې په موټ کې ټینګې کړې، پښې مې ورته لوڅې کړې، پر شګو پالي پالي روان شوم…
د مرغه له غږ سره مې پورته پام شو. سیګل دغونډۍ لور ته الوت.
« د غونډۍ منځ ژور ښکاري چې هلته به څه وي؟ »
« اخ چې له غونډۍ نه وای راښکته»
د غونډۍ سیوری د سمندر پر اوبو راښکته شوی و. د لمر لور ته مې سترګو اوښکې وکړې، لمر له وریځو ووت. د سمندر بر سرته ډوب شو.
پای