تاند- د افغانستان د والیبال ملي ټیم، چې د والیبال په اسیايي اتلولیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی، دوهم لوبه هم وبایلله.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله تېره شپه د جنوبي کوریا له تکړه ټیم سره مخامخ شوه.  او درې واړه سیټونه یا میدانونه یې بایلل.

تر دې مخکې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې درې واړه میدانونه پر عراق بایللي ول.

د افغانستان د ځوانانو د فوټبال ټیم له اسیايي لوبو ووت

د افغانستان د فوټبال د ځوانانو ټیم، چې د اردن په پلازمېنه امان کې د اسیا د زلمکو د فوټبال په سیالیو کې ګډون کړی و، 2له دوو ماتو او یوې بریا وروسته بل پړاو ته له رسېدو پاتې شو.

د افغانستان زلمکو د اردن لوبډلې ته دوه پر یو ماتې ورکړه خو پر سعودي عربستان یې دوه پرصفر او پر سوریې درې پر صفر وبایللې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *