امیرجان وحید احمدزی ||

ولسمشر غني د سولې ولسي حرکت غړو هرکلي او درناوي ته پرون ماسپښین له ارګ څخه ور ووت. حضوري چمن سیمې ته ورغی او هلته د بدني روزنې ریاست مخته پر عمومي واټ یې د کاروان هغه غړي چې د سولې د تامین په پار یې څلوېښت ورځې پلی مزل وکړ او ۷۰۰ کیلو متره لاره یې په تڼاکو پښو ووهله، په غېږ کې ونیول. له هر یوه سره یې جلا جلا روغبر وکړ، هغوی یې ښکل کړل، د هغوی ژړاګانې، سلګۍ، غوښتنې، سپارښتنې او وړاندیزونه یې په پوره زغم واورېدلې.

ولسمشر غني د سولې ولسي حرکت ته په وینا کې وویل: ښه راغلاست، له تڼاکو پښو مو جار! ۷۰۰ کیلو متره په پښو راغلئ، تاسې د دې وطن رښتینی اواز یاست.  

زهیر احمد[د سولې ولسي حرکت هغه غړی چې کورنۍ یې جګړې او سترګې یې وسله والو طالبانو ورڅخه اخیستي] د دې وطن مثال دی، له بده مرغه سلګونه داسې نور مثالونه هم شته. د اختر اوربند ثابته کړه چې دا وطن له وینې ستړی دی، ژوند غواړي.

 له استقلال مو سل په سلو ملاتړ کوم. تاسو هیچا پورې تړلي نه یاست، ټول ملت پورې تړلي یاست په حکومت مو هم حق دی او په طالبانو هم، ځکه د ولس غږ یاست.

ناخوالې باید ختمې شي، سوله د خدای امر او د ولس غوښتنه ده. اوربند مې اعلان کړی، که طالبان یې مني یو کال ته زه مطلق تیار یم. دښته، ورشو، خرقه شریفه، غره یا جومات کې هر چېرې چې غواړئ کېنئ، زه چمتو یم.

ادرس غواړئ، زه مو ادرس یم، مولوي هیبت الله دې را شي بې قید او شرطه ورسره کېنم ، دا د جرګې دود او دستور دی.  ادرس دې مشخص کړي زما ادرس د افغانستان د ولسمشر ادرس دی.

د سولې په کاروان کې یو هم (پاس) زهیر احمد زنداني دی چې ولسمشر غني لاس ورکړی. ۲۷ کلن زنداني څو کاله پخوا د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې له سترګو بې برخې شوی دی.

سوله باید نتیجې ته ورسېږي، راشئ بین الافغاني سوله وکړو. دا درې ورځو کې مو وښوده چې واحد ولس یوو، باید سولې ته ورسېږو. هر څه چې ستاسو تشویش وي راشئ چې بحث ورباندې وکړو.

باید فکر ته تغیر ورکړو، د انتقال په دوران کې مې سل زره نه زیات بهرني عسکر وېسل، د څو زرو وېستل سخت نه دي.

طالبانو ته لاړ شئ، بېرته ماته ځواب راوړئ. اکثرو ویل طالب قومندانان سوله نه مني، راغلل یو بل سره کېناستل، که درې ورځې اوربند مني، ولې دکال او دایمي اوربند نه مني که د درې ورځو کې شرعي ستونزه نه وي، نو کال کې څه ستونزه ده؟

د سولې په خاطر هر چېرې چې غواړئ لاړ شم، زه مو په خدمت کې یم. سوله، امن او کراري د ټول ولس هیله ده . لوی مدني حرکت مو وکړ، نړیوالو ته مو ثابته کړه چې افغانان مدني ولس دی غواړي انتحار، انفجار، ټوپک او جنګ سره مخه ښه وکړي.

باید موضوعات په کاغذ لېست کړو او نتیجې ته ورباندې ورسېږو، مذاکره جدي وکړئ که اراده وي، نو لوی کارونه په لږ وخت کې هم کېدای شي.

خو درېغه چې طلوع تلویزیون د دغې غونډې د خبري پوښښ پرمهال د همېشني تعصب او افغان دښمنه پالیسۍ له مخې سخت غرضي چلند وکړ، په ټول قوت یې د دغې غونډې د کوچني کولو، بې اغېزې کولو او غیر مهم ګڼلو کوښښ وکړ، ځکه د غونډې د محتوا پرځای یې ټول تمرکز په دې و، چې د غونډې په ساحه کې خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې، سیمه کلا بنده شوې او د سولې د کاروان غړي تالاشي شوي دي.

د افغان ولس غوښتنې او ملاتړ او د ولسمشر غني عملي او ګټورو هڅو ته په پام که خدای کول سوله به راځي او خامخا به راځي خو د طلوع په ګډون به  د افغان وطن او د سولې د ټولو دښمنانو مخونه تور وي، هم د خدای او هم د افغان ولس پر وړاندې.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *