تاند- وسله والو طالبانو نن /چهارشنبه/ په بادغیس ولایت کې یوه پوځي اډه ونیوله او ۳۰ سرتېري یې ووژل.

د بادغیس والي د دې پېښې د تایبدولو په ترڅ کې وویل چې دا له اوربند راوروسته په بادغیس کې د طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو لومړنی برید و.

والي عبدالغفور ملکزي وویل، طالبانو نن سهار وختي پر دوو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د بادغیس د ولایتي شورا ريیس عبدالعزیز بېک وویل چې دا بریدونه په بالامرغاب ولسوالي کې شوي دي.

ده زیاته کړه«ډېر شمېر طالبان له څو خواوو راغلل. جګړې څو ساعته دوام وکړ او ۳۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه پکې شهیدان شول او اډه د طالبانو لاس ته ولوېده.»

عبدالعزیز بېک دا هم وویل د بادغیس ولایت په نورو سیمو کې تېره شپه ۱۵ طالبان پر امنیتي ځواکونو د حملو په لړ کې وژل شوي دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فراه په بالابلوک او جوند ولسوالیو کې هم تېره شپه د طالبانو په حملو کې لږترلږه ۱۷ افغان سرتېري شهیدان شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې افغان امنیتي ځواکونه اوربند ته دوام ورکوي، د عملیاتو اجازه نه لري خو د ځان د دفاع حق ورکړل شوی دی.

One thought on “د طالبانو په حملو کې لږترلږه ۴۰ افغان سرتېري شهیدان شوي”
  1. طالبانو! دا شهیدان امریکایان وو؟ خجالت وباسئ، د ایران او پاکستان نوکرانو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *