روبرټ مرډاک د رسنیو د امپراطوری په جوړولو سره او د نړۍ د عامه افکارو د تسلط له لارې دخپلوصهیونیستي او سیاسي موخو لپاره کارکوي .او د پردې ترشا د انګلیس او امریکا په سیاست کې مهم رول لوبوي .
دا چې نوموړی د امریکا پر رسنیو په پوره ډول واک او تسلط لري نو دامریکا د بې تخت او بې تاجه بادشاه لقب یې خپل کړی.
رابرټ مرډاک د استرالیا په ملبورن ښار کې د یوې ورځپاڼې په خپرولو لاس په کار شو چې له یوې لنډې مودې وروسته دنړۍ د رسنیو امپراطوري یې رامنځ ته کړه.
رابرټ مرډاک په ۱۹۳۱ کال کې د استرالیا په ملبورن ښار کې وزیږید پلار یې خبریال و او داسترالیا له بیلابیلو رسنیو په دندو بوخت و .
رابرټ له ماشتوبه په یوه داسې چاپيريال کې لوی شوی چې د ژورنالیزم او رسنیو په اړه یې پوره مهارت لاسته رواړی او بیا له يې دغه مسلک سره یې مینه پیدا شوه.
له لومړنیو زده کړو وروسته د لوړو زده کړو لپاره انګلستان ته ولاړ او د اکسفورډ په پوهنتون کې یې لوړې زده کړې پیل کړې دزده کړو ترڅنګ د ډیلي اکسپرس ورځپاڼې سره هم کار کاوه وروسته يې بیا رسنیز فعالیتونه امریکا ته وغځیده او امریکا ته ولاړ .
اوسمها ل د نړۍ ډیرې معتبرې رسنۍ د مرداک ترولکې لاندې دي او په دې سره یې د نړۍ د رسنیو امپراطوري یې خپله کړې
د نړۍ ترټولو مهم اقتصادي ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال ، د نیوز کارپس کمپنۍ ، د نړۍ فاکس ټلویزیونونه ، سکای ټلویزیونو او دې ته ورته د نړۍ نورې مهمې رسنۍ د مرډاک د مفکوري تراغیز لاندې خپرونې لري.
دغه يهود استرالياى الاصله امريکايى دى چې د اسلام ضد او د امريکا دسياست لپاره کارکوي نوموړي په دې وروستيو کې د افغانستان دوه خصوصي ټلويزيونونه هم خپل کړي دغه دوه ټلويزيونونه د مرډاک د مفکوري لپاره کارکوي
داچې دغه دوه تلويزيونونه کوم ،کوم دي قضاوت به يې د دغوتلويزيونونو ليدونکو ته پريږدوچې له خپرونو ديادو ټکو درک وکړي .
افغانستان کې يوشمير رسنۍ داسي مطالب خپروي چې په څرګنده زمونږ د دين او کولتور خلاف خپرونې لري او دولت هم تراوسه د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره کوم لازم ګام نه دى پورته کړى .
داطلاعاتو او کولتوز وزارت او درسنيو پرکړنو د څار کميسيون بايد په سمه توګه درسنيو پرخپرونو څارنه ولري او هغه خپرونې چې د ملي ، اسلامي ارزښتونو او د افغاني دود خلاف وي مخه يي ونيسي .
له باور ورځپاڼې په مننې .