لپټاپ یې روښانه کړ. د تل په څېر یې د خبرونو وېبپاڼې خلاصې کړې. تندی یې تریو شو. پاڼه یې بنده کړه. مخامخ ديواله ته ځېر شوه. اوږده سا یې واخیسته. ګوتې یې په پېکي کې تېرې کړې، پر څوکۍ یې تکیه وکړه. د لپټاپ پر مخ، د درې رنګه بیرغ انځور و. په انځور کې یې سترګې خښې کړې. په سوچونو کې ډوب شوه. بېرته په څوکۍ کې را نېغه شوه. د لپټاپ پر ښېښه یې ګوتې تېرې کړې.
ورته ځېر شوه، د بیرغ په منځ کې په طلايي رنګ لیکلې کلمه طیبه یې ښکل کړه. د ډېوې حوصله ختمه شوه. قلم یې کېښود، پوښتنه یې ترې وکړه.
– هې! څه شوي ولې اسوېلې وباسې؟
لا هم په بیرغ کې ډوب وه، د ډېوې غږ یې وا نه ورېد. هغه ور ولاړه شوه، په لاس یې ټس ورکړ.
– چېرې تللې وې؟
– څه!؟
– خدای خبر چې په چورتونو کې دې چېرې چکر واهه هاهاها
– نه نه، زه او چکر؟
– نو بیا؟
– هسې، د پرونۍ پېښې خبر مې ولوست، سوچونو ډوب کړم.
– بیا خبر؟ شل وارې خو مې ویلي، سهار سهار خبرونه مه لوله، ټوله ورځ دې خرابوي
– اممم…
قلم او کاغذ یې را واخیستل، پنډ کتاب یې پرانیست. له نښه کړي ځایه یې پیل کړ. درې څلور جملې یې ترې وژباړلې، پاتې توري ورته نااشنا ښکارېدل… بیا بیا یې ولوستل، خو ذهن یې نه راټولېده. تش کاغذ یې د کتاب تر منځ کېښود او کتاب یې وتاړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *