ډاکتر همایون الکوزی ||  

شنه چپنه په اوږه، قره قلي پر سر تسمه بدن په چټکۍ د مایکروفون خواته راغی، تر شا یې د خپل دور مهم کسان هم په ده پسې وو، هماغسې لکه پخوا چابک چابک کیده، سترګو یې هم خبرې کولې، لاسونو هم او د بدن نور حرکات یې هم ماناداره وو، د سترګو سترګکونه یې له پخوا زیات وو، داسې ښکاریده چې تلوسه یې ده یو څه ووایي، لکه هغه په لنډو کیسو کې چې له اوږدو خبرو وروسته کیسه په یو ځای تمامه شي; هماغه اخري جمله، هغسې تلوسه یې درلوده. خلک ټول غوږ غوږ وو، د دوی تلوسه له شین چپنې هم ډیره وه، په ناکرارۍ یې انتظار کښه چې اوس به یو څه اوري، یو ښه خبر به اوري داسې خبر چې ټول ولس یې له کلونو انتظار کښه، داسې خبر چې ټول ولس یې تږی و، توقعات ډول ډول وو، د اختر ورځ وه د یو مهم خبر اوریدو ته ټول سترګې په لار وو، هو د خلکو تر ټولو لویه هیله او توقع دا وه چې ګویا مشر به ووایي (دسولې د خبرو او اوربند پوره ملاتړ کوم، افغانان له جنګه ستړي دي، زه د خپل سپین ږیري ولس مشر تر څنګ دریږم، د سولې لپاره سره له همدا اوسه اراده کوم، کندهار ته ځم، له سهیله یې پیلوم، هورې چې تل یې د سترو ملي خوځښتونو پیل کړي، له هماغو ولسونو سره ګورم، له علماو او قومي مشرانو سره ګورم، مونږ افغانان نور له جنګه ستړي یو، د هر سرباز او هر طالب مړینه تر شا یو ستره غمیزه پریږدي، زمونږ وینه نه باید دومره ارزانه وي، مونږ ولې سره وژنو، زه په همدې اندیښنو کې دا ډیره موده کېږي ډوب یم، خوب مې نشته، زوریږم، او ډیر په دې زوریږم چې په خپله دوره کې مې ونه شو کولی د سولې راوستلو لپاره ان یو کوچنی قدم هم کیږدم، زه له خپلو ولسونو بښنه غواړم هغسې چې لازم وو و مې نه کړل، اوس یې کوم، اوزګار یم، د خیر ښیګڼې لپاره مټې رانغاړم او لومړیتوب راته سوله لري)، په هیواد مین ولس ټول داسې خبرو ته منتظر وو چې پخواني ولمشر وږې ووهلې، سترګه یې ښکته پورته کړه او په ډیر فاتحانه انداز کې وویل: تذکره نه اخلم، تفرقه نه اخلم، ټول ولس مړاوی شو، حیران شو، سل زر پوښتنې یې په سر کې راوګرځیدې،…….. او بس دا انګازی لا هم تودې شوې او د خلکو په غوږونو کې همداسې تکراریدلیې: تذکزه نه اخلم، تفرقه نه اخلم، او افغانیت نه منم، واحد ملت نه منم، دا واحد ملت نشي جوړیدی، دا ملیتونه دي همداسې په تفرقه کې ښه دي، هو ولس مشر وویل تفرقه نه اخلم خو هغه خپل ملت فرقې فرقې کړ، د واحد ملت او واحد افغانستا پر ضد یې ناره پورته کړه او له افغانیته منکر شو، هغه په دې کار د واحد افغانستان او واحد ملت خواخوږي ودردول او وژړول خو د واحد افغانستان او واحد ملت دښمنان یې خوشاله کړل، هغه دښمنان چې دا څلویښت کاله زمونږ وینې څښي، هو دښمن مو په دې خبره جشنونه ونیول، د خوښۍ نڅاوې یې وکړي، خواخوږي مو مړاوي شول، وژړیدل، مایوسه شو، ناهیلې شو او ډیرې ډیرې ګیلې یې مخته ودریدې، دا ګیلې یې ډیرې له خپلو وې …… پریږده چې خړ سیلاب مې یوسي === په لامبوزن اشنا مې ډیره نازیدمه……

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *