د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د افغانستان تر ټولو جګپوړي امنیتي پلاوي (د مې په ۲۷مه) د خپل سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او نورو مهمو چارواکو سره ولیدل.

غازي ځدران ||

وسله وال طالبان د پاکستان دولت د استخباراتي شبکو د یوې مهمې څانګې په توګه له څو لسییزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او  دلته ځینې ستراتیژیک اهداف څاري. ښايي دا خبره د ځينو طالب پلوه کسانو او یا طالب جنګیالیو لپآره د منلو وړ نه وي خو حقیقت همدا دی. پاکستان په سیمه کې د یوې سرطاني غدې په توګه، د افغانستان لپاره د سر درد جوړ کړی. پاکستان که څه هم نه مني چې طالبان د دوی د اهدافو په خاطر د افغان امینتي ځواکونو پر وړاندې جنګیږي خو حقیقت دا دی چې پاکستان د خپلو ستراتیژیکو اهداف لپاره پر طالبانو پانګونه کړې او د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د عمده عنصر په توګه ترې ګټه اخلي.  په همدې دلیل پاکستان کولای شي طالبان د سولې خبرو میز ته راوکاږي یا برعکس په افغانستان کې جګړو ته زور ورکړي. په اختر کې طالبانو درې ورځې د ټول هېواد په کچه جګړه ودروله، ښايي ځيني ښايي په دې باور وي چې دا کار طالبانو په خپله کړی خو د خبرې ریښه بل چېرې ده. د پاکستانۍ معتبر رسنیو په حواله چې دا اوربند د پاکستان حکومت په تضمین شوی او آن له طالبانو غوښتل شوي و چې پر نړیوالو ځواکونو هم خپل بریدونه ودروي.

د ملي یووالي حکومت سره له دې چې په کوردننه له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې هڅې ګړندۍ کړې بلکې له پاکستاني چارواکو سره يي هم په دې برخه کې مخامخ خبرې جاري ساتلې او همدا اوربند د یوه رغنده ډیالوګ نتیجه وه.

د ملي یووالي حکومت، له پاکستان سره د تېرو سیاسي معادلاتو تجاربو  ته په کتو، دا ځل نوې تګلارې غوره کړې چې په تېرو میاشتو کې يي مطلوبې پایلې لرلې دي. له دې تګلارو یوه هم د سولې عمل پلان دی چې له مخې يي دواړه لوري د مشخص زماني جدول له مخې، د ځانګړو اهدافو لپاره مشخص ګامونه پورته کوي. د عمل پلان د تطبیق پر سر د افغانستان له لوري د ملي امنیت شورا مشاور محمد حنیف اتمر  کار کوي چې په همدې لړ کې دوه ځله د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ اسلام ته لاړ او هلته يي د پاکستان استخباراتي شبکې له مشرانو سره مخامخ خبرې وکړې.

لکه څنګه مو چې پورته اشاره وکړه چې طالبان د پاکستان د بهرني سیاست د وزرونو په توګه استفاده کیږي، په کار ده چې پاکستان ته قناعت او تضمین ورکړل شي چې په افغانستان کې د سولې له راتګ سره پاکستان زیان نه کوي. په اوسنیو شرایطو کې پاکستاني دولتي اداره د نړیوالۍ ترهګرۍ په ملاتړ تورنه ده او په دې برخه کې له سختو کورنیو او بهرنیو فشارونو سره مخامخ ده. هلته په وروستیو میاشتو کې د پښتنو بې ساري ولسي خوځښتونه راوتلي چې د ترهګرۍ پرضد ریښتیني مبارزه وکړي او له خپلو بهرنیو سیاستونو څخه د ترهګرۍ پالنې ټاکنه حذف کړي.

اوس پاکستان غواړي چې په تدریجي ډول له دغو فشارونو څخه ځلان خلاص کړي، نړۍ او ولس ته هم ښکاره کړي چې د ترهګرۍ پرضد عملي اقداماتو لپاره زمینه برابره شوي. د پاکستاني طالبانو تحریک چې په پاکستان کې کله ناکله پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي او او د پاکستان پوځ له کنټرول څخه د باندې و، وخت يي را رسېدلی و چې کیسه يي ختمه شي. په همدې دلیل د سولې عمل پلان په چوکاټ کې د دوه اړخیزو عملي اقدمات په توګه  د افغانستان په کونړ ولایت کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي برید کې ووژل شو. په افغانستان کې درې ورځنۍ اوربند او د پاکستاني طالبانو تحریک مشر وژل کېدل، د باور فضا لپاره ښه بستر کېدای شي.

ښايي اسلام آباد ته د ښاغلي اتمر سفر پرمهال دواړه لوري پر ځيني نویو اقداماتو هوکړه وکړي چې کېدای هغه د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د یوه بل لنډمهاله اوربند لپاره د زمینې برابرول وي چې په لړ کې به يي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو لومړنیو مذاکراتو ته  زمینه برابره شي. ښايي دا پروسه وخت ونیسي خو حقیقت دا دی چې اوس د سولې لپاره لومړني ګامونه پورته شوي او د درې واړو لورو ( کابل ، اسلام آباد او طالبان) ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شوې چې وړاندې له دې به هر یوه، بل لوري ته د نیوکې ګوته نیوله چې ګواکې د سولې په پروسه کې همکارۍ ته لېوالتیا نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *