سید عبدالله پاچا
د افغان ځواکونو ځانګړي سرتېري له څه باندې دو کلونو راهيسې د هلمند د تر ټولو پېچلې جګړ مهاروي. د پوځ، او ملي امنيت په ګډون د پوليسو اړوند ځانګړي سرتېري د هلمند د جګړې پر تاوده ډګر داسې لاسته راوړنې او غنيمتونه لري چې په سيمه کې ساری نلري.
د افغان کومانډويانو وروستۍ برياوې د هلمند په مارجې او کجکي کې د هغو زندانونو ماتول ول چې مزدور دښمن پکې بېګناه وګړي او يوه برخه پوليس يرغمل ساتل. کومانډو ځواکونو په دې او تېره اونۍ کې د طالبانو درې زندانونه مات کړل ۱۲۶ بنديان يې ترې ازاد کړل.
د کومانډو دې مېړانې ته لږ ځير شئ چې د دښمن تر ټولو امن ځای ته ورکښته شي، همالته دښمن وځپي، زندان مات کړي، او خلک ازاد کړي. يو بندي چې په تازه ورځو کې د کومانډو په عملياتو کې راخوشي شوی ول؛ دلته کابل ته راغلی و کيسه يې وکړه چې د شپې لس بجې وې، ناببره الوتکې راکښته شوې.
موږ په اطاقونو کې بنديان و. پښې مو په ځنځرانو تړلې وې. کله چې د الوتکې کښېنستې، پر موږ ولاړ پيره داران له وسلو سره په منډه شول. يوار ډزې شوې. څو ډزې وشوې، وروسته جګ جګ ځوانان چې مخونه يې پټ او تورې عينکې او دور بينونه يې پر سترګو ول، زموږ اطاق ته راداخل شول.
غږ يې وکړ چې ونه وېرېږئ، موږ کومانډويان يوو، ستاسې د نجات لپاره راغلي يوو. په دې وخت کې يوه بل کومانډو چې پر تندي يې څراغ لګېدلی و رانيژدې شو چې په تاسې نظاميان څوک دي. نظاميانو ځان ور معرفي کړ. بيا نور راتېر شول، ژر تر ژره يې ځنځرونه رامات کړل.
موږ ډېر خوشال شوو. دوئ ويل: ډاډه اووسئ، تاسې روغ رمټ رسوو. موږ د ډزو پوښتنه ترې وکړه ويل: هغه د غلام دښمن جګړه مار مو ووژل چې پر تاسې يې پيره داري کوله. د شپې له لسو د شپې تر ۲ بجو پوري همالته وو. دوئ هم ډېره ډاډه ګرځېدل راګرځېدل.
ټوله سيمه يې وکته. وروسته الوتکې راغلې، موږ يې ور وخېژولو، ښوارب پوځي اډې ته يې بوتلو، هلته يې ډوډۍ او اوبه راکړې. دا نفر کيسه کوله چې دا د طالبانو داسې خوندي ځای و چې د دوئ هر سړی هم نه شو ورتللی.
کومانډو د تېرو دوو کلونو راهيسې د طالب مزدورانو په لسګونه زندانونه مات کړي، او په سلګونه بنديان يې ترې راخوشي کړيدي. د کومانډويانو دې غيرت ته متوجې شئ چې د خپل خونکار، قاتل، او وحشي دښمن په منځ کې ځانونه ور شېوه کړي، همالته دښمن تيت وپرک کړي، وې وژني او په لسګونه کسان ژوندي ترې راولي.
د انسانانو وژل ډېر اسان کار دی چې طالب تروريستان يې تل کوي، خو د انسانانو ژوندي پاته کېدل، يا له مرګه ژغورل اسان کار نه دی چې نه يې طالب وحشي کولی شي، او نه يې دا کار کړی دی. طالبان تل انسانان وژني، او کومانډو تل انسانان ژغوري.
په هلمند کې هيڅ داسې ځای نشته چې طالب تروريستان دې له کومانډو پکې پټ شي. چېرته چې طالب د پټېدو ځای لټولی وي، هلته بيا وار له مخه اتلو کومانډويانو ځانونه رسولي وي. طالب تل د غيرت خبرې کوي. داسې غيرت چې يواځې يې دوئ غيرت ګڼي.
که طالب بې ننګه او بې غيرته نه وي، ولې د ولس په منځ کې چاودنې کوي، ولې په ښارونو کې ځانمرګي بريدونه کوي، خو له کومانډو سره دې وجنګېږي. همدغه يې د غيرت ځای دی. کومانډو د طالب ساحې ته، د طالب منځته او د طالب مورچې ته ورځي، همالته دې ورسره وجنګېږي چې غيرت يې مالوم شي.
طالب ته چې د کومانډو نوم ورته واخلې، لکه روح چې ترې قبض کړې، ژبه يې بنده شي، ساه يې وچه شي او ټوپک يې پر غاړه وي، منډې په مخه کړی وي. تاسو په هيڅکه وانه ورئ چې طالب دې په داسې ځای کې چې عام ولس يې د سپر په توګه کارولی نه وي، بری ترلاسه کړی وي.
طالب تل ناکام وي، او هيڅکله يې بريا نه ده ترلاسه کړې. د طالب د بې ننګۍ او بې غيرتۍ تر ټولو څرګند ثبوت دا دی چې د ولس له کورونو د مورچو ګټه اخلي. د ولس له ککريو د اغزنو خوليو کار اخلي. چېرته چې ښځې او ماشومان ويني هلته ځان پکې خوندي کوي.
تاسې ورشئ په هلمند کې پوښتنه وکړئ چې کومانډويانو پر طالبانو څه حال جوړ کړی دی. نه يې خوب ته پرېږدي، نه يې ارام ته. شپه و ورځ يې پر يوه کړې، طالب هيڅ ځای ترې نه شي پټېدلی. په هر غار چې ننوځي، د کومانډو اتل سرتېري لکه زمريان په پسې وي، تر لکيو يې رانيولي وي، او پټېدو ته يې نه پرېږدي.