د نیمروز مرستیال والي مطبوعاتی دفتر

خبرپاڼه

د نیمروز دیني عالمان:

د اوربند په تړاو د ولسمشر غني د اقدام هرکلی کوو او له وسلوالو طالبانو غواړو، چې اوربند وغځوي.

یادې څرګندونې نن په نیمروز ولایت کې لسګونه علماو د یوې غونډې پرمهال وکړې، چې په غونډه کې پر دوی سربېره یو شمېر لوړ پوړه دولتي مسوولینو هم برخه درلوده.

په دغه غونډه کې دیني عالم مولوي حمدالله و ویل، چې سوله د الله تعالی امر دی او په کار ده، چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې ته د سولې له لارې د پای ټکی کېښودل شي. د حمدالله په وینا په افغانستان کې روانه جګړه استخباراتي ده او مشروعیت نه لري او افغانان د یوې پردۍ جګړې قربانیان دي. نوموړي د ولسمشر د اوربند د تمدید هر کلی وکړ او له وسلوالو طالبانو یې وغوښتل څو اوربند وغځوي.

د غونډې پر مهال د حج اوقافو رییس حزب الله مولوي زاده هم د ولسمشر غني اقدام وستایه او له وسلوالو طالبانو څخه یې د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د نیمروز مرسیتال والي سردار محمد همدرد د دغې غونډې په تړاو و ویل، چې د جګړې په تړاو د ولسمشر غني وروستی اقدام د ستاینې وړ دی او پر وسلوالو طالبانو یې غږ وکړ، څو د ولس غوښتنې ومني او اوربند وغځوي. ښاغلي همدرد زیاته کړه، د ټولو علماو غوښتنه همدا ده، څو په افغانستان کې نامشروع جګړه پای ته ورسوي او په ګډه د نظام په پیاوړي کېدو کې برخه واخلي.

اونۍ وړاندې ولسمشر غني د کوچني اختر په مناسبت له وسلوالو طالبانو سره د جګړې اوربند اعلان کړ، چې د ولس له پراخه هرکلي سره مخ شو، چې د حکومت له خوا د یاد اوربند له تمدیدېدو وروسته افغانان له وسلوالو طالبانو هم غواړي، چې اوربند وغځوي او د سولې لپاره سره کیني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *