غلام حضرت صالحزوی

 جنګ د ملتونو ، دولتونو او یا انساني ډلو ترمنځ هغه منظم ، ارادي ، مسلحانه او غالبا اوږدمهاله اخ وډب ته ویل کيږي چې له قهر، خشونت، ځاني او مالي تلفاتو سره یوځای وي.

جنګ د سیاسي، اجتماعي او اقتصادي اختلافاتو په نتیجه کې رامنځ ته کیږي . کله چې د ټولنو او دولتونو ترمنځ جنګ او خشونت نه وي، هغه حالت ته « سوله » ویل کيږي.

جنرال کارل فون کلاوزویتس یو پروسي ( پخواني جرمني) نظامي او تیوریسن په 1832 میلادي کال کې په خپله رساله کې چې « د جنګ په باره کې » نوميږي، جنګ داسې تعریف کړی دی: «جنگ هغه عمل دی چې د زور په استفادې سره د خپل دښمن مجبورکړي چې زمونږ غوښتنې ومني.»

جان کیګان په خپل کتاب « جنګاوري » کې لیکي چې : جنګ یو نړیوال مفهوم دی چې د هغه ډول او پراختیا په هغې ټولنې پورې اړه لري کومې چې د هغو مصرف او قیمت ورکوي.

د بشریت د اولې دورې جنګونه له اوسنیو سره ډېر تفاوت لري . هر څومره چې له مدرنو وسلو نه استفاده کيږي ، هغومره د بشر تلفات هم زیاتیږی . ویل کيږي چې له 3500 مخکې له میلادی نه د 20 زېږدیزې پېړۍ پورې د انسانانو ترمنځ 14500 جنګونه شويدي چې شاوخوا دری نیم میلیارده انسانان پکې وژل شوي دي.

په دې موده کې یواځې 300 کاله انساني ټولنې په سولې کې تېر کړيدي. د دوهمې نړيوالې جګړې په پای کې د نړۍ ډېر هېوادونه د ملګرو ملتونو له سازمان سره ملګري شول او له جنګ سره د نفرت او کرکې په خاطر یې د « جنګ » د وزارتونو نوم په « دفاع » وزارت بدل کړل.

که څه هم له دوهمې نړيوالې جګړې را وروسته د دولتونو ترمنځ جګړې لږ واقع شويدی خوپه خواشینۍ سره زمونږ هېواد له تېرو 40 کلونو راهیسې په جګړو کې ښکېل دی او هره ورځ زمونږ ځوانان ، ماشومان ، ښځې ، سپین ږیري او بیګناه هېواد وژل کیږي. دا جګړې ځاني او مالي تاوانونه لري. اقتصادي پروژې او امکانات له منځه ځي، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، پلونه ، لویې لارې او نور عام المنفعه او ټولګټې تاسیسات پکې تخریب او ورانيږي.

زمونږ جنګ یواځې د افغانانو خپل منځي جنګ ندی ، کورنۍ او باندیني ابعاد لري: تروریزم ، افراطیت ، د مخدره موادو تولید ، قاچاق، فساد ، د پردیو استخباراتي کړیو شتون ، د ګاونډیانو مغرض اهداف او په جګړو کې دښکېلو خواوو نه د هغوي مالي ، نظامي ، تبلیغاتي ملاتړ او نور عوامل د دې باعث کيږي چې زمونږ جنګ دوامداره شي. د دغو ناخوالو او جګړو پای په یو څو ورځني اوربند سره امکان نه لري . سولې ته د رسېدلو لپاره دوامداره هلوځلو ، مذاکراتو ، جرګو ، مرکو ته اړتیا لیدل کيږي.

خو تر هرڅه مخکې د مذاکراتو پروسه باید افغاني شي. لکه څنګه چې زمونږ جنګیالو د کوچني اختر په ورځو کې یو بل په غېږ کې سره ونیول ، سیاسي زعامت ته هم لازمه ده له شهامت نه کار واخلي او یو بل ته خپلې غېږې پرانیزي. خپل هېواد ته سوله راوړي. ځوانان ، روڼ اندي ، د خواله رسنۍ او ټولنیزې رسنۍ باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره معقول وړاندېزونه ، نظریات او طرحې وړاندې کړي.

خپله حوصله له لاسه ورنکړي او هغه فضا چې پدې تېرو درې ورځو کې زمونږ د مسلحو قواوو او مقابل لوري د جنګیالیو ترمنځ رامنځ ته شوې وه وستایل شي ، د دوي ترمنځ لا نوره د اعتماد فضا رامنځ ته شي. په تدریج سره د یو او بل لورې غوښتنې باید وڅېړل شي، دواړه لوري باید له ګذشت او تېریدنې نه کار واخلي.

د اختلافاتو د پای ته رسېدو لپاره په داسې شرایطو توافق وشي چې هېڅ لوری زیان ونه ویني بلکې ټول ښکېل لوری او خصوصا ټول ملت ترې مستفید شي. د سولې لپاره داسې میکانیزم جوړشي چې په راتلونکې کې د بل ځل جګړې پېښېدلو امکان صفر ته ورسیږي.

ځوانان ، روڼ اندي ، د خواله رسنۍ او ټولنیزې رسنۍ باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره معقول وړاندېزونه، نظریات او طرحې وړاندې کړي. خپله حوصله له لاسه ورنکړي او هغه فضا چې پدې تېرو درې ورځو کې زمونږ د مسلحو قواوو او مقابل لوري د جنګیالیو ترمنځ رامنځ ته شوې وه وستایل شي ، د دوي ترمنځ لا نوره د اعتماد فضا رامنځ ته شي. د سوله ییز ، سوکاله او آباد افغانستان په هیله

One thought on “د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو غمیزه او سولې ته د رسېدو هیلې”
  1. له دې مالوميږي چې جنګ او جګړې د انسان فطري خاصیت دی.
    علاوه پردې چې انسان اشرف المخلوقات دی ، خو د خپلو همنوعو وژل یعني دری نیم میلیارده انسانانو وژل به د هېڅ بل ژوندي موجود له وسې پوره نه وي.
    د الله ج له درباره استدعا کوم چې زمونږ د هېواوالو په زړونو کې رحم واچوي چې له وژلو او قتل عام نه لاس واخلي . د الله ج حکم چې وایی : والصلح خیر – یعني سوله له جنګ نه بهتره ده ، عملي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *